مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

الجزیره :طالبانودمجاهدینودلایحې په نوم کتاب نشرکړ

ژباړه: شاهد غزنیوال


سرچینه: http://www.aljazeera.net/
الجزیره ټلویزوني شبکې دجولای دمیاشتې په ۲۷ نیټه دطالبانوله خوا دم جاهدینودلایحې په نوم دیوه کتاب  ګوټي دخپرولوخبرورکړ.
دالجزیره شبکې دخبر له مخې دغه لایحه چې  په ۱۳ فصلونواو۶۷ مادومشتمله ده دطالبانو دجنګیالیولپاره دهغوﺉ دمشرملا محمد عمر  ټولې هغه لارښوونې او دستو ات  شامل دي کوم چې  هغوﺉ له خپل دښمن سره دمقابلې په ډګر کې ورسره مخ دي.

دشبکې په وینا دغه لایح ه  دطالبانودمشرتابه اوټولوافرادولپاره  دیوه  م‍ذهبي اوتقنیني مرجع حیثیت لري اوپه هغې کې ټول مند ج محتویات  دفصلونواومادوپه ترتیب سره  په تدویني شکل  دیوه هیواد  داساسي قانون  ترتیب ته و ته  والی لري. 
دد  غې  لایحې په سریزه کې دهغې  دتدوین اوترتیب وجوهاتوته اشاره شوې  اوداپکې څرګنده شوې چې هغه   داسلامي امارت دمشرتابه  اودینی علماوو له خوا داسلامي شریعت  دسپیڅلیو احکام وپه رڼاکې  ددې لپاره ترتیب شوې چې مسلمان مجاهدیې  دټاکل شویواصولو اومقراراتوله مخې   خپل اهداف م خص ، اودهغې په رڼاکې دکفاروپه ضدخپل مقدس اسلامي جهادپرمخ بوزي .

دلایحې په سریزه کې دهغې ځینې مصطلاحات هم تشریح شوي  چې په هغوکې   دامام له کلمې څخه  أمیر المؤمنین اوله نایب  څخه یې دهغه مرستیال م صد بلل شوی..

 دلایحې په لومړي فصل کې  دامن ورکولو اونوربیلا بیل  امنیتي  موضوعات څیړل وي  چې دهغوله جملې نه یوه ماده  داسې راغلې: هرمسلمان  کولای شي دکابل مزدورې ادارې  مسؤلوچارواکو اوعادي کارکوونکوته   له دې ادارې سره دکارپریښودلودعوت ورکړي ،هرچا چې دغه دعوت ومانه   هغه ته به دولایتي مسؤل  اویاولسوال له  خوا  د ده  د سراومال تضمین ورکول کیږي.  

بل ځای راغلي : که   هغه کس ته چې دمجاهدینوله خوا دامن تضمین ورکړل شوی وي ،كوم  مجاهد تاوان ورسوي  اويايې  و وژني نودغه مجاهد به  دمجازاتوپه غرض  محاکمې ته وړاندې کیږي.
 دلایحې په دوهم فصل کې  داسیرانو اړوند مسایل  ذکرشوي  اوپه هغه کې راغلي چې که مجاهدین دجګړې په صحنه کې کوم محارب کافر اسیرکړي  کولای شی چې هغه قتل  کړي  ،یایې دخپلوبندیانوپه مقابل کې تبادله اویا یې دمسلمانانودمصلحت په خاطرهمداسې خو ی  کړي اویایې    هم دفدیې اخیستلوپه عوض کې  پریږدي،خو دمجاهدینو ددغوټولواجراآتوواک اوصلاحیت یواځې په امام اودهغه په نایب پوري محصور دي.

اوکوم افغاني پوځیان چې په خپله خوښه له وسلوسره مجاهدینوته تسلیم شي ، هغوﺉ ته به په امن ورکولوبرسیره  نورمکافات هم ورکول کیږي.
دلایحې  دریم فصل دجاسوسانوم وضوعاتوته ځانګړی شوی اوپه هغه کې لیکل شوي چې:  که په چا داخبره ثابته شي چې هغه د دښمن لپاره جاسوسي کوي  نوداسړی مفسد بلل کیږي  اودولایت مسؤل داحق لري چې هغه تعزیر اویا  تبعید کړي،خودهغه دوژنې پریکړه یواځې په امام اونایب امام پورې اړه لري.  
دلایحې څلورم فصل  بهرنیوځواکونوته  دلوجیستیکي توکو براب ونکو قراردادیانو اودانتقالاتي شرکتونواړونده مسایلوته ځانګړی شوی اوهغوی ته سزاوی پکښې مشخصي شوی دي.

دلایحې   په پنځم فصل کې دغنیمت احکام ، په شپږم کې یې اداري چارې،   په اوم کې یې دمجاهدینوداخلي م وضوعات، په اتم کې یې دبهرنیومؤسسوطرزالعمل او  په لسم کې  ملي او ولسي  چارې  تشریح شوي. 

په یولسم فصل کې یې ممنوعه اوامر ،  په دولسم کې یې مجاهدینوته نصیحتونه  اوپه دیارلسم فصل کې یې د دغې ایحې  دمقرراتو دپلي کولو په هکله  لازمې توصیې  اوداچې دهغې په محتویاتوکې بدلون راوستل یواځې دامام له صلاحیتونوڅخه  ګڼل کیږي توضحات ورکړل شویدي .   

ترټولوباصلاحیته  مسؤل !
په کابل کې دا جزیره شبکې دمشر سامر علاوي  په وینا ترټولومهم  ټکی  چې په دې لایحې کې ترسترګوکیږي هغه  دادي چې سیاسي زعامت  یې  بي له کوم هیڅې منازعې څخه  بیاهم یواځې په  ملامحمد عمر پوري محصور کړی ،ځکه دغه ایحه  دعلماوو اودهغه  دمشاورینوچې طالبان یې اهل الحل والعقد بولي له مشورې وروسته  دطالبانودمشر ه لاسلیک وروسته صادره شوې .

دښاغلي سامر په وینا په دغې  لایحې کې  دطالبانوترمنځ د داخلي  نزاعاتو(جنجالونو) دحل او دطالبانو او ولسي خلګوتر منځ دتعامل  اوپریکړوپه هکله هم  لازم توضیحات ورکړل شوي.
په  دې لایحه  کې له ولسي خلګو سره  ښه تعامل  اودهغوﺉ دامنیت خوندیتوب  دطالبانوله او یاتوڅخه بلل شوی .
ښاغلي سامر علاوي  دطالبانوددغې لایحې  په هکله خپل نظر په دې کې رالنډکړی   چې طالبان غواړې ددې لایحې په خپرولوسره  دکابل حکومت اونړیوالې ټولنې ته داوښیې چې هغوﺉ  یوا ځې جنګي ډله نه ، بلکې  هغوﺉ دخپل هیواد مدافعین اودخپلې دغې مشروعې دفاع د پرمخ بيولولپاره  تد وین شوي  منظم لوایح اوم قررات لري.  

دالجزیره تلویزوني  شبکې درپوټ په اساس  دطالبانو د  دغې لایحې  په هکله نړیوالومحللینو اودسیاسي پیښوشنونکوهم مثبت  غبرګونونه  ښکاره کړي  .

دالاهرام داستراتیژیکو بحٍٍثونو دمرکز غړی  اوداسلامي تنظیمونو دچاروسیاسي کارپوه  ډاکټر ضیاء رشوان  دطالبانودغه لایح ه  دبهرنیوځواکونوپه مقابل  دهغوﺉ  دپوځي اواداري چارو دلاسمبالښت اوپیاوړي توب لامل  بللې   اوله هغې نه یې دا  استنباط کړی   چې طالبان خپل هدف ته درسیدو لپاره نورهم  په خپل پوځي دريځ ټینګا کوي.

د ډاکټر  رشوان په وینا چې طالبان  له همدا اوس نه  دخپلو پوځي او امنیتي چارو په منسجمولو ددې لپاره لګیادي ،که چیري بهرني ځواکونه  دافغانستان په هکله له خپل مسؤلیت نه په شاکیږي   دوﺉ به سم دلاسه  دهغې پوځي اوامنیتي خلا دډکولولپاره  خپل تیاری مخکي ترمخکي نیولای وي .
 همداشان په مصرکې دجهادي تنظیمونو دچارو متخصص اوسیاسي محلل  استاز منتصر الزیات  دطالبانو د لایحې په هکله  وایې : دطالبانوله دغې لایحې څخه داسې ښکاري چې هغوي په جهادي فقه کې  له بندیانواویرغمل شویو  سره دتعامل په هک ه  له نوروجهادي ډلوڅخه  بیل یوځانګړی نظرلري ؛ داسې نظرچې  د هغه   بنا داسلامي شریعت  په سپیڅلیو احکامو استواره ده.
دمنتصر الزیات دوینا په اساس   طالبا ن غواړي  نړیوالې ټولنې ته داڅ ګنده کړي  چې هغوﺉ یو سوچه افغاني ځواک دی  اوکولای شي چې په یوه نوي شکل کې په افغانستان کې  دامن اوستلو په غرض  په یوه شکل نه په یوه شکل دواک ترلاسه کولولپاره  ځان راښکاره کړي.

http://www.aljazeera.net/NR/exeres/B12D15FB-457B-488B-8AB2-C87DAF8CC108.htm? wbc_purpose=Basic_

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery