راپورتر : آنند ګوپتا
منبع : ک
یسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه ( امریکا )
نېټه : ۲۰۰۹/۷/۸
امریکایی پوځیان د پولیسو په هکله ژوره اندیښنه
ری ، او وایی چی د هغوی غړې د جنګیالیو سره پټ تړاو لری
جلریز ، افغانستان ـ پوځیان وایی چی امریکا د
ولسوالیو مرکزونو او ورپورو سیمو ته د خپلی اغیزې د رسولو او خپرولو په خاطر د پوځیانو خورا ډیروالې ته اړتیا
لری . خو که د هغوی له قوله دا کار نه سی کېدای ، نو بیا لازمه ده چی پر خپلو افغانی ملګرو تکیه وسی چی هماغه
افغان ملی اردو او افغان ملی پولیس دي .
پوځیان د افغان ملی اردو په هکله نېک نظر لری او وایی چی هغوی د یو
ښه ترکیب بڼه اخیستې ده او یو مسلکی ځواک ترې جوړ سوی دی . خو د افغان ملی پولیس په هکله ژور ملاحظات لری .
یو ډ
ګی مشر « جیرمی اهرینټ » وایی چی « موږ پر هغوی باور نه سو کولای ، هغوی موږ ته په مخابره کی ووایی چی کمین
اته نیول سوی دی ، مګر کله چی موږ د هغوی اړونده ساحې ته ورسو نو هلته د جنګ هیڅ کومه نښه هم نه لیدل کیږی . »
امریکایی پوځیان وایی چی افغان پولیسو څو څو ځله په نیمه شپه کی ادعا کړې چی تر حملې لاندی راغلي دي ،
خو د دې څخه یې هدف دا وی چی امریکایان د طالبانو کمین ته برابر کړی او یا هم دا چی غواړی په خواږه خوب بیده سی
خو امریکایان یې ساتنه او ژغورنه وکړی .
افغان ملی پولیس د افغان ملی اردو پر خلاف اکثریت د هېواد د جنوبی
سیمو څخه ګومارل کیږی ، او له همدې امله په دې ځواک کی د طالبانو د خواخوږو کسانو شمیر ډیر زیات دی . د وردک د و
ایتی شورا د غړو له قوله په ډیرو حالاتو کی ملی پولیس د جنګیالیو سره ځکه پټه یارانه کوی چی د هغوی د حملو څخه
وساتل سی ، او په بدل کی جنګیالیو ته لاره هواروی چی بې آزاره عملیات وکړی .
بله اندیښنه هم دا ده چی دوی
پر جنګیالیو وسلې هم خرڅوی . لکه څنګه چی امریکایی پوځیانو په وردک ولایت کی د محب الله په نوم د طالبانو د
یو قوماندان تر وژلو وروسته د هغه سره عصری امریکایی ساخته دوربین وموند . دغسی مشکل ښایی د هېواد په جنوب کی
، چی نوي پوځیان ورغلي ، نور هم جدی او ګواښمن وی .
د بیلګې په توګه ، د هلمند ولایت د اوسیدونکو له قوله ، طا
بان په دې هم قادر دي چی په بازارونو کی هغه وسلې رانیسی چی افغان ملی پولیسو ته ورکول سوي دي .
پای