مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-01   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

سنډي ټایمز: د طالبانو نوې وسله، د پیلوټانو ویره

سنډي ټایمز: د  طالبانو نوې وسله، د پیلوټانو ویره

سرچینه: سنډي ټایمز بریټانوۍ ورځپاڼه
By Vincent Moss 30/08/2009

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د سنډې  ټایمز بریټانوۍ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې  د (( نويوتوغندي په افغانستان کې د چورلکو پیلوتانو ته ویره زیږولي)) تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي او د هغې په یوه برخه کې راغلي.


د  افغانستان په جنوب کې غربي پوځي قوماندانان  د طالبانو لاس  ته د الوتکو ضد توغندیو د لویدو په اړه  شدیده اندیښنه لري.

په دې ډله کې په جنوبي افغانستان کې  د  مستقرو بریټانیې پوځي قوماندانانو ویره هم را څرګنده شوي ده.
د بریټانیا پوځ وایې چې دوي د خپلو هغو چورلکو او پکې د سپرو عسکرو په اړه ویره لري چې د هلمند په مربوطاتو کې  ناسته پاسته  کوي دا ځکه چې داسي رپوټونه شته چې طالبانو د چورلکو ضد له ځمکي څخه هوا ته ویشتونکي  توغندي تر لاسه کړي دي.

په هلمند کې میشتې بریټانوي پوځيان په داسي حال کې د طالبانو لاس ته د الوتکې ضد وسلو له لویدو ویره څرګندوي چې د بریټانیې دفاع وزارت پلان لري چې په دغه ولایت کې د خپلو سرتیرو د تلفاتو د شمیر د را ټیټولو لپاره اضافي چورلکې  افغانستان  ته را ولیږي.

یوه عالي رتبه بریټانوي پوځي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سنډي ټایمز ته وویل چې که چیرته په یقین هم  دغه ډول وسلې  طالبانو تر لاسه کړي وي نو دا به  په عمل کې هر  څه بدل کړي.

دغې سرچینې وویل چې زمونږ  دښمن تر اوسه پوري یوازي راکټ لانچر، پیکاماشیندار، کلاشینکوف او د واټ د غاړې ماینونه لري خوکه د الوتکو ضد توغندي تر لاسه کړي د بریټانوي سرتیرو ماموریت به له جدي خطر سره مخامخ کړي.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې د بریټانوي قوماندانانو دغه اندیښنه په داسي حال کې د مطبوعاتو لاس ته ورځي چې وړمه  ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یوه بریټانوۍ شینوک چورلکه له  ناڅاپې ناستې سره  مخ شوه او اور یې واخیست.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery