مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-26   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

فایننشل ټایمز: د ټاکنو پایلې او د ناټو سرتیري

فایننشل ټایمز:  د ټاکنو پایلې  او د ناټو سرتیري

ژباړه او ترتیب: میرویس  جلالزی


د فایننشل ټایمز ټایمز  ورځپاڼې په خپله  ننۍ  ګڼه کې په افغانستان کې د تیرې پنجشنبې  د  ورځي  د انتخاباتو په اړه  یوه مقاله خپره  کړي ده.

د  دغې مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د یو شمیر  کاندیدانو په اړه داسي  ادعاګاني موجودي دي چې د  رایو ګڼ شمیر صندوقونه یې په ناقانونه توګه په رایو ډک کړي دي.

فایننشل ټایمز لیکي چې درغلي او نورې ستونزي هغه څه دي چې د انتخاباتو مشروعیت یې ترپوښتنې لاندي راوستی  او د  کور دننه او له افغانستان څخه بهر ګڼ شمیر افغانان او نور نړیوال اوس د  انتخاباتو د مشروعیت او شفافیت په  اړه شکونه لري او وایې  چې په ریښتیا هم په  انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلۍ تر سره شوي دي.

په مقاله کې  راغلي  چې دغه درغلۍ د انتخاباتو د بي اعتباره کولو لامل ګرځي چې دغه کار به د امریکې هغه ستراتیژي له ستونزو سره مخ کړي چې بارک اوبهاما یې  د پلي کولو په لټه کې دی.

فایننشل ټایمز لیکي، که چیرته نړیواله ټولنه د شویو درغلیو په وجود کې د ټاکنو پایلي ومني نو دا کار به په افغانستان کې د هغو هیوادونو د سرتیرو د ماموریت په اړه جدي ستونزي رامینځ  ته کړي چې دمګړۍ د ناټو تر قوماندې لاندي کار کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه که چیرته نړیوال د افغانستان انتخابات شفاف وګڼی او پایلې یې مشروع اعلام کړي نو په دغه کار سره به د هغو هیوادونو په دننه کې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د را ایستلو غوښتنې زور واخلي چې دمګړۍ یې بچیان د ناټو تر قوماندې  لاندې د طالبانو پر وړاندي جنګیږي.

فایننشل ټایمز لیکي چې ولسې غربیان به وایې چې که چیرته د  افغانستان انتخاباتو شفاف تر سره شوي وای نو ولي یې ناظرینو په اړه نیوکي کولي او که چیرته د افغانستان په انتخاباتو کې درغلي شوي وي نو ولي یې غربي ناظرین پایلې د منلو وړ بولي.

ورځپاڼه د درغلیو د شتون په صورت کې د افغانستان د انتخاباتو د پایلو منل په خپله په افغانستان کې هم د ناټو سرتیرو ته ځيان رسونکي مسله  په ګوتو کوي.

فایننشل ټایمز لیکي چې که چیرته د شویو درغلیو سره سره  غربیان د افغانستان د انتخاباتو پایلې مشروع وګڼي نو دافغانستان په دننه کې به هم د ناټو ځواکونو پر وړاندي د مقاومتونو لړۍ زور واخلي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery