مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-14   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ABC: کرزی وایې انتخابات عادلانه وو

سرچینه:    ABC   امریکایي ټلویزیون

ژباړه او ترتیب:  میرویس جلالزی


افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکې له اې بې سې ټلویزیوني چینل سره په یوه ځانکړي مرکه کې د افغانستان د تر سره شویو انتخاباتو په لړ کې د تر سره شویو درغلیو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړي ده.

حامد کرزي له دغه ټلویزیون سره په خبرو کې  ویلي چې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون د یوه غړي استعفا د دغه کمیسیون د کار د ډول په اړه شدیدې انديښنې را منځ ته کړي دي.

حامد کرزي دا ومنله چې ښایې د اګست د میاشتې د ۲۰مې نیټې په انتخاباتو کې څه نا څه درغلي شوي وي خو په ټوله کې انتخابات ښه او عادلانه وو.

اې بې سې ټلویزیون وایې  چې   حامد کرزي په تر سره شویو انتخاباتو کې تقریباً ۵۵ سلنه رایې خپلې کړې او له خپل نږدې سیال ډاکټرعبدالله عبدالله څخه چې ۲۸ سلنه رایې یې ګټلې دي ډیر مخکې دی.

له اې بې سې ټلویزیون سره د حامد کرزي مرکه یوه ورځ وروسته تر هغه تر سره شوي چې د ټاکنو د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون یوه غړي مصطفی بارکزي له خپلې دندې استعفا ورکړي ده.

نوموړی تور لګوي چې د استعفا اصلي لامل یې د انتخاباتو په بهیر کې د بهرنیانو لاس وهنه ده .

کرزي وړاندي وویل: (( زه نه وایم چې د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشروعیت نه لري، خو د مصطفی بارکزي استعفا د دغه کمیسیون د کار د څرنګوالي په اړه شکونه را منځ ته کړي دي)).

ولسمشر کرزي په خپله مرکه کې دا هم وویل چې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون چې هر کار کوي باید دغه شکونه چې اوس را پیدا شوی رفع کړي تر څو خلک په دې پوه شي چې دغه کمیسیون عادلانه او بي پرې کار کوي او د هیڅ یوه بهرني هیواد په چوپړ کې نه دی.

مصطفی بارکزی چې د سترې محکمې کارکونکی دی ادعا کړي چې د دغه کمیسیون بهرني کارکونکي د افغانستان په انتخاباتو کې مداخله کوي او د دغه کمیسیون افغان کارکونکي د پریکړو په کولو کې د بهرنیانو په پرتله د هيڅ په شمار صلاحیت لري.

د  انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون پینځه غړي لري چې  دوه یې افغانان او دری نور یې بهرنیان ول خو اوس په دغه کمیسیون کې یوازي څلور کسان پاتې دي چې دری یې بهرنیان او یو یې افغان دی.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery