مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

CTV : د افغانستان حالات خطرناک خو ګټندوی دي

ژباړن : نثار احمد صمد

منبع : « سی ټی وی » خبری څانګه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۸/۳۱

د افغانستان د روانی جګړې په اړه نوې عالی ارزوَنه وایی چی حالات « خطرناک » دي خو « ګټندوی » دي .
په افغانستان کی د امریکایی او ناټویی ځواکونو لوی قوماندان امریکایی جنرال سټینلی مک کریسټل پر تیرو دوو میاشتو باندی خپله ستراتیژیکی کتنه سرته ورسوله .
په هغه اعلامیه کی چی ناټو په دوشنبه خپره کړه ، ویل سوي چی د ده دا راپور پنتاګون او د ناټو قوماندانۍ ته لیږل کېدونکی دی .

مک کریسټل د راپورونو له مخی ویلی چی « حالات په افغانستان کی ګواښمن دي ، خو برﺉ تر لاسه کېدونکی دی او یوه اصلاحی ستراتیژی ، تعهد او تصمیم او د هڅو د ډیرښت یو موټی والی غواړی . »
په دې اعلامیه کی ناټو ویلی چی د کریسټل په ارزونه کی د نورو پوځونو غوښتنه شامله نه ده یعنی هغه مسأله چی په بېل ډول به بحث ورباندی کیږی .
د دې راپور نور ډیر جزییات به په دوشنبه خپاره سی ، خو تمه کیږی چی د افغانستان لپاره به یوه بشپړ نوې سوې ستراتیژی غوره کیږی .

مک کریسټل چی ۱۰۰۰۰۰ پوځیان قومانده کوی ، په جون کی د ولسمشر بارک اوباما لخوا د دې مأموریت لپاره غوره سو . نوموړﺉ د هغه راهیسی چی د دې لوړ مقام لپاره نوموَل سوی ، پر همدې ارزونه کار کوی .

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس ځکه د دې ارزونی هدایت ورکړی چی د طالبانو د حملو او د امریکایی پوځیانو د ډېرښت په څپو کی د افغانستان پر امنیتی حالاتو غېږ راوګرځوی . په اګسټ کی هلته د امریکایی پوځیانو تلفات د دې اته کلن جنګ لوړ ترین حد یعنی ۴۷ کسو ته رسیدلي دي .

د ناټو دا وینا چی په دوشنبه خپره سوې ، وایی چی د مک کریسټل ارزونه په دې خاطر ده چی د اوباما اهداف تر لاسه کړی چی هماغه د جنګیالیو د « توانایی او تکل » لږول او هم د افغانستان د پوځ او حکومت د  ودې او پرمختګ ملاتړ دی .

دا راپور پر داسی یو مهال  خپریږی چی افغان او ناټویی هېوادونه د افغانستان د هغو انتخاباتو نتیجې ته یورنګه اندېښنه لری چی د اګسټ پر شلمه وسول .
تر اوسه خو فعلی ولسمشر حامد کرزی تر نورو مخته دی خو د خپل عمده سیال یعنی عبدالله عبدالله څخه دومره ډیر هم وړاندی نه دی چی قاطعیت دې ولری .

د فساد او رایو د تقلب په هکله خورا زیاتو تهمتونو دغه انتخابات بدرنګه او تاوانی کړي دي .
یو مثال یی دا دی چی یوې امریکایی هلیکوپتر چی د رایو څخه ډک بکسونه یې انتقالول ، هغه یې تصادفأ د هېواد په یوه غرنۍ سیمه کی وغورځول . پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery