مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

واشنګټن پوسټ: که کرزی د انتخاباتو دوهم پړاو و نه مني

 

واشنګټن پوسټ: که کرزی د انتخاباتو دوهم پړاو و نه مني


سرچینه: واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼې د روانې میاشتې د اتلسمې نیټې په ګڼه کې د افغانستان له انتخاباتو څخه د رامنځ ته شوي سیاسي بحران په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.

په لیکنه کې د هغو یو شمیر لویدیځ والو او په خاصه توګه امریکایې چارواکو اندیښنو ته اشاره شوي چې د انتخاباتو د نتایجو په اړه یې د ولسمشر کرزي له احتمالي غبرګون څخه لري.

یو شمیر امریکایې مقاماتو واشنګټن پوست ته ویلي چې په قوي احتمال به د افغانستان انتخابات دوهم پړاړ ته ولاړ شي او ښایې د حامد کرزي غبرګون دا وي چې د انتخاباتود کمیسیون پریکړې ته غاړه کینږدي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکایې لوړ پوړي چارواکې ګمان کوي چې انتخابات به د شویو درغلیو په سبب دوهم پړاو ته ولاړ شي او دوه مخکښ کاندیدان حامد کرزی او ډاکټر عبدالله عبدالله به د دوهم ځل لپاره سره سیالي وکړي.

واشنګټن پوست لیکي چې که حامد کرزی د انتخاباتو بیا ځلي تر سره کیدو ته غاړه کینږدي نو په افغانستان کې به یو ژور سیاسې کړکیچ ته لاره هواره شی یوازي د کابل حکومت ته نه بلکه امریکې ته به هم سخت زیان ورسوي.

د ورځپاڼې په باور چې د امریکې د متحده ایالاتونو ولسمشر په داسي حال کې د افغانستان جګړې ته د نورو سرتیرو د استولو په غوښتنه فکر کوي چې په دغه هیواد کې د انتخاباتو پر سر را پورته شوي ناندرۍ اوس خپل خطرناک پړاو ته رسیدلي او که چیرته حامد کرزی د انتخاباتو د دوهم پړاو له تر سره کیدو سره مخالفت وکړي ښایې امریکا هم په افغانستان کې د خپل ښکیلتوب لویه بیه پرې کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery