په کندهار او جنوبي سیمو کي
انتخابات
په افغاني مطبوعاتو او مجلسونوکي په جنوبي سیمو کي د انتخاباتو پر اهمیت باندي ډېري خبري کېږي.
واقعا، مسله ډېره مهمه ده، او په هېواد کي د سیاسي او نظامي بحران يو مهم اړخ تشکیلوي. ایا د امنیت په نه
شتون کي انتخابات امکان لري؟ ایا تر برچې او ډار لاندي ازاد ، شفاف ، او منصفانه انتخابات کېدای
سي؟ که چیري د جنوب خلک انتخابات بیکاټ او تحریم کړي، دا به د انتخاباتو پر مشروعیت باندي څه اغېزه
وښندي؟ او باالاخره، ایا په انتخاباتو کي څونه ټګي برګي ممکنه او د زغملو وړ ده؟ دا هغه سوالونه دي چي
زیاتره افغانان ورسره مخامخ سوي دي. همدې پوښتنو په هکله پر دوو رپوټونو پېښ سوم چي زما لپاره ډېر جالب
او معلوماتي ول، او له خپلو محترمو لوستونکو سره يې شریکول ضروري ګڼم. هڅه سوې ده چي د دواړو رپوټونو لنډیز
برابر کړم ، خو اصلي او مهم ټکي ساتل سوي دي. له کندهاره یو رپوټ د مېرمن کتي ګنان دی. د مېرمن کتي
ګنان په باره کي بايد ووایم چي هغې د افغانستان پر اوضاع باندي یو ګټور کتاب لیکلی دی چي د افغانستان په اړه د
غربي ژورنالیسټانو د وتلو اثارو په جمله کي راځي . مېرمن ګنان د مجاهدینو، طالبانو، او فیشني غلو په دوران
کي له افغانستان څخه پرله پسې ژور او جامع رپوټونه او تحلیلونه خپاره کړي دي. هغه په افغانستان کي د څو
سیزو کار، ژوند، او تحقیق تجربه لري، او د همدې اوږدې مودې په ترڅ کي يې له افغانانو سره خاصه مینه پیدا کړې ده.
مېرمن ګنان د افغانستان په ارتباط د متحده ایالاتو پر پالیسیو باندي واقعي او دقیق انتقادونه کوي، او د پښتنو
په مقابل کي د بش او حامد کرزي اقدامات او پالیسۍ خطرناکه بولي. هغه وايي همدې لمړنيو اشتباهاتو نننۍ
ستونزي وزېږولې.
د ګارډین اخبار د اګسټ پر ۱۶ مه له کندهار ه په یوه اوږده رپورټ کي لیکي د
افغانستان د جمهوری ریاست دوهم تاریخي انتخابات پداسي وخت کي کېږي چي له یوې خوا په جنوب او پښتني سیمو کي
طالبانو پر انتخاباتو بندیز لګولی دی او رایه ورکونکي په مرګ ژوبله تهدیدوي، او له بلي خوا، په
کندهار او هلمند کي د امریکایانو او انګریزیانو پرخلاف ښورښ او جنګ تاوو اخلي. په کابل او کندهار کي د طا
بانو ځانمرګي بمونو له انتخاباتو څخه خلک وډارول . د کندهار د ولایتي شورا مرستیال، محمد احسان ، وايي
"اوس د انتخاباتو لپاره مناسب وخت ندی." د کندهار د ښار په میرویس روغتون کي، د انتخاباتو د مرګ ژوبلي لپا
ه خاص تیاری نیولی سوی دی. د کندهار د ګوتو په شمار خارجي اوسېدونکو پخوا لا ښار پرې ایښی دی. د ملګرو م
تونو او نورو خیریه موسسو یوازی عاجل او ضروري کارګران حاضر او کار کوي. د ښار په فضا کي تاوت
یخوالی او تشنج له ورایه ښکاري. هر افغان پدې پوهېږي چي ددې اونۍ په انتخاباتو کي يوه مهمه ډله نده شام
ه.
ښاغلی احسان وايي، "زما له کوره فقط دوه کیلومتره ها خواته طالبان خلکو ته وايي چي انتخابات تح
یم او بیکاټ کړئ. د رایه ورکولو پر وخت ستاسو لپاره د امنیت هیڅ ضمانت نسته."
د کندهار د دوبي
ګرمي دوږخي ده . په ښارکي سور اهاړ وی او لمر مځکه پخوي. خو د پنجشنبې انتخابات د کندهار
پاره حیاتی اهمیت لری. په ۱۹۹۴ کي ملاعمر له همدې ځایه خپل سیاسي قدرت خور کړ. ځیني مبصرین وايي ډېر
ژر به کندهار یو ځل بیا د طالبانو مرکز سي. خو اوس حامد کرزی مجبوره دی چي له همدې ناکراري سیمي څخه ډیري
رايي راغونډي کړي، ځکه په شمال کي تاجیک او نور اقلیتونه د هغه رقیبانو ته رایه ورکوي. د کندهار نفوس
۵۰۰۰۰ دی. حامد کرزی مجبوره دی چي ۵۰ فیصده رايی وګټی څو د دوهم پړاو له خطر او کندي څخه ځان بچ کړي.
د عامه افکارو وروستۍ سروې ښيي چي ټاکلې فیصده نسي پوره کولای.
حامد کرزی مجبوره دی چي په جنوب کي خلک پدې
قانع کړي چي د هغه راتلونکی حکومت به د پخوا په شاني فاسد، لټ، او بېکاره نوي. د شمال په شان، په کندهار
کي زیات خلک وايي چي دوی به حامد کرزي ته رایه ور نه کړي. هغه پخپل ښار کي منفور دی او زیاتره خلک یې د
اته کلني بدمرغیو او بد امنیو مسول بولي.
د ګارډين اخبار لیکي د کندهار د غورک ولسوالۍ قومی مشر،
ښاغلی عبدالرحمان وايي،"خپله جمهورریس لویه ستونزه نده ، خو ورور یې پرابلوم دی." د هغه مطلب احمد ولي
کرزی دی چي هم د کندهار د ولایتی شورا ریس دی او هم په جنوب کي د حامد کرزي د انتخاباتي کمپېن مدیر او مېنجر دی.
هغه په حکومت کي په خویشخورۍ ، نپوتیزم، او د مخدره موادو په قاچاق تورن دی. ځینی محلي خلک وايي
هغه د خپل ورور نوم او نښان ته زیاته صدمه رسولې ده.
د الکوزو یو قومی مشر، محمد عسکر، وايي، (هغه
په هر قوم کي ځینی خلک د ځان سره ملګري کوي، او بیا هغوی تقویه کوي، او وروسته د هغوی په مرسته په قوم کي صاد
او پاک قومي مشران بندي کوي. بل دا چي هغه د هر چا په چارو کي مداخله کوي.) هغه وايي حتی اکثره پوپ
زیان به د حامد او احمد ولي کرزي پر خلاف رایه ورکړي. ښاغلی محمد عسکر زیاتوي،" نه والي صاحب د خبرو کو
و جرات لری، نه ریسان، او نه هم د ولایتي شورا غړي."
ښاغلی احمد ولی کرزی پخپل کور کي چي جنګي کلا ته و
ته ده د غرمې د ډوډۍ په جریان کي د خپل ورور د کامیابۍ په باب مطمیني خبري کوي. هغه وايي،"زه د رايو په ا
تباط اندېښمن نه یم. خلک پوهېږي چي تشدد او مرګ ژوبله د جمهورریس کرزي ګناه نده." مګر هغه وايي،" د کمپېن
پاره يو ستر چلنج د طالبانو تشدد او جنګونه دي، او همدا خلک له رایه ورکولو څخه منع کوي." مستقل مبصرین وايي د
کندهار له ۱۷ ولسوالیو څخه په دریو ولسوالیو کي د انتخاباتو لپاره په کافی اندازه امنیتی شرایط برابر
ندي. په ټول هېواد کي به د رایه اچولو له ۷۰۰۰ مرکزونو څخه په ۷۰۰ کي رایه ور نه کړه سي.
د
ګارډین ورځپاڼه وايي ښاغلي احمد ولي کرزی د طالبانو له محلي قومندانانو څخه غواړی چي د ملاعمر امر عملي نه
کړی او خلکو ته اجازه ورکړي چي رایه ورکړي. هغه پخپلو خبرو کي د ډاکټر عبدالله د بري ډار خوروي.
ډاکټر عبدالله تیره اونۍ کندهار ته د کمپېن په مقصد ورغلی وو. د ډاکټر عبدالله کمپېن ته ۱۵۰۰ تنه ورغلی
ول او ټولو ویناوالو هڅه کوله چي هغه د جنوب بڅی وبولي. ډاکټر عبدالله په کندهار کي زېږېدلی دی، خو کم وخت
هلته اوسېدلی دی. یو وینا وال چي په چکچکو بدرګه کېده وویل، " په بحراني شرایطو کي تل یوه کندهاری مشر زم
وږ مشري کړې ده، اوس يو ځل بیا یو بل کندهاری راغلی دی، او هغه غواړي چي په هېواد کي سوله او ثبات ټینګ
کړي."
امنیتی ماهران وايي د کندهار په هره ساحه کي طالبان نفوذ او محسوس حضور لري، او ورو ورو د ګرده ښار
کنټرول تر لاسه کوي. په ښار کي دلته او هلته او کله نا کله يو ټانک یا پوځي کاروان تېرسي، خو په عمومي توګه
عسکر او پولیس چندان نه ښکاري او ټول خارجي او داخلي عسکر او مامورین په خپلو مستحکمو او جنګي کلاوو کي
خزه دي. د ښار په اسمان کي غټ بالون چي کامرې پکښې نصبي دي ګرځي را ګرځي.
د کندهار د ولایت شورا غړی ح
اجی احسان په انتخاباتو کي د خلکو د پراخ ګډون په اړه چندان خوشبین ندی. هغه وايي که چیري طا
بان د انتخاباتو په ارتباط ژر تر ژره خپله پالیسي بدله نکړي، ډېر کم خلک به برخه پکښې واخلي.
ګا
ډین ادامه ورکوي او لیکي له یوې خوا د طالبانو تهدید او د بلي خوا له انتخاباتو سره د خلکو بیکاټ به د حامد
کرزي انتخاباتي مشېن دېته اړ باسي چي په پېخر ټګي برګي او تقلب وکړي. همدا اوس په کندهار کي د ښځو په نامه بې
ماره کارډونه وېشل کېږي. په اکثرو ځایونو کي نارنيو د ښخو لپاره کارډونه اخیستي دي او محلي دودونه او د
امنیت نشته والی د ښځو د نه راایستلو پلمه کوي. یوه تحقیقاتي موسسه وايي څه د پاسه درې میلونه
اجستر سوي رایه ورکونکي اصلا سته نه. په زرهاوو د راجستر کارډونه له هغو خلکو څخه پیسو اخیستل سوي
دي.
د انتخاباتو په ورځ به امنیت ډېر حیاتی رول ولري، ځکه حتی که چیري په ځینو ځایونو کي د رایه اچولو
مرکزونه پرانیستل هم سي، ښايي خلک د ورتګ جرات ونه کړي. څو میاشتي کېږي چي امریکايي مامورین د انتخاباتو د
شفافیت او ازادۍ په هلکه د عامه خلکو توقعات راکښته کوي. یو خارجي ماهر وايي، "په هروانتخاباتو کي څه ت
لب او درغلي خامخا وي، خو خبره دا ده چي څونه؟"
ګارډين لیکي بده به داوي چي دلته هم د ایران غوندي په
زرهاوو افغانان کوڅو او بازارونوته راووځي اود غلا سوي انتخاباتو پر ضد شعارونه ور کړي.
تېره اونۍ یو ښک
ی ماښام حاجي احسان په خپل باغ کي د کندهار د شپې یخ شمال ته ناست وو. هغه اټکل کاوه چي قومي او سیمه ایز م
سایل به پر نورو وفاداریو غالبه وکړي. هغه غواړي چي حامد کرزي ته رایه ورکړي. مګر هغه په افسوس وویل،
"که رشتیا ووایم، زما رمضان بشردوست خوښېږي. هغه فاسد ندی، او لاسونه يې په وینو ندي لړلي. هغه ښه او سا
م حکومت غواړي، او کله چي د پلان وزیر وو په صداقت او ایماندارۍ يې خدمت کاوه. مګر هغه هزاره دی او
افغانستان یوه قومي ټولنه ده. هغه خوار هیڅ چانس نلري."
د حاجی احسان څرګندوني به د حامد کرزي
پاره ډېري خوندوري او خوږې نه وي، خو په موجوده حالاتو کي همدا زړه نا زړه پلویان هم غنیمت دي.
ب
خوا، د اسوشیټیډ پریس مشهوره ژورنالیسټه او لیکواله، کتي ګنان، د اګسټ پر ۱۵ له کندهاره پخپل جا
ب رپوټ کي لیکي پنځه کاله پخوا ۳۰ کلن عنایت الله خان حامد کرزي ته نه یوازي رایه ورکړه بلکي د هغه لپاره
کمپېن لا هم کاوه. مګر اوس وايي ګردسره په انتخاباتو کي برخه نه اخلي. "زه اوس پوهه سوم چي یوه کمزو
ي او فاسد حکومت د طالبانو د بیا راتګ لاره اواره کړه. زه به رایه ور نه کړم. چا ته رایه ورکړم؟
ټول حکومت اداری فساد په سر اخیستی دی. یو هم پاک او سالم ندی."
د انتخاباتو د مشروعیت لپاره د جنوب د
خلکو ګډون حیاتی اهمیت لري. حامد کرزی مجبوره دی چی دلته ډېري رايي وګټي. دا پښتني ناکراره سیمي
دي.
خو مشکل دا دی چي هیچا ته معلومه نده چي په جنوب کي به څونه خلک رایه ورکړي. ددې منطقو خلک د ح
امد کرزي حکومت فاسد او کمزوری ګڼي او په زیاتېدونکې توګه له طالبانو سره ملګري کېږي. طالبان هم درګ
ده د انتخاباتو پر خلاف اعلامیې صادروي.
عنایت الله خان د موسی کلا دی او وايي طالبان ځکه غښتلی
دی چي په سیمه کي د عادي خلکو د ژواندنه د ښه کولو لپاره هیڅ ندي سوي. افغانستان په نړۍ کي تر ټولو غ
یب هېواد دی. هغه زیاتوي، "د بین المللي ټولني پیسې د حکومت په جېب کي ورکېږي. اوس زه ویلای سم چي ۹۵ فیصده
خلک د طالبانو پلویان دي." عنایت الله خان چي خپل غوږ ګروي وايي طالبان تهدیدکوي چي د رایه ورکونو
نګه ګوتي او غوږونه او پزي به پرې کړي.
ځايي اوسېدونکي وايي طالبان په کلیو او ښارګوټو کي شبنامې
خپوروي او خلک په انتخاباتو کي نه ګډون ته وربلي. هغوی د حامد کرزي حکومت د امریکا ګوډاګی ګڼي، او ړنګولو
ته یې ملاتړلې ده. په جنوب کي د حکومت کنټرول نسته، او د انتخاباتو امنیت نه سی ساتلای. د جنوب په
پنځو ولایتونو کي په زیاتره ولسوالیو کي طالبان پوره تسلط لري.
د سیمي د پولیسو مشر، جنرال غلام
علي وحدت، ژمنه کوي چي په کندهار، هلمند، نېمروز، روزګان، او زابل کي به د هغه پولیس د ۶۲۶ رایه اچولو م
کزونو امنیت وساتي. مګر کله چي بحث د طالبانو او پولیسو د وسلو د مقايسې په باره کي کېږي، د جنرال صاحب ج
ات لړزان او رنګ پیکه کېږي. هغه په کندهار کي پخپل مستحکم او کلابند دفتر کي چي شاوخوا اغزن سیمونه،
سیمټي دیوالونه، پیره داران، او دوه درې ځایه ځنځرونه او تلاښۍ پر را ګرځېدلي دي وايي، "موږ یوازي
اې کې – ۴۷ توپکان لرو او مهمات مو هم لږ دي. خو طالبان نوي وسلې او په کافي اندازه مهمات هم لري.
صاحبه، موږ حتی کافي مرمۍ هم نلرو."
په کندهار کي د انتخاباتو د کمیسیون افسر، محمد قاهر واصفي
وايي د کندهار د غورک او میانشین په ولسوالیو کي طالبان مطلق تسلط لری او هلته انتخابات ناممکن دي.
خو
ښاغلي احمدولي کرزی چي په کندهار او جنوب کي خپل ورور ته کمپېن کوي وايي ۶۰ فیصده خلک به په
انتخاباتو برخه واخلي. ښاغلي احمد ولي کرزی چي پخپلي جنګي کلا کي د محافظین په مینځ کي ناست دی وايي،" دا ا
وپا نده چي يوه پېښه وسي او هر څوک په منډه منډه وتښتي او په کورونو کي پټ سي. دلته ستره ځانمرګي حمله
وسي، خو نیم ساعته وروسته هر سړی بېرته په بازار کي پخپل عادي ژوند لګیاوي."
حاجی همایون سلیم
انخیل چي په جنوب کي يې قوم زیات قوت لري وايي رایه به ور نه کړي. هغه دا فیصله د طالبانو دتهدید په خاطر
نده کړې. "زه له طالبانو څخه نه ډارېږم. زه له حکومت څخه خوابدی او خپه یم. حکومت ته په میلیارډو ډالره پ
اس ورغلل، خو هغوی تر اوسه پوري کندهار ته برق ندی راوستی." هغه شاوخوا وکتل او وې ویل، "ګرده قومي مشران
په قهر او غوسه دي."