سرچینه: مک لچې امریکایۍ مجله
رپوټ ورکونکې: نانسي یوسف
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دا وړاندویني چې ګواکي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټال به له پنټاګون څخه د افغانستان د جګړې لپاره د ۴۵۰۰۰ اضافي سرتیرو د استولو غوښتنه وکړي د اوبهاما د ادارې د چارواکو تر مینځ شخړو ته لمن وهي.
د دوشنبې په ورځ جنرال کرسټال د افغانستان د حالاتو په باب د خپلې اریابۍ پایلې د امریکې دفاع وزارت ته په یوه رپوټ کې واستولي.
د دغه رپوټ یوه یوه کاپي د ناټو عمومي قوماندانۍ او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ته هم استول شوي دي.
که څه هم د امریکا په دفاع وزارت کې یوه عالي رتبه نظامي دخپل نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي چې په دغه تحقیقي ګزارش کې له څیړنو وروسته جنرال کرسټال افغانستان ته داضافي سرتیرو د استولو د غوښتني تذکر نه دی کړی خو تمه ده چې ښاغلي کرسټال به د را رواني سپټمبر میاشتې په وروستیو کې له دفاع وزارت څخه د ۲۱۰۰۰ څخه نیولي بیا تر ۴۵۰۰۰ پوري نور سرتیري وغواړي.
دمګړۍ په افغانستان کې ۶۲۰۰۰ امریکايي سرتیري ځای پر ځای دي.
ډیری امریکایان په افغانستان کې د خپلو سرتیرو ماموریت په داسي حال کې چې نا امني ورځ تر بلي پراخیږي او امریکايي تلفات هم لوړیږي بي ګټي بولي او د افغانستان جګړه په دومره لویه بیه نه اخلي.
ستونزمنه جګړه، بودجوې نیمګړتیاوي او مالي بحران هغه مسلې دي چې د امریکې د مرستیال ولسمشر جوبایډن پر وینا په پام کې نیولو سره به یې عام امریکایان څرنګه افغانستان ته د نورو سرتیرو استول ته زړه ښه کړي.
د امریکې دغه پوځي مقام چې خپل نوم یې پټ ساتلی مک لچې مجلې ته وویل: (( د امریکې مرستیال ولسمشر جوبایډن اوس دې ته اړ ایستل شوی چې د امریکایې ولس له خوښې او ملاتړ پرته د امریکې دولت نه شي کولای د افغانستان له اوږد مهالي ثبات او په دغه هیواد کې د طالبانو او القاعدې د له مینځه وړلو لپاره نوي ژمني وکړي)).
دغه چارواکي ویلي چې د اوبهاما اداره به د بوش د ادارې په څیر دغې جګړې ته ژمنه و نه اوسیږي دا ځکه چې د بوش او اوبهاما ادارې یو له بل څخه توپیر لري.
په افغانستان کې دامریکايي قوماندان جنرال مک کرستال د سلاکارانو پر وینا، د جنرال کرستال په ارزونکي رپوټ کې د سرتیرو په اړه ځيني سپارښتنې شوي دي خو سیاسي اندیښنو سپینه ماڼۍ دې ته اړ ایستلي ده چې د دغو سپارښتنو په اړه وروسته او په دقت غور وکړي .
دغو چارواکو ویلي چې اوس د سپینې ماڼۍ مشران په دې خبره د ځان پوهول غواړي چې په افغانستان کې څومره نورو سرتیرو ته اړتیا ده او د څومره وخت لپاره.
د سپیني ماڼۍ یو شمیر چارواکي وایې، د اوبهاما اداره د روان کال په سر کې افغانستان ته د ۱۷۵۰۰ سرتیرو او ۴۰۰۰ پوځي روزونکو د استول په خاطر د جګړې د لومړۍ کرښې د قوماندانانو له خوا تر سرخت فشار لاندي وه او دا کار کوم شوقي تکتیک نه وو.
اوبهاما اوس داسي احساس کوي چې جنرال مک کرستال او د امریکې د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال دیوید پتریوس نوموړی دې ته اړ باسي چې د افغانستان جګړې ته نور سرتیري هم واستوي.
تیره میاشت د امریکې د ولسمشر امنیتي سلاکار، متقاعد جنرال جیمزجونز له جنرال کرسټال سره د لیدو پر مهال هغه ته ویلي وو چې د افغانستان د جګړې لپاره باید نور سرتیري و نه غواړي خو جنرال کرسټال له دغې لیدنې څو ورځي وروسته مک لچې مجلې ته په مرکه کې وویل چې دی د افغان ماموریت لپاره نورو سرتیرو ته هم اړتیا لري.
د سپیني ماڼۍ ویاند بریان وایت من وایې چې د جنرال مک کرستال د هغه رپوټ جزیات به ژر په ډاګه نه شي چې د دوشنبې په ورځ پنټاګون ته سپارل شوی خوسیاسي کارپوهان دغه ارزونکي رپوټ ته د سیاست د تاوده کچالو نوم ورکوي.
د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو ویاند وایې چې دغه رپوټ په لسو مخونو کې ځای کړای شوی او ډیرې سختې جملې پکې کارول شوي دي.
پوځي سرچینې وایې چې د جنرال کرستال په دغه رپوټ کې چې د افغانستان د حالاتو ارزونه پکې شوي اوپه تازګۍ پنټاګون او د ناټو قوماندانۍ ته سپارل شوی د افغانستان حالات ډیر کړکیچن ښودل شوي او د لنډ مهال لپاره د افغان ځواکونو د شمیر زیاتوالی په هغه پیمانه چې د طالبانو د مقابلې لپاره کافي وي ناممکن ښیې او وړاندیز کوي چې باید سمدستي پوځي روزونکي ډیر کړای شي.
مننه:
د مکلچې مجلې له خبریالې نانسي یوسف څخه په ډیره مننې سره چې دغه رپوټ یې پر وخت د بینوا ویب پاڼي همکار ته په کابل کې وسپارل .
اداره