واشنګټن ټایمز: قومي مشران باید ت
ویه شي
سرچینه: واشنګټن ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکې
واشنګټن ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د قومي مشرانو د تقویه کولو په اړه یوه م
اله خپره کړي ده.
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د جګړې په لومړۍ مرحله کې هدفونه واضح ول او هغه دا
وو چې د طالبانوحکومت باید ړنګ شي ځکه چې هغوي او د القاعدې ډله په امریکا باندي د ۲۰۰۱ کال د بریدونو په تور م
امت پیژندل شوي وو.
د ورځپاڼي په باور چې امریکې په دې کار کې خپله دنده په سمه توګه تر سره کړه، د
طالبانو حکومت یې ړنګ کړ او د القاعدې ډلي هغه پټن ځایونه یې هم ویجاړ کړل چېرته چې د دغې ډلي جنګیالي
اوسیدل او پوځي روزنه یې تر لاسه کوله.
واشنګټن ټایمز لیکي چې هغه مهال د جګړې ښه تکتیکونه وکارول
خو ډیر وخت نه وو تیر شوی چې طالبان یو ځل بیا را څرګند شول او په یو شمیر سیمو کې یې د افغان او بهرنیو
ځواکونو پر وړاندي بریدونه پیل کړل چې نن ورځ بیا په یو شمیر جګړو کې برلاسي هم دی.
ورځپاڼه له امریکایې
جنرالانو څخه په حواله لیکي، کوم پروګرام چې د امریکا سیاسي او پوځي چارواکي یې په اړه خبري کوي هغه دا دی چې په
لنډ مهال کې باید د افغان ملي اردو او ملي پولیسو شمیر زیات شي او حکومت ته دا وړتیا ورکړل شي چې څرنګه کولای شي
خپلي چاري په خپله پر مخ بوزي.
واشنګټن ټایمز لیکي چې دا کار ځکه د اوس لپاره ناممکن دی چې د
افغانستان خلک له صحنې څخه لري ساتل شوي او هغه قومي مشران په انزوا کې قرار لري چې کولای شي د هیواد په
امنیت کې کارنده رول ولوبوي.
ورځپاڼه د خپل دغه مطلب په پای کې لیکي چې اوس باید له قومي مشرانو سره
کار وشي دا ځکه چې د افغانستان په تاریخ کې قومي مشرانو ډیر عمده رول درلود او د وخت حکومتونو ډیري ستري مسلې
د همدې مشرانو په مټ هواري کړي دي.