مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ټایمزمجله: جنرال کرستال د جګړې شکل بدلوي


ټایمزمجله: جنرال کرستال د جګړې شکل بدلوي


سرچینه: د بریټانیې ټایمز مجله
ژباړه او ترتیب:  میرویس جلالزی

 

د ب یټانيي  ټایمز مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د حالاتو په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم د افغان جګړې مشرۍ ته نوی امریکایی قوماندان په دنده ګمارل شوی خو لا هم د بهرنیو سرتیرو تلفات مخ پر لوړیدو دي.

ټایمز لیکي چې په تیرو دوو ورځو کې شاوخوا لس بهرني سرتیري چې اته یې بریټانویان دي په افغانستان کې وژل شوي او یو شمیر نور ژوبل دي.

دغه شمیره په افغانستان کې د بریټانوي وژل شویو سرتیرو ټو یز شمیر ۱۸۴  تنو ته رسوي.

ټایمز لیکي، امریکایی جنرال ستنلي مک  کریستال غواړي په افغانستان کې د جګړې څيره یا شکل بدل کړي.

په نوي جګړه کې د پخوانۍ هغې په پرتله د افغانانو د اقتصادي حالت ښه کولو ته ډير پام شوی  دی.

جنرال کریستال ویلي تر هغوچې د افغانانو اقتصادي حالت ښه نه شي او هغوي ته کاروبار پیدا نه کړای شي تر هغه به  په افغانستان کې زمونږ هلي ځلي بي پایلي پاتي وي.

ټایمز وړاندي لیکي چې د افغانستان لپاره د  اقتصادي ودې تر څنګ یوه بله مهمه مسله د بهرنیو سرتیرو د عملیاتو پر مهال د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي خطمول دي.

د ولسي وګړو مرګ ژوبله هغه جنجال زیږونکي مسله ده چې د عامو افغانانو غصه یې ډیره کړي او بر عکس یې په بهرنیرو سرتیرو او افغان دولت د خلکو د باور کچه کمه کړي ده.

ټایمز لیکي چې نوی قوماندان په وار وار په خپلو ویناوو کې سرتیرو ته ویلي چې د ملکي افغانانو د سر خیال وساتي او تر هغه چې  ډیره شدیده اړتیا نه لیدل کیږي له هوايي ځواک څخه کار وا نخلي.

ټایمز مجله لیکي، کله چې به پخوا له یوې سیمې په امریکايي سرتیرو  ډزي وشوي نو پلیو سرتیرو به سمدستي د هوايي ځواک  مرسته وغوښته او هوايي قواوو به د ب ید ساحه پرته له تشخیص څخه د برید موخه وګرځوله او هر څه به یې  له خاورو سره خاوري کړل چې ا وس داسي نه ده .

مجله لیکي چې  که  څه هم له یوې خوا هر څه چې کیږي هغه به کیږي خو دا د نوي امریکايي قوماندان امر دی چې باید ملکي تلفات نه وي حتی که طالبانو ته د تیښتې لار هم پرانیستي وي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery