مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-12   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ګارډین: د بریټانیا څلویښت کلن حضور

ګارډین: د بریټانیا څلویښت کلن حضور


س چینه: ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د بریټانیې د ګارډين ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د هغه هیواد د پوځ د راتلونکي لوی درستیز تازه  څرګندوني خپرې کړي دي.

تیره اونۍ یو شمیر سنیو له ډیویډریچاردز  څخه په حواله دغه خبر خپور کړی وو چې بریټانیا به له دیرشو څخه نیولي بیا تر څ ویښتو کلونو پوري په افغانستان کې حضور ولري.

ریچاردز ګارډين ته په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د ده هدف دا نه وو چې سرتیري به یې د دیرشو تر څلویښتو کلونو لپاره له طالبانو سره په جګړه کې   ښکیل وي بلکه بریټانیا به به افغانستان کې یوازي په پوځي برخه کې  نه بلکه په اقتصادي او سیاسي چارو کې هم له افغانستان سره مرسته کوي او د بیاودانولو په بهیر کې به پوره ونډه ولري.

ګارډین لیکي چې اوسنیو حالاتو ته په  کتو سره ب یټانوي سرتیري دمګړۍ د افغانستان په تر ټولو ستونزمنه سیمه یعني هلمند کې له مختلفو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

تیره میاشت د بریټانیې تقریباً دوویشت سرتیري په افغانستان کې ووژل شول.

ګارډین له لوی درستیز څخه په حواله لیکي چې بریټانیا به له افغانستان سره خپلي اړیکي د اوږده مهال لپاره جاري وساتي او د اوږدو اړیکو لپاره ډیر  وخت ته  اړتیا ده چې ښایې هغه دیرش کاله او یا هم تر هغه ډير وي.

بریټانیا دمګړۍ د افغانستان په هلمند ولایت کې شاوخوا اوه نیم زره  عسکر لري چې د ناټو تر قوماندۍ  لاندې  ماموریت پر مخ بیایې.

ګارډین د خپلې دغې مقالې په پای کې لیکي چې که څه هم د بریټانیې ولس په افغانستان کې د خپلو سرتیرو له ورستیو تلفاتو سخت په ویره کې دی، خو لا هم بریټانوي پوځي قوماندانان د افغانستان ماموریت اړین او د دوام وړ بولي.

د بریټانیې عام ولس څو څو ځله له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو غوښتنه کړي خو حکومت په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د ماموریت دوام د بریټانیې د ثبات لپاره اړین او حیاتي بولي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery