مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-25   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نیویارک ټایمز: زمونږ ډیریدونکي تلفات

 

نیویارک ټایمز: زمونږ ډیریدونکي تلفات

سرچینه : نیویارک  ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د امریکې نیویارک  ټایمز  ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکې د مرستیال ولسمشر جوبایډن هغه څرګندوني خپرې کړې چې ویلي یې دي، په افغانستان کې د ډیرو انساني تلفاتو اټکل کیږي.
جوبایډن ویلي دي چې په را تلونکي کې به  ډیر امریکايی سرتیري په افغانستان کې ووژل شي او دغه تلفات به د اوس په پرتله نور هم  ډیر شي خو دا په دې معنی نه ده چې د افغانستان جګړه په دغو تلفاتو نه ارزي.

بایډن ویلي چې د افغانستان جګړه اوس امریکې ته ډیره مهمه ده  او باید پکې ډیر تلفات وګالو.

نیویارک ټایمز لیکي چې د بایډن څرګندوني ځکه خورا مهمي دي چې په دې و ستیو اونیو کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو تلفاتو په بي ساري توګه ډیر شوي دي او په ورته وخت کې د امریکې د نژدې متحد بریټانیې د تلفاتو ګراف  هم په تیرو اتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره صعودي مزل  وهي.

نیویا ک  ټایمز  لیکي چې جوبایډن ګرجستان او یوکراین ته په  خپل وروستي سفر کې خبریالانو ته وویل چې که چیرته د پاکستان قبایلي سیمې کنټرول نه شي نو دغلته موجود ترهګر به یوازي افغانستان او پاکستان نه بلکه د نړۍ  ټول هیوادونه او په خاصه توګه امریکا ته ګواښونه رامینځ ته کړي.

جوبایډن په هلمند کې د بریټانوي سرتیرو د ت فاتو په اړه ویلی چې دغه سرتیري ډیر تجربه کار او زړور دي.

نیویارک ټایمز  لیکي چې امریکا اوس غواړي ب یټانیې ته ډاډینه ورکړي تر څو له هلمند څخه خپلې اوږې سپکې نه کړي او که چیرته بریټانیا له هلمند څخه خپل سرتی ي وباسي نو دغه کار به امریکې ته په لوړه بیه تمام شي.

جوبایډن په داسي حال کې دا څرګندوني کړي چې د ب یټانیا لومړی وزیر ګورډن بروان د هیواد دننه د خپلو خلکو له خوا تر سخت فشار لاندي دی چې باید له افغانستان څ خه خپل سرتیري  یا وباسي او یا ورته کافي تجهیزات په واک کې ورکړي.

ولسي بریټانویان په دې  باور دي چې په تیرو څو  اونیو کې ځکه ډیر بریټانوي سرتیري په هلمند کې ووژل شول چې هغوي ته کافي چورلکې او ترانسپورتي ا وتکې په اختیار کې  نه دي ورکړل شوي او هغوي له ډيرو خطرناکو سیمو یوازي د موټرو په واسطه سفر کوي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery