ګارډین: له طالبانو سره پټې خبرې شوي
د ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د انتخاباتو او د طالبانو سره د
خبرو په هکله یو رپوټ خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکی چې د طالبانو د مشرانو سره یو لړ پټې خبري سوي دي چې د
اتلونکی پنجشنبې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره دي د افغانستان په جنوبي برخو کې اوربند وکړي.
و
ځپاڼه لیکي چې داسي ویل کېږي چې احمد ولي کرزی چې د جمهور ریْس کرزی ورور دی او په جنوبي حوزه کې د کرزي د کمپاین
مسول دی، په دې لټه کې دی چې د طالبانو د مشرانو سره خبري وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د انتخاباتو په ورځ د رایو
پر مراکزو حملې ونه کړي او ملي اردو او ملي پولیس پرېږدي چې د رای اچونې په مراکزو کې امنیت خوندي کړي.
دغه
راز ورځپاڼه د ناټو د یوه ویاند د خولې لیکي چې وايي د افغانستان حکومت په دې لټه کې دی چې د طالبانو د مشرانو سره
سوله وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. دغه راز د ناټو ویاند ویلي دي چې مونږ د هر هغه
اقدام هرکلی کوو چې د افغانستان د خلګو دپاره د دې لاره هواره کړي چې په آزادۍ سره رایې ورکړي.
همد
انګه ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې دامریکا سفارت هم د دغه پلان څخه هرکلی کړی دی.
همدارنګه ورځپاڼه د
ولي کرزي د خولې لیکي چې وايي ما د طالبانو د یو مشر قوماندان سره ولیدل او ورته ومي ویل چې انتخابات به هر
ول چې وي تر سره کېږي که د جنوبي حوزې څلور ولایت په کې وي او که نه وي. افغانستان دو دیرش ولایتونه لري او دا ټول
ولایتونه د قندهار دپاره نه سي منتظریدای.
ولي کرزی د حامد کرزي ورور دی او په قندهار کې ستر واکمن کس
دی. هغه د قندهار د ولایتي شورا مشر دی .