تلګراف:CIA د پاکستان له اتومې وسلو
بي خبره ده
سرچینه: د بریټانیې تلګراف ورځپاڼه
ژباړه اوترتیب: میرویس جلالزی
د ټلګراف بریټانوۍ
ورځپاڼې په خپله یوه تازه ګڼه کې لیکلي چې د امریکې استخباراتي اداره( سې، اې، اې) د پاکستان د ټولو اتومي
تاسیساتو په اړه معلومات نه لري او دا ویره شته چې د پاکستان په ډیرو خطرناکو سیمو کې هم د اتومې وسلو
تاسیسات موجود وي.
ټلګراف لیکي چې که څه هم د امریکې د ا ستخاباراتې ادارې مشر د پاکستان د اتومې وس
و د یو شمیر تاسیساتو د موقیعت په اړه خپله بي خبري ښولي خو اوس دا ویره شته چې ښایې دغه وسلې د طا
بانو او القاعدې ډلي لاس ته ولویږي او نړۍ ته ترینه هومره لوی ګواښ متوجه شي چې دمګړۍ یې څوک تصور هم نه
ي کولای.
ټلګراف ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان په اوسنیو حساسو او خطرناکو حالاتو کې یو شمیرپاکستاني
چارواکي لا هم په دې لټه کې دي چې د خپلو اتومي کوپړکیو شمیره لوړ کړي.
کله چې د امریکې د استخباراتي ادارې
له ریس لیون پانتا څخه د پاسفیک د شورا د غړو په غونډه کې د اتومي وسلو د نړیوال سیاست په اړه پوښتنې وشوې په دغو
پوښتنو کې یوه یې د پاکستان د اتومي وسلو د خوندي توب په اړه وه.
نوموړي د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((
دا روښانه ده چې مونږ د پاکستان د اتومي وسلو د ځای ځایګي په اړه پلټني کوو تر څو په دې پوه شو چې اسلام آباد د م
ک په کومو ځایونو کې اتومي بټې او د اتومي وسلو زیرمتونونه لري خو زه په ډاډ سره ویلای شم چې تر نن ورځي پوري
د پاکستان د ټولو اتومي وسلو د تاسیساتو په اړه معلومات نه لرو)).
ټیلګراف ورځپانه له ښاغلي پانتا څخه په
حواله لیکي، مونږ په دغه برخه کې خپلو تحقیقاتو ته ادامه ورکوو او هغه نور څه چې مونږ یې لټون کوو هغه دا دي چې
ځان پوه کړو چې آیا طالبان او القاعده په اوسنیو شرایطو کې کولای شي چې د پاکستان اتومي وسلو ته ځان ورسوي که څ
نګه؟
دمګړۍ د امریکې په ګډون یو شمیر اروپایې څارګري ادارې په دې اړه شدیده اندیښنه لري چې القاعده او طا
بان اوس دومره وړتیا لري چې د پاکستاني حکومت له ضعف څخه په ګټې اخیستنې سره د پاکستان اتومي تاسیساتو ته ځان
ورسوي.