د دوستم د جنگي جناياتو دوسيه
د جنگي مج
مانو سره د ښاغلي حامد کرزي وروستيو ايتلافونو په امريکايي مطبوعاتو کي زياتي اندېښنې را پورته کړيدي.
اکثره رپوټونه وايي چي ښايي همدا ايتلافونه د حامد کرزي په تاوان تمام سي، ځکه زياتره افغانان د ديرش کلن نا
وين له قومندانانو څخه بدي خاطرې لري، او اکثره خلک د هغوى محاکمه کول غواړي. په يوې ټولني کي، د عدالت اح
ساس د قانون د حاکميت، د مشروعيت، او د دايمي سولي او ثبات د ټينگوېدو لمړۍ پخه خښته ده. په مقابل
کي، که چيري په يوې جامعې کي د عدالت احساس نه وي، هغه ټولنه تل بې ثباته او ناکراره وي. عدالت ته د جنگي
مجرمانو راکشول د جنگي شرايطو، بديو، او احساس د ختمولو لپاره ضروري کار دى. د انصاف او عدالت د ټينگو
و لپاره هر وخت او هر ځآى مناسب دى. په يوې جنگځپلې جامعې کي، د ملي روغي جوړي او يوموټي کېدو د پروسې د تقويه
کولو لپاره د جنگي جنايتکارانو محاکمه کېدل پراخ رغونکي اثرات لري. په ټولنه کي ملي وحدت، برابري، اعتماد،
او ورورولي راولي. پدې ترتيب، په افغانستان کي د ټولو جنگي جنايتکارانو محاکمه ضروري ده، خو عبدالرشيد
دوستم عدالت ته راکشول يو ملي او ايماني فرض دى. هغه د افغانستان په معاصر تاريخ کي مستند او ثبت سوي
جنايات کړيدي. د دوستم نه محاکمه کول په عدالت، انصاف، او د قانون په حاکميت باندي ملنډي وهل دي. همدا
از، هغه ته په حکومت کي لوړ مقام ورکول په دولت، حکومت، او سياسي اتوريټي باندي مسخرې کول دي. پدې اونۍ کي د
گردو رپوټونو لنډيز ولولئ.
د نيويارک ټايمز اخبار د جولاى پر ١١ مه ليکي: د بشرد حقوقو موسسې او د م
تحده ايالاتو ځيني مامورين وايي د بش ادارې څو څو ځله د امريکا په ملاتړ د هغه افغان جنگ سالار د جنگي جناياتو د
څېړونو مخه ونيوله چي ښايي په زرهاوو خلک يې په ډله ايزه توگه قتل عام کړي وي. متحده ايالاتو د بهرنيو چارو
د وزارت ځيني مامورين وايي د بش ادارې نه غوښتل چي د عبدالرشيد دوستم پر خلاف د بشري حقوقو د موسساتو له تحقي
اتو سره همکاري وکړي ځکه دوستم د سي. اې. ې معاشخوره وو، او د هغه مليشاوو د امريکا د خاصي قوې سره د طالبانو
په تعقيب کي همکاري کوله.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه اضافه کوي دا لا څرگنده نده چي د اوباما اداره به کله
دې مسلې ته پوره توجه وکړي. مگر پدې وروستيو اونيو کي د خارجه وزارت مامورينو هڅه کړېده چي د جنرال دوستم د
پوځ لوى درستيز کېدو مخه ونيسي. د متحده ايالاتو بهرنيو چارو د وزارت مامورين وايي د اوباما اداره د دوستم
پرخلاف د څېړنو د پيلولو مخالفه نه ده.
اخبار وايي د دشت ليلي قتل عامونو ښايي د ٢٠٠١ راپدې خوا تر ټو
و پراخ ډله ايزي وژني او قتلونه وي. پدې جنگي جنايت کي د دوستم لاس په داسي وخت کي رابرسېره کېږي چي هغه د ح
امد کرزي مهم ملگرى دى. د جنگي جناياتو د څېړولو لپاره د متحده ايالاتو پخوانى سفير ښاغلى پراسپر وايي:
"که چيري تاسو دوستم بېرته حکومت ته راولئ، دا به ضرور پر ډيموکراسۍ، پر حکومت او هم د خلکو پر اعتماد باندي
اغېزه وښندي. هغه ټينگار کوي چي د اوباما حکومت بايد هرو مرو د ٢٠٠١ د قتل عامونو په اړه تحقيقات شروع
کړي. هغه زياتوي، "د انصاف او عدالت لپاره هر ځآى او هر وخت مناسبه موقع او ځآى دى ."
نيويارک ټايمز
ليکي په داسي حال کي چي د افغانستان په ارتباط د اوباما حکومت تعهد لا زيات سوى دى، خو په عين زمان کي يې د حامد
کرزي له حکومت سره فاصله ورځ په ورځ زياتېږي، ځکه د حامد کرزي حکومت نهايت منفور او فاسد دى. د بهرنيو چارو م
امورين وايي مېرمن کلنټن او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازي ښاغلى هولبروک حامدکرزي ته
ويلي دي چي د دوستم د بيا راتگ او مقررېدو سره مشکلات لري. يو امريکايي مامور وايي هر څوک چي په جنگي جناياتو
تورن وي بايد پوره وڅېړل سي. د متحده ايالاتو د خارجه وزارت د ٢٠٠٢ يو سند وايي د دشت ليلي په قتل عام
ونو کي په زرهاوو طالبان وژل سوي ول. په ٢٠٠٨ کي د ملگروملتونو يوې ډلي څېړونکو د ډله ايزو قبرونو د اثارو د
خرابولو او ورکولو هڅي کشف کړې. د سټلايټ عکسونه ښيي چي په ٢٠٠٦ کي د دشتي ليلي د ډله ايزو قبرونو خرابول
پيل سوي ول.
نيويارک ټايمز ليکي د بش په پېر کي د دوستم د جنگي جناياتو په باب د تحقيقاتو د پرانيست
و غوښتني په حکومت کي ډېر لږ پلويان لرل. د پنتگان مامورينو هڅه کوله چي د دوستم پر خلاف د هر راز ا
دام مخه ونيسي. هغوى ويل: اوس ډېر حساس وخت دى، او يا اوس ددې خبرو وخت ندى.
د متحده ايالاتو پخوانى
سفير ښاغلى پراسپر وايي د حامد کزري حکومت راته ويل چي د دوستم پر خلاف د هرراز اقدام مخالف دي. هغه اضافه
کوي په واشنگټن هم د سخت مخالفت سره مخامخ وو. په ٢٠٠٢ کي، خليلزاد په ډاگه ورته وويل چي د دوستم په اړه د
تحقيقاتو سره موافق ندى. هغه وايي زه مجبوره سوم چي د څېړنو غوښتنه پرېږدم. هغه په ٢٠٠٥ کي د بش حکومت پ
ېښود.
بلخوا، د يو ايس نيوز مجله پخپل ويب سايټ کي د جولاى پر ١٠ مه ليکي: قريب ٤٠٠٠ م
ين عسکر په هلمند کي د طالبانو پر خلاف نظامي عمليات پيل کړيدي. ناټو پدې سيمه کي څو ځله مخکي هم
جنگونه کړي او هم يې تلفات ورکړي، او کله چي دوى لدې ځايونو څخه ووتل، سمدستي طالبانو همدا سيمي بېرته ولکه
کړې. د برتانيې عسکر همدا نيمگړي عمليات د چمن د وښو له رېبولو سره مقايسه کوي. خو بيا هم د کندهار او
هلمند زياترو سيمو ته د ناټو عسکر گردسره ورغلي ندي. له پاکستان څخه طالبان گرمسير ته اوړي او بيا سيده په
هلمندکي تېريږي او روزگان ته ځي.
د ٢٠٠٨ د مې مياشتي کي، امريکايي مرين عسکروگرمسير ونيو. خو وروسته
پنتگان د عسکرو دکمښت له لبکه گرمسير انگريزي قواوو ته پرېښود. خو دا ځل، مرين عسکر هلمند ته د نيولو،
پاکولو او ساتلو په نيت ورغلي دي. امريکايي قومندانان وايي اضافه او تازه دمه عسکرو ته اړتيا لري. ام
يکايي قومندانان وايي دا معلومه نده چي په راتلونکو اونيو کي به ددې سيمي په کليو او ښارگوټو کي د څه راز
يانو سره مخامخ سي.
بلخوا، د گارډين اخبار د جولاى پر ٩ مه ليکي په افغانستان د متحده ايالاتو يو
عالي رتبه قومندان وايي که چيري حامد کرزى بيا انتخاب سي، عادي افغانان به تشدد او پاڅون ته اړسي. هغه وايي خ
ک نهايت ناراضه دي ځکه حکومت هيڅ ندي کړي. کله چي خلک لدې واقعيت سره مخامخ سي چي بدلون نه راځي، او همدا
نظام به د پنځو نورو کلونو لپاره زغمي، هله ددې امکان سته چي عام ناراضيت او بېزاري په عام تشدد او تباهي بدله
سي.
گارډين ادامه ورکوي او ليکي که څه هم حامد کرزي پدې څو مياشتو کي د مختفلو جنگسالارانو سره ايت
افونه کړي، مگر پوښتنه دا ده چي ايا همدا جگړماران به د حامد کرزي د بيا انتخابېدو لپاره په کافي اندازه
ايي راغونډ کړاى سي او کنه؟ او که به عادي افغانان چي له اوسني رژيم څخه ستړي او ستومانه دي، د حامد ک
زي مخالف کانديد ته رايه ورکړي.
گارډين وايي د جمهوري رياست کانديد اشرف غني به ښايي ډېر ژر په
انتخاباتي غونډو او سفرونو ووځي. مگر هغه رسمي باډي گارډان، د سفرونو لپاره هيلکوپټر، او د تبلغياتي کمپېن
پاره په کافي اندازه تيلويزيون ته لاسرسى نلري. هغه وايي افغانان ښه، مسول، او موثر حکومت غواړي.