مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-08   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

لوفیغارو: کرزی وایې امریکا ده ته تاوان رسوي

سرچینه: د فرانسي لوفیغارو ورځپاڼه

ترتیب: نتکۍ

افغان ولسمشر حامد کرزي د لوفیغارو فرانسوۍ ورځپاڼه سره  په یوه مرکه کې چې په کابل کې  ترتیب شوي د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات ورکړي او په ټوله کې  فرانسوي خبریال له ښاغلي کرزي څخه د تیرو انتخاباتوپه اړه پوښتې  کړي دي.

په هغه مرکه کې چې هغه د فرانسی د ېوې ورځپاڼی  لې فېغارو سره کړی او ددوشنبی په ورځ چاپ شوې ده، ښاغلی کرزي ووېل دامرېکا متحده اېالات په پټه توگه د  فرېب له تاکتېکونو نه کار اخلی چې ده ته تاوان ورسوی.

 
 ښاغلی کرزی ووېل چې د تېرې مېاشتی په انتخاباتوکې ښاېې د تقلب اودرغلی څه پېښی شوي وي خو هغه ووېل چې په ېوه نوی تخلېق شوی دېموکراسی کې داشېان پېښېږی او هغه ېې بي اهمېته وگڼل. 

 
د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي واېې دی په دې عقېده دی چې د امرېکا متحده اېالات دده کورنۍ او سېاسی متحدېن ددې لپاره غندي چې دده موقف ته تاوان ورسوی.

هغه ووېل چې دی په دې عقېده دی چې دامرېکا تازه انتقاد دده د انتخاباتی مرستېال محمد قسېم فهېم په باب په حقېقت کې ده ته متوجه و. 

هغه دا هم ووېل چې هغه اتهامات چې واېې دده ورور په اداری فساد اخته دی هغه بې بنېاده دی. 

ښاغلی کرزی ووېل چې د تېرې مېاشتی په انتخاباتوکې ښاېې د تقلب اودرغلی څه پېښی شوی وی خو هغه ووېل چې په ېوه نوی تخلېق شوی دېموکراسی کې داشېان پېښېږی او هغه ېې بې اهمېته وگڼل.

د دوشنبی په ورځ دوخته دامرېکا په ېوه معتبره ورځپاڼه کې په راېو کې د پرېمانه  درغلۍ په باب رپوټ کې وېل شوېدی چې په راېو کې ډېره پراخه درغلی  ددې لپاره شوېده  چې دافغانستان له جمهوررئېس حامد کرزی سره مرسته وکړی چې ددوېمی دورې لپاره انتخابات وگټی.
 
دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه ددوشنبی په ورځ دېوه افغان او غربی چارواکېو  له قوله چې نوم ېې نه اخلی واېې چې د ښاغلی کرزی طرفدارانو دراېو اچولو  تقرېبا اته سوه جعلی حوزی جوړی کړی وې چې په سوونو زره جعلی راېې ېې منځته راوړلی. 

نېوېارک ټاېمز لېکی هغه راېې چې د ښاغلی کرزی لپاره شمېرل شوېدی په ځېنی انتخابی حوزو کې ښاېې دهغو شمېر دا صلی راېو ورکوونکېو له شمېر نه لس چنده زېات وي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery