مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-04   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ګارډین: افغان ملي پوځ څنګه ملي کیدای شي

ګارډین: افغان ملي پوځ څنګه ملي کیدای  شي


سرچینه: ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼه


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغان ملي اردو په تشکیل کې د ملي یووالي په اړه یوه تفصیلي لیکنه خپره کړي ده.

په لیکنه کې تر ډیره بریده دغې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه شوي چې وایې د افغانستان پوځ څرنګه کیدای شي چې ملي پوځ وي؟

په لیکنه کې راغلي چې اوس افغانان  د خپل ملي اردو پراخ والي او غښتلي کیدو ته په امید دي او د هغوي سترګي په اردو کې  خښې دي.

ګارډین لیکي چې د سرتیرو د شمیرې د زیاتیدو دمخه دا مسله اړینه ده چې سرتیري باید وطن ته د قوم او قبیلې په پرتله وفادار او ژمن وي.

تیره اونۍ د ناټو  عمومي منشي اندرس فوغ راس موسن وویل  چې ناټو به د ماموریت تر پای پوري په افغانستان کې وي خو دا په دې معنی نه ده چې ناټو به د تل لپاره په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

ګارډين لیکي، بهرني سرتیري تر هغه پوري افغانستان نه شي پریښودای تر څو یې افغان ملي پوځیان په پښو نه وي درولي او دغه کار ډير وخت او کافي پیسو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.

ګارډین لیکي چې په افغانستان کې د امریکایې سرتیرو د شمیرې د بدغږې خبر شا ته د افغان اردو د ټیټي وړتیا په اړه هم راپورونه خپریږي.

ورځپاڼي د بریټانوي سناتور کارلیون هغه خبره راخیستي چې وایې مونږ باید په افغانستان کې د افغان ملي اردو د پیاوړي کولو لپاره پوره هڅي وکړو هغه هڅي چې تر اوسه مو یا نه دي کړي او یا هم ډیري ضعیفي تر سره شوي دي.

ګارډين لیکي چې ملي حویت او ملي یو والی  په افغانستان کې هم د کورنیو او هم د بهرنیو ځواکونو د بریالي توب او نه بریالي توب بنسټونه دي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي، په داسي حال کې چې  د افغانستان په تر سره شویو ولسمشریزو انتخاباتو کې  د پراخ تقلب د شتون خبر ورکړ شوی، اوس دا په حامد کرزي پوري اړه لري چې ایا د بریالي توب په صورت کې به وکولای شي چې د  افغانستان په ملي اردو کې ملي یو والی پیاوړی کړي که څنګه .

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery