سرچینه: بوستون ګلوب امریکایۍ ورځپاڼه
بوسټون ګلوب امریکایۍ ورځپاڼي په یوه تازه مطلب کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د مخدره توکو
د یو شمیر قاچاقوړونکو د خلاصون خبر خپور کړی دی.
د دغه فرمان له مخې هغه قاچاقبر خوشي شوي چې د
پاړسواو اتلسو کلوترمینځ د بند سزاوې ورکړل شوې وه.
بوسټون ګلوب وايي ښاغلی کرزي د جمهوري ریاست د
انتخاباتود ترسره کیدو د مخه د مخدره موادو پنځه پیژندل شوي قاچاقبران له زندانه ازاد کړي او د اړوندې محکمې
فیصله یې باطله کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، د مخدره موادو دا پنځه قاچاقبران په ۲۰۰۷ میلادي کال کې هغه مهال
دافغانستان د جنایي محقیقونود یوې ډلې او د هغو د یوه امریکایي مشاور له خوا نیول شوی وو چې د پولیسو یونو فورم
ونه یې اغوستي وو او د پولیسوپه یوه موټر کې یې ۱۲۰ کیلوګرامه هیرویین انتقالول.
خو حامد کرزی دا قاچاقب
ان د تیرې اپریل په میاشت کې د یوه فرمان له مخې وبښل.
بوسټون ګلوب وړاندي لیکي، ددغو پنځو قاچاقب
انو له ډلې یو یې د یوه بانفوذه سیاستوال چی اوس د ښاغلی کرزي د انتخاباتي مبارزې تنظمونکی دی، وراره دی.
یوه لوړرتبه افغان مقام دې ورځپاڼې ته ویلي چې د کرزي د دې فرمان په متن کې ویل شوي چې دغه کسان په یوې درنې کورنۍ
پورې مربوط دي.
ورځپاڼه لیکي د د غو پنځوقاچبرانو سربیره په وروستیواونیو کې کرزی لږترلږه پنځه نورقاچا
بران هم بښلي دي.
دکرزي دې اقدام نه یوازې امریکایي مقامات چې په افغانستان کې د مخدره مواد د قاچاق د له
مینځه وړلو لپاره په ملیونونو ډالر لګولي، سخت په غوصه کړي دي، بلکې دا اندیښنی یې هم زیاتې کړي چې کرزی ښایي په
راتلونکو انتخاباتو کې د ملاتړد ترلاسه کولو لپاره د بانفوذه کورنیو پورې مربوط د مخدره موادو نور قاچاقبران
هم له زندانه خوشې کړي.
باسټون ګلوب لیکي:
د اپریل له میاشتې راهیسې کرزي لږترلږه لس قاچاقبران خوشې
کړي دي خو د افغانستان د لويې څارنوالۍ د ليست له مخې د خوشې شویو قاچابرانو شمیر له دې ډیر زیات دی.
په
افغانستان کې د امریکا سفیر کارل ایکنبري هم تیره اونۍ چې کله یې دامریکا د یولسو ملیونوډالرو په مرسته د جنایي
محاکمو لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ پرانیستله، د کرزي له خوا د مخدره موادو د قاچاقبرانو د بښنې موضوع ته اشاره
وکړه.
یوه امریکاییي مقام باسټون ګلوب ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې دامریکا سفیر داموضوع په خپله
ه ښاغلي کرزي، له لوی څارنوال او د عدليې له وزیر سره مطرح کړ ې ده.
عزیز احمد سرباز د څارنوالۍ مدیرچې د تو
یفونود چارو د هماهنګ کولو مسول دی، دې ورځپاڼې ته ویلي ، د ثور په اتمه د مجاهدینو د بري د کلیزي د لمانځلو په
مناسبت کرزي د یوه فرمان له مخې ۲۱۰ بندیان وبښل.
په دې ډله کې ۴۲ یې د ولایاتو بندیان وو چې پنځه یې د مخدره
موادو قاچاقبران وو.
ورځپاڼه د جنایي محکمې د ویاند سریر احمد له قوله لیکي، یو له دغو پنځو قاچاقبرانوڅ
خه چې د پولیسو په یونېفورم او موټر کې د دری ملیونو ډالرو په ارزښت د ۱۲۰ کیلوګرامه هیرویینود انتقال په مهال
نیول شوی و، بلال ولی محمد د حاجی دین محمد وراره دی.
حاجی دین محمد چې د کابل والي وو، د ولایت له مقام څ
خه یې استعفا ورکړه څو د کرزي د انتخاباتي کمپاین چارې تنظیم کړي.
بلال د ننګرهار د ولایت د سرحدي پولیسو
د پخواني قوماندان حاجي ظاهر سکرتر وو.
د حاجي ظاهر پلار حاجی قدیر چې د کرزي مرستیال وو په ۲۰۰۲ کال کې
ووژل شو.
باسټون ګلوب د مقالې په دوام لیکي، حاجی ظاهر په ۲۰۰۶ کال کې داداري فساد له امله له خپل مقامه
رې شو او د کورنیو چارو وزارت د هغه ترادارې لاندې د ټولو کسانو معاش بند کړ خوده چې له دغه امر څخه یې سرغړولی
و، د ورځپاڼې په وینا ترلاس لاندې ټولو دغوکسانوته چې شمیر یی زروتنو ته رسیده، له خپل جیبه تنخوا ورکوله.
باستون ګلوب د دې مقالی په پای کې د جنایي څارنوال عبدالجمیل له قوله لیکي، کله چې د محکمې له خوا یو یو شخص
مجرم پیژندل کیږي او د سزا له اعلانیدو وروسته له محکمې وځي هیڅ اطمینان نه شته چې په دې شخص دې د محکمې حکم
تطبیق شي.