مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تورک ټایم، المان : د پاکستان بالکانیزېشن

ژباړن . سراج الحق ببرک زۍ ځدراڼ

له تورک ټایم الماني ژبي ویبپاڼي څخه
لیکوال    .    شاهد   ر.    صدیقی  ( ۱)  Shahid R. Siddiqi             

 په اسلامې نړۍ کې د سرحدنونو بدلون د امریکا متحده ایالاتو د جغرافیایې ستراتیژۍ یوه برخه ده .
اسلام اباد .  په اسلامې نړۍ کې د  نویو سرحدونو ایستل  همداوس  د امریکې  جیو پولتیک  ستراتیژۍ  اجنډا په سر کې لیکلې شوې ده . دا کړنلاره  د سرحدنو په  بدلولو   دبیلوبیلو  قومونو یا توکمونو ترمنځه  په  نویو کرښو  ایستلو باندې کارکوي .   موخه دا ده ، د عدالت په نامه   د بې حقوقو،محکومو، مظلومو او  زوریدلو مسلمانو  لیږکیو ته دنویو سیاسي واحدنو یا هیوادنو  رامنځته کول  دي . دا د امریکې متحدو ایالاتو  پخوانې حکومت  د جورج بوش  په مشري  دسیاسي فکرونو یوه ثابته او  منلې شوي برخه وه . د  دوی  ځینو  پلانونو اوچارو  لاملو نو ته په کتوسره  دغه مفکره  ثابته جوتیزي . لکه پوځي  ښکیلاګر یرغلونه، په  رژیمونو کې  بدلون را وستل او له همدې  یرغلونوسره یو ځاې  په مشخصو  ولسونو، سیمو کې  تجزیه  او ویش  پیل شوي  دي .
 پاکستان هم   دې سیمو  ته ورګڼل کیږي .

په سیمه کې د جهادي غورڅنګونو  ځواکمنیدل اود دوی   پرمختګ  د امریکې متحده ایالاتو  هژمونیستې سیاست ته یوه ستره نګونه ده .  د نویو ځواکونو مرکزونه  رامنځته کیدل  اود دوی راټوکیدونکې ځواک  دنږدې کیدوسره   ( روسیه ، چین،هند اوایران  . ژباړن )   او  په نږدې راتلونکې کې  د نړیوال اقتصادي بازار  اصلې مرکز اسیا ته   په دلیږ دیدو سره او  د ټولو  توکو  یوځاې  کیدلو سره  امریکایانو خپل  سیاسي اقتصادي ځواک  په  اسیا کې په شدیده ټوګه له لاسه ورکوي . امریکایان مجبور دي  په  خپل نړیوال سیاست او  نړیواله  ستراتیژۍ کې نوي  بدلونه راولې او هغه شونتیاوې ومومې چې د دوی د ځواک ښویدلو مخه ونیسې .
امریکایي ستراتژیستان په دې باور دي ،  چې  په اسلامي نړۍ کې د ملتونو ویشلو او تجزیه  سره د  امریکامتحده ایالات  کولي شي د جهادیستانو بنسټیز ځواک مخه ونېسې اود دوی مالي زیرمي  وچي کړي . دوی غواړي دتیلو شتمني سیمي  لکه کوردستان ، د سعودي  عربستان ختیځ ته سیمي او بلوچیستان  سره بیل کړي . د ګوداکې رژیمومو له خوا یې کنټرول کړي، تر څو  دوی د دغو هیوادنو انرژي لرونکي زیرمي خپلي کړي . نور اسلامې هیوادونه باید هم سره ټوټې ټوټې کړل شي، تر څو دوی  په اسانه سره کنټړل شي . په عراق کې دغه میکانیزم  اوس اوس روان دی .  پر ایران باندې   پوځي یرغل ددوی  د  ورځنېو چارو  سر لیک  جوړوي  .
د امریکې متحده ایالاتو  د ویشلو سیاست  د پاکستان په اړه  د دغې هیواد سیاسي،اقتصادي، غلط منجمنټ ،د قانون او عدالت  تشه، اداري فساد او توکمیزه بیلتون  دسي اې ای یو رپوټ پر بنسټ یو بې ثباته هیواد ګنلې  شوي دی .  دغه لاملونه په پاکستان کې د طالبانیزېشن  سبب ګرځیدلې دي . یو شمیر لامولونه بې له شکه د امریکایانو له خوا رامنځته شوي دي . تر څو دغه لاملونه اسلامي بنسټپال  واک ته ورسوي . له دې سره  به  اسلامي بنسټپال  د اټومي یا نوکلیار وسلو واک او کنټرول  تر لاسه کړي  . دا به اسرائیل  ته د یوه ویره ونکې  خوب سناریو وي .  له همدې تګلارې پر بنسټ  موخه به دا وي  چې د پاکستان اټومي  وسلې لمنځه یوړل شي .
سره له دې چې پاکستانې حکومت د امریکې یوې  عادی اشاره  منې او ور ته تسلیم دی . په دغه مامله کې   بیا یواځې  د پاکستان پوځ خڼد ګرځیدلې دی  . پوځ   اټومي یا نوکلیار تجهزات او بهرني سیاست کنټرولوي .  پوځ د امریکې جګړه په افغانستان کې هم  رد  وي .  پوځ د امریکې فشارنو سربیره   نه غواړي د طالبانو پر وړاندې عملیاتو ته زور ورکړي  او زړه نا زړه  دی  .  د پاکستان پوځ  په ویره کې دی  چې د جګړې په ترڅ  کې به   د ډیورنډ کرښې پر دواړوخواو کې د پرتو پښتنو یوالې ته به نوره  هم زور ورکړي . ورسره به د دوی ملې امنیت له  ستر ګواښ سره مخامخ شي . دښمنې پر دغه خورا حساس پولیزه کمربند باندې جوره ول دا به د مخامخ کیدونکې اصلې ګواښ یعنې  هندڅخه پام اړه ول  وي .
امریکا  د پاکستان پر پوځ او څارګرې ادارې  آی ایس آی  باندې تور لګوي چې د دوی په منځه کې د طالبانو او جهادي ډلو خواخوږ ې  شتون لري  .له بلې خوا  امریکا داریږي  یوه بله  ضربه  په هغه جګړه کې  ورکړل  شي  کوم چې د وی د اتحادې  پوځونه  سره یوځاې  جګړه  هرمرو بایلي  .
له همدې امله امریکایانو، اسرائیلواو هند ته  د پاکستان ملا یعنی  پنجاب او ښایي سند څخه  جوړه وي د یو کمزوري پوځ، بې اغیزي استخبارتې  اداره، بې له څیرې کونکې اټومي غاښونوسره  څواړخیزه مانا لري .     دبلوچستان  ایالات او شمال لودیځ  سرحدي ایالات  تجزیې هڅې دمخصوصو لارو  په و سطه پیل شوي   .   ښاغلې اوبرست پیټرس ، په پنتاګون  کې  پوځ پوه  په یوه مقاله کې د،،  خونړي سرحدونو ،،په نامه  د منځنې ختیز بالکانیزېشن  طرحه وړاندې کوي .

دی  داسي  نظر  وړاندې  کوي،  شمال لودیځ ایالات دې له    افغانستان سره بیر ته یوځاې کړل شي  .  دیو ازاد مستقل بلوچستان د پاکستان او ایران له خاورې څخه  رامنځه ته شي .
 

دا سي انګیرل کیږي  چې د پاکستانې بلوچستان په خاوره کې اټکل  ۷۰۰ میلیارده کوبیک متره  ګاز  زیرمې او شپږ میلیونه بیرله د خاورې تیل زیرمه  شتون لري  .

Drawn and Quarterdښاغلې زلک هرریرېسون  په واشنګټن کې دنړیوالي  پالیسي مرکز مشر  په خپله   مقاله کې  داسې لیکې ، د پاکستان تجزیه په دریو خپلواکو  برخو یا وحدونوکې  د توکمونوتر منځه  د کرښې په وستلو   کې ترسره کیداشي .

 پښتونستان  یا شمال لودیځ ا یالات  د پښتنو څخه جوړشوي  او افغانستان دی  .   ازاد بلوچستان  دیو سندي او  بلوچې فدریشن  له خوا  رامنځه ته شي . پاکستان  به  په اټومي وسلو سمبال  دولت چې ملا به یې پنجاب وي رامنځته شي  . د ې بیا لیکې د پښتنو نشنلیستي  احساس په پښتنې کمربند کې  ورځ په ورځ په وده کې دي، دا ویش به ددوی  دارامښت سبب  شي اود کړکیچ  مخه به  ونیول شي .  پښتانه ، بلوچان  او سندیان   پنجاب  یا پاکستان د دغو ټولو لاملونو،کړکیچونو اصلې  مسوول ګڼې .   
پیټرس او هریرېسون  دواړه  یوه سندره  او خبره کوي، دوی  دواړه  د سیمي په اړه  یوه  دوکټرین وړاندې کوي . دوی د امریکې متحده ایا لاتو بهرني  سیاست  ټاکي  او د بهرني  سیاست  مخکښان دي .
بلوچستان د هند  او متحده ایا لاتو لپاره   هغه مهال یو ه خورا مهمه موخه  وګرځیده  کله چې د پاکستان پخوانې ولسمشر جنرال مشرف چین سره یو شمیر  تړونونه لاسلیک کړو . ده غوستل په سیمه کې د چین اقتصادې  ستراتیژۍ  امنیت وساتې او په بلوچستان کې  یو باثباته حضور  تضمین کړي ، ورسره  د سر خوږونکو او  پاڅونکونکې قومونو  بغاوت   په شاوتمبوي .
د چین حضور د کوادر په بندر کې  چینایانو ته   لاره   هند سمندر ته  خلاصه کړي  . دا به امریکایانو او هندوانو ته د منلو وړ نه وي . لومړنۍ ته  دهند په سمندر  کې جنګې بیړیو ته ګواښ  پیښ کړي ،ورستي ته د ایران هرموز تنګې ته د ورنږدې کیدو سره نا ارامې  رامنځته کولو په مانا ده .
جنرال اسلم بیګ د پاکستان  پوځ یو پخوانې مشر په خپله یوه مقاله کې لیکې ،  د هند او متحده ایالاتو تر منځه دستراتیژیک  ملګرتوب  او  د ګدې  څارګري ادارې  رامنځته کول تړون لاسلیک شوي دی .

 په دغه تړون کې سي اې ای ، د اسرائیلو څارګره اداره  موصاد، د انګریزانوڅارګره اداره   ام  شپاړلس، د هند استخباراتو ادارې  د پلتنو او څیړنو څنګه او نور استخبارتي سازمانونه  چې په افغانستان کې فعال دي شامل دي  . دا ټول همدا اوس د پاکستان، ایران، چین، روسیه او نورو اسیایې هیوادو  د بې ثباته کولو په لټه کې دي .
د بیګ په خبره د قبایلې سیمو کمربند نارازیان یا مخالفین  په سروبې او کندهار کې  روزل کیږي او بیا شمال لودیځ ایالات  ته د عملیاتو لپاره استول کیږي . هم مهال  د لشکرګاه او ناوې په  پوځې اډو کې د ازاد بلوچستان د خپلواکې پوځ جنګیالې  بلوچستان  ایالات  ته دسقوط ورکولو  په موخه روزل  او فعال کیږي، په پیسو او وسلو سمبال کیږي   .
په شمال لودیځ ایالات کې  یوه نوې ډله شکل نیسې ، دوی  په  مقاومت باندې  لاس پورې کړي دی . د پاکستانې طالبان  په نامه ،، تحریکې طالباني پاکستان ،، دوی  قبایلي سیمي  امنیت  او د ایالات  نورو ارامو سیمو ته  یو  خورا جدې ګواښ  رامنځته کړي دی .

   د راپورنو پر بنسټ دا جګړه به یو مرستیاله جګړه د متحده ایالاتو او هند لپاره وي . په بدل کې د پاکستان پوځ په څلور جبهو کې مصروف  ساتل شوي دی .  د افغاني طالبانو پر وړاندې  جګړه د پاکستانې قبائیلې سیمو په منځ کې،په شمال لودیځ  ایالات کې  د پاکستانې طالبانو سره مقابله، د بلوچستان  د خپلواکې  غوښتونکو پر وړاندې جګړه، د بمبی چاودنو څخه ورسته د هند او پاکستان پر  پولو د هند پوځ شمیر  ډیریدل . دا ټول پو ځ لپاره یو دروند بار او ګران کړکیچن حالات  رامنځته کړي دي . له  همدی سره  بې کچه د پوځ زیرمو څخه استفاده کیږي  .
 
دنړیوالتوب د پلټنو مرکز مشر  ،، امریکا د ټرهګرو سره په جګړه کې ،، د کتاب لیکوال  ښاغلی  میکل  شوسدوفسکې  په خپله یوه علمې ليکنه کې ،،د پاکستان بې ثباتېشن ،،  په نامه  هم دې موافق دي،د ده د څیړنو او اند  پر بنسټ    وایې  . د واشنګټن د بهرنیو چارو سیاست  او سیاسي کورس  په فعاله توګه   پاکستان  دیو ملت په توګه د سیاسي ټوټه ټوټه کیدلو  او بلکانیزېشن  پر مخ بیولو کې ستره ونډه اخلي  . شوسدوفسکې بیا لیکې ، د متحده ایالاتو کرښه ایستل  د ټولنیزو، توکمیزو، ګوندې بیلتون  او سیاسي ویش   په دخییلو  باندې باید پیل شي  . له همدی سره د پاکستان  دتیروټیریل  یا  خاورې  ویش او تجزیه  مل ده .

 د امریکې انیسیاتیف د اسلامې نړۍ د ویشلو په اړه چې پاکستان هم په کې شامل دي .

کیدای شي د دوی د ناسمو سنجیشونو له کبله  خطا پریوزي . ځکه دوی  د یوې ډیرې  ټپې او بې ثباته جیو سیاسي سناریو پلان جوړ کړي دی . دامریکې سیاسي او اقتصادي کمښتونو ته په کتوسره او د جهادیانو قابلیت د جګړې په برې کې  او د متحده ایالاتو امپریالیزم ته په کتو سره کیدای شي چې حالات له کنټروله ووځې . دا به د امریکې انتریس ته په ټوله نړۍ کې   ډیرمضر تمام شي . سیمیز او نړیوال  امنیت به له جدې ګواښ سره مخامخ کړي شي  .
 له همدی امله  باید د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر  بارک اوباما  د افغان جګړې په اړه یوار بیا سم فکر  او سنجش  وکړي .

      پای
( ۱)  شاهد  ر.  صدیقې یو سیاسي مبصر او کارپودی ، ده د خبریال  په توګه او په رادیو کې دندي  تر سره کړي  دي .  دمنجمنټ په ستر وسترو مقامونو  کې کار کړي ، د پاکستان په   هوایې پوځ  کې هم دنده تر سره کړي ده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery