مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

گارډین :د اجراﺌـیوي ادارې مشر

ژباړه : رحمت آریا


گارډین  ۲۰۰۹ ز کال ، د اگست ۱۹

د اوباما اداره په افغانستان کې د اجراﺌـیوي ادارې د مشر پر ټاکنه خپل دباو ته دوام ورکوي
امریکايي چارواکي وايي چې اشرف غني د دغه دریځ لپاره غوره نوماند دی
مک کریستال  پر نوې ستراتیژۍ کار کوي

ایون مکاسکیل  ، واشنگټن ، څلـنـۍ  ، ۲۰۰۹ ز کال د آگست ۱۹

یو امریکايي چارواکی وايي : اشرف غني په افغانستان کې د اجراﺌـیوي شوری د ادارې لپاره تر ټولو غوره نوماندی دی

انځور :  مسعود حسیني / گیتي
 
په افغانستان کې د سبا ورځې د ټاکنو پایلې چې هرڅه وي ، د اوباما اداره په پام کې لري  د افغان دولت په اډانه د لویدیځې نړۍ په څیر د اجراﺌـیوي شوری د مشر په گومارنه کې خپل دباو ته دوام ورکړي ؛ موخه دا ده چې د هیواد بدترینه اقتصادي فساد ایل او د طالبانو د پرمختگ پر وړاندې د کابل د دولت اغیزې پراخه شي.
په پلان کې په پام کې نیول شوې چې د اجراﺌـیوي ادارې مشر به د ولسمشر ترلاس لاندې کار وکړي ، ځکه ښايي کرزی ټاکنې و گټي او په چارو کې د نوموړي پر نا ډاډمنې وړتیا څوک زړه نه شي تړلای ، د اجراﺌـیوي ادارې مشر به له ولسمشر سره د جگړې د گټلو د اړینو ریفورمونو په پلي کولو لکه د نیشه یي توکو د سوداگرۍ د کرښو په ماتولو کې مرسته وکړي. په واشنگتن کې د کرزي  د عمده سیال ډاکټر عبدالله عبدالله په اړوند ډیره لږه  لیوالتیا لیدل کیږي.
پرون په واشنگتن کې د امریکا یوه رسمي چارواکي وویل د ولسمشرۍ دریم نوماند اشرف غني د اجراﺌـیوي ادارې د مشرتابه د څوکۍ د ډکولو لپاره تر ټولو غوره نومول شوی نوماند دی. غني د ژوند ډیرۍ برخه له افغانستانه دباندې تیره کړې ، هغه په نړیوال بانک کې کار کړی دی ، د ټاکنو سروې ښیي چې نوموړی د ولسمشرۍ د څوکۍ د گټلو لږ چانس لري.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانگړي استازي ریچارډ هالبروک او سفیر کارل ایکنبري په گډون ، ډاکټر اشرف غني احمدزی د امریکايي چارواکو د خبرو اترو په منځټکي کې  تر ټولو غوره شخصیت بلل شوی ، خو له دې سره سره ډاکټر غني له دغې لړۍ څخه انکار کړی او ټینگار کوي چې دغه وړاندیز یې نه دی منلی. 
ډاکټر اشرف غني احمدزي د روانې اونۍ په پیل کې وویل : " ما ته څو څو ځله راغلل ، وړاندیز لاتر اوسه د ټغر پر سر پروت دی. ما نه دی منلی."
داسې ښکاري چې کرزي ته نیږدې کړیو هم اشرف غني احمدزي ته دغه وړاندېز ، وړاندې کړی وي ، خو د کرزي او واشنگټن ترمنځ اړیکي ډیرې ټیټې کچې ته رسیدلي دي ، ځکه واشنگتن ډاډ نه لري چې کرزی به خپلې کړې ژمنې تر سره کړې او باور نه لري چې کرزی به اشرف غني د اجراﺌـیوي ادارې د مشر په توگه و نوموي. د واشنگټن چارواکي ویره لري چې ښايي کرزي د اشرف غني په گډون د اجراﺌـیوي ادارې د مشرتابه د څوکې ژمنې له څو تنو نورو سره هم کړې وي.
گارډین د سږکال په لومړیو کې ویلي ول چې د اوباما ادارې کرزی تر کلک دباو لاندې نیولی ترڅود اجراﺌـیوي ادارې د مشرتابه څوکۍ رامنځته کړي . د اجراﺌـیوي ادارې د مشر دنده دا ده چې د کابل دولت په یوه اغیزمن دولت واړوي ، ددولت اغیزې په لیرې پرتو ولایتونو کې خپرې کړي ، د دولت او نیشه یي توکو د سوداگرو ترمنځ شکمنې اړیکې پای ته ورسوي.
د سږکال په لومړیو کې اوباما د امریکا د پالیسو منځټکی له عراقه د افغانستان پر حالاتو رانیغ کړ او د افغانستان لپاره یې نوۍ ستراتیژۍ رامنځته کړه لکه د امریکا د سرتیرو د شمیرې ډیرول ، د افغانستان د وسلوال ځواک او پولیسو د جوړښت پراخول ، پر اقتصاد او پرمختگ لا ټینگار ، د پاکستان په کرښو کې د ټینگښت رامنځته کول ، د اسامه بن لاندې او د القاعدي د نورو مشرانو په نیولو کې د هلو ځلو پراخول.
په دړې وړې هیواد کې د کاري ستونزو او د کابل د دولت د همکارۍ له لږوالي څخه د شکایتونو د کچې په پام کې لرلو په واشنگټن ، کابل او اسلام آباد کې امریکایي چارواکي ددغې ستراتیژۍ د پلي کولو پر څرنگوالي کارکوي.
واشنگټن ، کرزی له سیاستوالو سره د یوه ښه دلال په توگه پیژني خو په اداري چارو کې ورته د یوه بې وسه واکول په سترگه گوري ، د ولسمشرۍ د ټاکنو په دغو حساسو شېبو کې امریکايي چارواکو په خولو کې نېني اچولې او ددې لپاره چې د ټاکنو لړۍ له خنډونه سره مخامخ نه کړي پر کرزي یې له گوتنیونو څخه ځان لیرې ساتي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوي بولندوي جنرال ستانلي مک کریستال د جنرال دیوید مک کرینان ځای د مې په مېاشت کې ناڅاپه ونیو ، نوموړي دنده درلوده چې په څو راتلونکو اونیو کې ولسمشر اوباما ته د یاغیانو په وړاندې د ستراتیژۍ په اړوند ، خپله ارزونه ولیږي.
د ستانلي ارزونه کټ مټ د مک کرینان ارزونې ته ورته وه چې منځټکی یې د افغانستان د وسلوال ځواک او پولیسو د بیړنۍ روزنې پر ټینگار او د اقتصادي او پرمختیايي چارو د چټکوالي پر چورلیځ را چورلیږي.
مک کریستال لا مخکې په نوموړې ستراتیژۍ کې یو بدلون راوستی دی ، هغه امر کړی که هوايي ځواکونه پر یوې سیمې کې شک وکړي چې هلته ملکي وگړي ژوندی کوي نو سیمه دې نه بمباردوي. نوموموړی غواړی د امریکا د وسلوال ځواک او افغان ولسي وگړو ترمنځ اړیکو ته پرمختیا او وده ورکړي.
د گزارشونو پربنسټ مک کریستال د امریکايي سرتیرو د شمیرې زیاتولو ته لیواله وو خو له دې چې د سرتیرو زیاتول سیاسي رنگ اخیستی ښايي نوموړی د سرتیرو د ډیریدلو پرضد پریکړه وکړي ځکه د امریکايي سرتیرو د وژل کیدا د شمیرې په لوړیدا د کانگرس او امریکا د ولس په منځ کې له جگړې څخه د ملاتړ کچه مخ په لږیدو ده .
د سږکال په لومړیو کې اوباما پریکړه کړې وه چې افغانستان ته نور ۱۷۰۰۰ تنه امریکايی سرتیري ولیږي.
د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیم جونز په یوې ټلویزیوني مرکې کې د سرتیرو د شمیرې د ډیرولو د غندلو په لړ کې وویل چې جنرال په ټولیز ډول د سرتیرو د شمیرې " زیاتول نه دي غندلي. "
اخځ :

http://www.guardian.co.uk/world/2009/aug/19/obama-chief-executive-afghanistan

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery