ګارډین: د تلفاتو په اړه د انګ
یسي قوماندانانو دروغ
سرچینه: ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د بریټانیا د دفاع وزارت د رسنیو د چارو د یوه افسر هغه څرګندونې
خپرې کړې چې وایې ده ته ویل کیدل چې په افغانستان او عراق کې د بریټانوي سرتیرو د ماموریت په اړه په ډیرو موا
دو کې د بریټانیا خلکو او رسنیو ته غلط معلومات ورکړي.
دغه افسر اوس په رسمي توګه د بریټانیا دفاع وزا
ت د دروغو په ویلو تورن کړی دی.
ګارډین له دغه افسر څخه په حواله لیکي، کله چې به بریټانوي رسنیو او د
هغو کسانو خپلو خپلوانو چې په افغانستان او عراق کې یې د کورنیو غړي په جګړې بوخت دي پوښتنه وکړه چې ایا زمونږ
ځواکونه په دغو دوو هیوادونو کې د تجهیزاتو او امکاناتو له کمښت سره مخ دي نو ما به ورته وویل چې نه مونږ په
دغو دوو هیوادونو کې کافي تجهیزات او امکانات لرو.
دغه افسر جان سالیزبوري نومیږي چې ۱۱ کاله یې د ب
یټانیا د دفاع وزارت د اطلاعاتو او رسنیو په څانګه کې دنده تر سره کړي.
نوموړی وایې چې دی د دفاع وزات له
خوا په جبر او فشار دې ته اړ ایستل شوی وو چې په افغانستان او عراق کې د خپلو سرتیرو د تلفاتو د شمیر په اړه هم
ناسم معلومات خپاره کړي.
دغه سرتیری وایې چې دمګړۍ د هغو دروغو د ویلو له امله ځوریږي او په رواني ناروغۍ
اخته شوی چې د دفاع وزارت له خوا یې دی ویلو ته اړ ایستل شوی وو.
جان سالیز بوري اوس سترې محکمې ته په دې باب
شکایت کړی او په دې برخه کې یې د عدل غوښتنه کړي.
نوموړي ویلي چې ده د ناچارۍ له امله د دردیدلو انګ
یسانو کورنیو او د رسنیو چلونکو ته دروغین معلومات ورکړي او دی له خپل دې کار څخه بښنه غواړي .
ګار
ین له دغه بریټانوي افسر څخه په حواله لیکي چې نوموړي تل په افغانستان او عراق کې د بریټانوي سرتیرو د
تجهیزاتو په اړه ویلي چې سرتیري پوره تجهیزات او امکانات لري او په دې برخه کې هیڅ راز ستونزه نه لري.