د عربي ورځپانى څخه ژباړه شوي د دينيس كوبر رپوټ
په كليوالو سيموو كي خوريدل كه په لويوښارونوكي د دفاع لپاره متمركز كيدل ؟
دافغانستان په ختيځ كي د ناتو او طالبانو ترمنځ وحشتناكه جګړي پدغه كړكيچ باندي رڼا اچوي چي د ناتو ځواكونه ورسره مخامخ دي : د ناتو ځواكونه په كليوالو سيموو كي تيتول او كه په لويو ښارونوكي د مقاومت د حملو په وړاندي ځاي په ځاي كيدل ؟ دناتو او امريكايي ځواكونو په لسګونو جنګيالي د ورځي په رڼا كي د طالبانو د عناصرو له خوا په ګن شمير ولايتونوكي وژل كيږي , چي له امله يى وژونكى اوسختي جګړي د طالبانو اوناتو ځواكونو ترمنځ د څو شپو او ورځو لپاره تر سره كيږي , او د امريكا اونړيوالوځواكونو مشر جنرال ماك كريستال په افغانستان كي د څلويښتو زرو نويوجنګياليو غوښتنه كړي ده پداسي حال كي چى د لويو ښارونو په منځ كي يى د مقاومت په وړاندي په تمركز باندي ټينګاركړي دي , مګر كارپوهانو او كتونكو د دغى استراتيژى دفعاليت او موثروالي په هكله انديښنه اوشك څرګند وي او د طالبانو د نفوذ د كړي د خوريدو زمينه سازي يى پكي نغښتي بولي .
دسياسي څيړنو او كتنو د افغاني مركزمسول هارون ميرد كومي تيروتني څخه خبره كوي او زياتوي چى اتيا په سلوكى د افغانستان وګړي په كليووكي ژوند كوي او كه د ناتو ځواكونه د دوي له ساتنى او حمايت څخه لاس په سر شي نو دوي به د طالبانو تر ولكه لاندي راشي , اوروان حالت هم همداسي دي .
د ايكوس د څيړنو موسسه وايي چى د افغانستان د خاوري په اتيا په سلو كي طالبان په دايمى توګه شتون لري , د افغانستان له كليوالو سيموو څخه د ناتو د ځواكونو وتل به د پاكستان د قبايلي سيمي په څير يوه سيمه وزيږوي چي د قبايلو واكمني په كي حاكمه ده لكه چى دى ايكوس د موسسى مشره نورين ماكدونالد وايى , د ايكوس د موسسه مشره دواړي تګلاري يعني په كليوالو سيموو كي خوريدل او په لويو ښارونو كي متمركز كيدل په يوځاي عملي كول بهتره ګڼي او زياتوي چي د ناتو د ځواكونو وتل او په شا كيدل له كليوالو سيمو څخه طالبانو ته د آزادي ګرځيدا را ګرځيدا واك ور په برخه كوي اوپدي كي د دوي د برياليتوب راز هم نغښتى بولي .
له جنرال ماك كريستال څخه وړاندي جنرال ديويد ماكيرنان په كليوو باندي حمله وروړل غوره ګڼل , خوپه لويو ښارونو كي د حملو ديروالي د ماك كريستال د استراتيژي د بدلون لامل شو , او د ايكوس د موسسه مشره نورين ماكدونالد د جګړيزو ځواكونو ګرځيدا د خلكوپه وړاندي په ښارونو كي چى نفسي اغيزه لري يو اساسي كار بولي چى بايد تر سره شي ,
د ناتو د ځواكونو ويانده په ډاګه كوي چى داسي ندي چى كليوالى سيمي مهمي ندي خو ضروري خبره دا ده چى د تهديد او ګواښ كچه وڅيړل شي .
اوهارون مير وايي چى د طالبانو د حملو زياتوالى په ګوته كوي چى د ناتو استراتيژي د پاكستان له پولى سره سمه نده چى د مقاومت ډلو پكښي خپلى اډي جوړي كړي دي , او له هغه ځايه پر افغانستان باندي د جګيړيز بريد تياري نيسي او زياتوي چى طالبان د ناتو اونړيوال ځواكونو د كمښت څخه پدي غرنى سيمه كي ګټه پورته كوي . او د لا زياتو حملو توقغ په سرحدي سيمووكي كوي , او دا استراتيژي يى د مجاهدينو له جنګي استراتيژي سره نيږدي وبلله چى د روسي يرغل په مهال پلي شوي وه , خو د ايساف د ځواكونو د وياندي په اند په ختيځ كي د ځواكونو بيا نشريدل به د ګواښ په كچه تر سره شي او زياته يى كړله چى په ختيځ كي هر وخت د دوي ځواكونه شتون لري خو دا ناشونى ده چى په هر كلي اولاره كي د دوي ځواكونه شتون ولري .