مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان باندي د امریکایی یرغل اتم کال په روسی مطبوعاتو کي

ترجمه: وحدت الهی پیاوړي

کانال نوم: روسیه

له واشنګټن څخه رپورټ!

نیټه:۲۰۰۹/۱۰/۰۷

 وخت:۸:۰۰

                                        په افغانستان باندي د امریکایی یرغل اتم کال په روسی مطبوعاتو کي!!!

 

اوباما په افغانستان باندی د امریکا له خوا د حملی د اتمی کلیزی پر وخت وایی: ( زه تاسو ته وعده درکوم چه د امریکا په خاوره به نوی حملی نه کیږي، ددغی کلیزي په ترڅ کی او باما یوځل بیا امریکایانو ته ور په یاد کړه چه په افغانستان کي  امریکا په افغانستان کی دد تروریزم د له منځه وړلو په خاطر وجود لری او دوخت اداری وروسته د م ۲۰۰۰ د سپټامبر د یوولسمی له حملی څخه دغه کار وکړ.

امریکایی استخباراتو ډیرژر د حملي اصلی عامل اسامه بن لادن وباله او د طالبانو څخه یی د هغه د ورسپارلو غوښتنه وکړه کومه چه طالبانو رد کړه او په دی سره د افغانستان په اسمان امریکایی بم غورځونکی راښکاره شوي.

له شماله ورسره انتی طالب شمالی ټلواله او له جنوبه بحری پیاده امریکایی قواوي، د یوی نیمي مياشتی په تیریدو سره یی د طالبانو مرکزقندهار هم له طالبانو ونیو. طالبان غرونو ته لاړل او په ۲۰۰۲ کال کی یی د ناټو خلاف چریکی حملی پیل شوي.يو روسي څیړونکي وایی( دی ته په پام سره چه مونږ ورته له مخکي خبر ورکړ امریکایانو او دهغی متحدانو ناټو او داسی نورو ټولو بیا هم نه دا چه هغه ټولی غلطی یی تکرار کړی کومي چه مونږ کړی وی(شوروي اتحاد) بلکی نوری یی پخپله وکړي او په مجموع کی زما په نظرنن امریکایان له خپل هدف څخه لری ځي دکوم په خاطر چه افغانستان ته تللی وه.

څه ته وایی جګړه د افغانستان په غرونو کی؟

ددي پوښتنی جواب د(م،ب) په رپوټ کي کانل سی بي ایس.

ولایت: نورستان د پاکستان سرحد ته څیرمه د تنکيو او ځوانو امریکایی پوځیانو اډه،د تیری یکشنبی په سهار ۴:۰۰بجی د  شاو خوا۲۰۰ طالبانوله خوا چه په اتومات وسلو او راکټو سنبال وه حمله وشوه. دهوا څخه امریکایی چورلکو د امریکایی قواو ملاتړ کاوه د جنګ په ترڅ کی ۸ امریکایی عسکر ووژل شول.

تیره ورځ په هغو رسمي مراسمو کي چه دمړو شوو پوځیانو د اجسادو د سپارلو په وخت کی په امریکا کی تر سره شول دهغوی والدینو ته وویل شول چه ستاسو اولادونه د خپل وطن څخه ددفاع او دامریکایانو د ژوند د ژغورلو  په خاطر په زرګونه کیلومتره لری له امریکا څخه وژل شوي.

له تیر یو کال راهیسی په افغانستان کي حالات نور هم خراب شوی دی ته په پام سره چه اوباما ۲۱۰۰۰نوي عسکر استولي او تلفات په تیرو ۳ میاشتو تر هغه څه زیات دي کوم چه په تیر۸ کلونو کی اوښتي او په پایتخت کابل کي لا دامن احساس نه شی کیدای.

هیلري کلنټن وایی: په دی کی شک نشته چه اور پکي قوی شوي او په غوره ډول سمبال دي خو يو څه مثبت کارونه هم شوی د مثال په ډول مکتبونو ته په ګڼ شمیر ماشومان ځي او بس.

له تیرو اتو کلو راهیسو کومه خاصه سرمایه ګذاري په افغانستان کی نه ده شوي او کرزی هم یوازی مرکز اداره کوي او بس اود محدره توکو په تو لید کوم خاص فرق نه ده راغلی.

روسي څيړونکی وایی : کار نشته خلکو ته بیکاری ډیره شوی او د غربی دیموکراتي عملی کول هلته ډیرمشکل دی او حالات په داخل د افغانستان کي ډیر سخت دی نسبت هغه ته چه واشنګټن یی فکر کوي.  په دغه جګړه لادمخه ۲۲۸ میلیارده ډالر لګیدلي او ۶۰ میلیارده ډالر هم راتلونکی مصرفیږي کال او ددغو پیسو په هکله څوک نه پوهیږي  چه څه شوی خو يوه تری معلومیږي چه طالبان بیا قوي شول او القاعده او نور متحدین یی په کامیابی سره پټیږي او لا هم ژوندي دي. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery