مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-28   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

فرانتیرپوسټ: د قبایلي وسلو زیرمې چیرته دي؟

فرانتیرپوسټ: د قبایلي وسلو زیرمې چیرته دي؟


سرچینه: فرانټیرپوست ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د فرانټیرپوست ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګنه کې د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کې د قبایلي طالبانو د خوځښتونو او  د هغوي د تسلیحاتي زیرمو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

د مطلب  لیکوال  دې خبرې  ته اشاره کوي چې له تیرو شاوخوا اتو کلونو را پدې خوا په دغو سیمو کې د طالبانو خوځښتونه د پخوا په تناسب د پام وړ زیات شوي خو اصلي خبره ده چې هغوي خپلې وسلې او نور جګړیز تجهیزات له کوم ځای څخه اکمالوي.

ورځپاڼه کاږي چې په قبایلي سیمو لکه صوات، منګوره، ډمه ډوله، دیر او بنیر کې له میشتو طالبانو سره ډول ډول وسلې موجودي دي او دا ویره شته چې  هغوي به د الوتکو او ټانک ضد پرمختللي وسلې هم ولري، دا ځکه چې د صوات په جګړه کې طالبانو د پوځ ډیر ټانکونه په نښه کړل او د اردو څو چورلکې  هم نسکورې شوي.

فرانټیرپوست د( ار، پې، جې) د توغندي ویشتونکي دستګاه د مرمیو بیې  ته د بیلګې په توګه اشاره کوي او لیکي چې، د دغه راکټ لانچر یوه مرمۍ په تقریبي توګه په روسیه اوچین کې چې د دغو توغندیو تولیدونکي هیوادونه دي له لسو څخه تر ۱۵ امریکايي ډالرو بیه لري خو دغه ډول  یوه مرمۍ په قبایلي بازارونو کې په یوازي دری او حتی په دوه ډالره چې له  څه کم دوه سوه پاکستانۍ روپیو سره برابریږي، پیدا کیږي.

ورځپاڼه د راکټ لانچر د مرمیو بیې په روسیه او قبایلو کې سره پرتله کوي او وایې  چې  ولي دغه  مرمۍ په دومره کمه بیه دلته په اسانۍ سره پیدا کیږي؟

د مقالې لیکوال لیکي چې په دغو سیمو کې قبایلي جنګیالۍ دمګړۍ د راکټ مرمیو ته شدیده اړتیا لري خو لاهم دغه مرمۍ د وسلو د پلورلو په دوکانونو کې په ټیټه بیه  پیدا کیږي.

فرانټیرپوست د یوه متقاعد پاکستاني جنرال څخه په حواله کاږي چې د افغانستان له هغو ولایتونو څخه قبایلي طالبانو ته وسلې استول کیږي چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.

دغه جنرال په خاصه توګه د کندهار ولایت نوم اخلي.

نوموړي ورځپاڼي ته ویلي چې د کابل  اداره قصداً او په لوی لاس د پاکستان طالبانو ته وسلې او مهمات استوي او له همدې امله دغه په غټه شمیره وسلې او د هغو مرمۍ د قبایلو په وسله پلورنځایونو کې په ټيټه بیه د موندلو وړ دي.

که څه هم د فرانټیرپوست ورځپاڼې د دغې لیکنې  په باب افغان دولت خپل نظر نه دی څرګند کړی خو تر دمخه افغان چارواکو دغه ډول تورونه بي اساسه بللي ول.

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery