مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داسي څه نه لرو چه د افغاني جنګي جرمونو پلټنه وکړو

ترتیب او ژباړه : پتمل

: د اوباما اداره : داسي څه نه لرو چه د افغاني جنګي جرمونو پلټنه وکړو

واشنګټن- د اوباما د اداری رسمی مقاماتو د جمعی په ورځ وویل چه دوی داسی کوم ثبوت نه لری چه د هغو بندی طالبانو د
وژنو په اړه پلټنه وکړی چه د بشر دحقونو د ټولنو لخوا ېې ادعا کیږی کوم چه په 2001 کال کی دهغه چا لخوا ووژل سوه چه د امریکا حمابت ورسره وه.

ددغه ډل وژني راپور هله یوځل بیا تازه کړل سو چه د نیویارک ټایمز د ویب سایټ لخوا د جمعی په ورځ نشر سو.
د بشر د حقونو د ټولني  مقاماتو د بش اداره په دی تورنه کړه چه د هغو سلهاوو ښاېي زوهاوو بندیانو د وژنو په پلټنو کی پاته راغلی کوم چه د 2001 کال په نومبر کی به ډلیزه توګه ووژل سوه.

امریکاېی مقاماتو د جمعی په ورځ اعلان کړه چه دوي ددغه وژنو د پ ټنو په اړه کوم قانونی نظر نه لري ځکه چه په وژنوکي یوازی بهرنیان داخل دي او مدعي وژني په یو بهرني هیواد کي سوي دي. نیویارک ټایمز امریکاېي فوځ ، CIA او افغان جنرال عبدالرشيد دوستم په ګوته کړي چه په وژنو کي مسولیت لري. عبدالرشيد دوستم هغه کس دي چه د بشر د حقونو د ټولنو لخوا د وژنو په امر ورکولو تورن دي.

اخبار زیاتوي چه ددفاع وزارت او FBI د پیښي سمه پلټنه نه ده کړې. د راپور په اړه چه د پنتاګون د ویاند ډیویډ لاپن څخه وپوښتل سوه نوموړي زیاته کړه لکه څرنګه چه فوځي قواوي په وژنو کی نه وي ښکیلي ځکه نو سوال نه پیداکیږي چه دفاع وزارت ېي څ یړنه وکړي.

د عدلي چارو مقامات واېي چه د FBI اداره دا صلاحیت نه لري چه د پیښي پلټنه وکړي دغه مقام واېي چه دوی ته اجازه نسته چه د پیښي په اړه ښکاره خبري وکړي او ددغه راز د حالت څخه څه وواېي.

بل اړخ د عدلي برخي ویاند متیو میلرپه دي اړه د کوم څه ویلو ډډه وکړه.

د امریکا د پخواني ولسمشر ویاند هم دمګړې په دی اړه د ویلو کوم څه نه درلوده.
د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کی د بشر د حقوقو د ګروپ طبي ماهرانو پر عدلي یپارټمنټ باندي ږغ وکړ چه ژرتر ژره یوه جناېي څیړنه پیل کړي ترڅو دا جوته سي چه ایا د بوش ادارې پرهغو پلټنو بندیز لګولې چه د طالبانو د وژنو په اړه وه که څنګه.

د امریکاېی حکومت د مقاماتو دپاره چه ادعاکوي چه دوي دداسی منظمو ډلیزه وژنو د پلټنو دپاره کوم قانوني مراحل نه لري ډیر د تعجب ځای دی. (سوسانا سیرکین د بشر دح ونو د ټولنو ډیبیوټي ډایریکټره)

په نومبر 2001 کي یو ډیر تعداد یاني 2000 طالب بندیان په داسي حال کي ووژل سوه کله چه د خپل رژیم په اخیر کي تسلیم سول البته د سټیټ ډیپارټمنټ د راپور په حواله 2002.
عینی شاهدانو ادعا کوله چه  امریکا- ته وفادار شمالي ایتلاف طالب بندیان په بندو کانتینرانو کی واچول د شبرغان د زندان په م وخه ېی په یودوه- ورځنې سفر روان کړل په لاره کي ېي بعضي په غارونو کي واچول او د بلډوزرونو په واسطه ېي جسدونه و ښخ کړه. (د سټیټ ډیپارټمنټ د راپور دمخي)

د شمال ایتلاف د ځینو سرتیرو په وینا چه ددوي ځینو ملګرو په لار کي پر بندو کانټینرونو ډزي وکړي او اکثره زندانیان ېی دننه په کانټینرونو کي ووژل.

دوستم د شمالی ایتلاف جنرال لاښه د وړاندي ددغه وژنو تورونه رد کړي دي.

د امریکا د جنګي جرمونو د پیښو یو پخواني استازي پیری پراسپر ټایمز ورځپاڼي ته وویل چه د بوش اداره د طالب زندانیانو د مړو د پلټنو په اړه زړه نه ښه کوی- که څه هم دوستم د CIA د اجوره یا معاش په لست Payroll کی شامل وه او د نوموړي سرتیرو د امریکاېی خاص ځواکونو سره په 2001 کی ګډ کارکوي.

تیرکال دوستم دخپل نظامي موقف څخه په تعلیق کي واچول سو په دي تور چه ګواکی نوموړي خپل یو سیاسی حریف تهدید کړې وه لاکن افغان ولسمشر نوموړې بیرته د یو فرمان د مخي پر خپله دنده وګمارې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery