مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زور ځواکۍ د افغانستان ټاکني تر خپل څپې لاندي راوستي

محمد سرور وکیلي

د الماني   (ZDF) د خپروني د متن څخه مهم ټکي را ژباړه سوي :

چې څومره افغانان به ټاکنو ته تللي وي دا هم څرګنده نه ده !
د پنج شنبې په ورځ چې دټاکنو مرکزونه وتړل سوه ، ولسمشر حامد کرزي  وویل : افغانان باوجود دتهدیدونو  ټاکنو ته لاړل . او د ناتو (NATO) جنرال سکرتر  اندرس فوګ راسموسن (Anders Fogh Rasmussen) د ټاکني بهیر ئي په زړه پوري و باله  .  د ټاکنو کمیسون  د پنج شنبي د ورځي ټاکني ئي تر ورسته تر غرمي بې ستونځو و بللې  (الحمدالله) . د ټاکنو د کمیسون مشر عزیزالله لودین  وویل  چې په ټول هېواد کي خلک ټاکنو لپاره پر سړکانو تله .

ایا طالبان خپل موخي ته ورسېدل؟ 
سره له دې هم له ډېرو ولایتو څخه د یرغلو او نښتو خبر رسېدلی دی . څرګندووني ښیي، چې د مړو شمېره د ۲۶ او ۵۰ ترمنځه رسي . ځیني ټاکنيز مرکزونه د نا امني له مخي تړلي پاته سوي .  دا خبره د ټاکنو د دفتر مشر لودین وکړه . په شمال کي د بغلان په ولایت کي مخالیفونو پر ټاکنیزو مرکزونو یرغل وکړ، چې د موقت لپاره  تړلي پاته سوه . په پایله  کي ډېر مخالیفین مړه سوه .  د (ZDF) له خولي چې د الماني سرتیرو په دغه پېښه کي ونډه نه لرله .

د اولي ګاک  (Uli Gack) خبرنګار له نظره : طالبانو په شمال کي خپلي موخي ته ورسېدل . د ده له انډوله داسي څرګندیږي ، چې په کندوز کي پنځه په سلو کي د ټاکنو رښت لرونکي به د ټاکنو مرکزو ته ورغلي وي .  په شرق او په جنوب کي چې ناارامه منطقې دي د یرغلونو او تاو ترخوالي خبر ورکړه سوی دی . د ټاکنو پرمهال یرغلونه، چاودني او د راکېټونو پیرونه سوي ، د مرګ ژوبلي خبر نه دی راغلی .  طالبانو خبر ورکړ ، چې پر ۱۶ ټاکنیزمرکزونو ئي  یرغلونه کړي .خود دغه خبر پخلی  نه دی سوی .  (۲۸۰۰۰۰)داخلي او بهرني سرتیرو د امنیت لپاره د( ۶۷۰۰) ټاکنیز مرکزونو د ساتلو لپاره  بوخت وه .  طالبانو د ټاکنو بایکاټ اعلان کړی وو او ویلي ئي وه، چې یړغل به پرې وکړي .

د ټاکنو پایله پر  ۱۷مه د سبتمبر ځرګندیږي .

د ولایتي جرګې او د ولمشرۍ د ټاکنو لپاره  ۱۷ ملیونه افغانان و ټاکنو ته رابلل سوي وه .  وروسته د طالبانو د ځواک د را پرځولو څخه دا دویم ځل ټاکنه ده، چې په اوسنۍ ټاکنو کي د خلکو خوښ اوسنی ولسمشر حامد کرزی دی . خو کېداسي، چې د ده رقیب پخوانی د بهرنیو چارو وزیر عبداله دي  دی د دویم ځل ټاکنولپا ره مجبور کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery