مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نیویارک ټایمز: افغانان ایتلافي حکومت ته خوشبینه نه دي

نیویارک ټایمز: افغانان ایتلافي حکومت ته خوشبینه نه دي

سرچینه: نیویارک ټایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د انتخاباتو په باب یوه مقاله خپره کړي هغه موضوع چې په دې ورستیو کې ډیره توده او د بحثونو لاندي ده .

ورځپاڼه لیکي چې که چیرته د افغانستان انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي نو دغه کار به د افغان دولت له مشروعیت سره مرسته وکړي  خو ورځپاڼه د انتخاباتو د تر سره کیدو لپاره له  څواونیو نیولي بیا تر دوو میاشتو وخت ته اړتیا ویني.

نیویارک ټایمز لیکي چې  د انتخاباتو د دوهم پړاو تر سره کیدل روانوحالاتوته په کتو سره د افغانستان  راتلونکي ته ستونزي جوړولای شي او هغه لاري چاري هم ډيري محدودي دي چې دوه پړاو ته د انتخابات له تګ څخه مخ نیوی وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې داسي رپوټونه موجود دي چې یو شمیر بهرني مشران په افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه په نږدې سیال ډاکټرعبدالله عبدالله زور اچوي تر څو یو له بل سره واک وویشي او په دې سره به یوه ایتلافي حکومت ته لاره هواره شي.

هغه حکومت چې ډیری افغانان یې جوړولو ته خوشبینه نه دي.

یوه لوړ پوړي امریکایې چارواکي د خپل نوم د نه اخیستلو به شرط نیویارک ټایمز ته ویلي چې حامد کرزی او ډاکټر عبدالله عبدالله کافي رایې لري تو څو یې له مخي یو مشروع او ګډ حکومت رامنځ ته کړي خو په دې برخه کې حامد کرزی د ایتلافي حکومت له جوړیدو سره سخت مخالفت کوي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery