مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نیویارک ټایمز:کرزي ترارزونې وروسته دویم ځل ټاکنې منلې دي

ژباړه: عبدالحمید ستانکزی
ویل کېږي چې افغان ولسمشر د تېرو ټاکنو تر ارزونې وروسته د دویم ځل ټاکنې منلې دي
لیکوالان: سبرینا تېورنایس او هېلن کوپر- نیویارک ټایمز
د نړیوالو تر درنو فشارونو لاندې داسې ښکاري چې ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ورځ د هېواد د لومړي ځل په جنجالي ټاکنو کې د خپلې نه بریا منلو ته چمتو شوئ وي، خو د دوشنبې په ورځ امریکایي او اروپایي چارواکو وویل چې هېواد ته د یوه معتبره مشرتابه ټاکلو ته لاره لا نامالومه ده.
چارواکو ویل چې کرزی د نړیوالې ټولنې د ارزونې د موندنو د منلو په لور حرکت کوي چې دی یې د خپلو رایو د څلورو برخو له یوې برخې څخه محروم او له ۵۰٪ څخه راکښته کړ چې د عبدالله په وړاندې د دویم ځل ټاکنې یې فسخ کولې او د بریا اعلان وکړ.
د کرزي هوکړه د اوباما د ادارې د چارواکو او د دوی د اروپایي متحدینو تر فشارونو ورسته وشوه. خو چارواکي په دې باور دي، که چېرې کرزی د دویم ځل ټاکنو په وړاندې خپل مقاومت ته د پای ټکی هم کېږدي دا به د هېواد سیاسي کړکېچ حل نشي کړای. ډېره به ستونزمنه وي چې د دویم ځل ټاکنې ژر تر سره شي پدې چې ژمۍ راروان دی او تر پسرلي پورې د نوي حکومت ټاکل به طالبانو ته په هېواد کې د پرمختګونو لاره  پرانیزي.
په پایله کې، د اوباما د ادارې ځینې چارواکي وایي پدې هېواد کې د سرتېرو د زیاتوالي پرېکړه فقط د ټاکنو په پایلو پورې اړه لري، اوس ناندرې کوي چې دوی باید کرزی او عبدالله باندې فشار راوړي څو د یوه ایتلافي حکومت په جوړولو د دویم ځل ټاکنې له منځه بوزي.
چارواکو وویل چې د دوشنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې له سناتور جان کېري د مساچوسېټ ډیموکراټ او د اوباما د ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهم متحد او په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جنرال اېکن بېري سره د یوې بېړنۍ دوه ساعته ناستې په ترڅ کې، کرزي زړه او نازړه د نړیوالې ټولنې د ارزونې د ټیم موندنو ته غاړه کښېښودله.
هېلاري کلنټن د امریکې د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو ته وویل چې دي (کرزی) غواړي چې خپلې غوښتنې اعلان کړي او زه یې پرېږدم چې همداسې وکړي خو هغه استقامت چې وضع ورروانه ده هڅوي مې.
خو د اوباما د ادارې ځینو چارواکو خبرداری ورکړ چې کېدای شي کرزی خپل فکر بدل کړي.
ښاغلي کرزي ته د نړیوالې ټولنې په غوښتنو د دغې پرېکړې منل به د هغو وګړو په ګډون چې د طالبانو د ګواښونو سره سره یې په ټاکنو کې برخه واخیسته، د ده هملاري خواشینې کړي.
د اوباما د ادارې یوه جګپوړي چارواکي وویل چې، د ښاغلي کرزي ستونزه دا ده چې د افغاني ټولنې د توکمیز جوړښت په بنسټ، که چیرې د یوې ټاکنیزې حوزې رایې نه منل کېږي او وګړي یې په دویم ځل ټاکنو کې په نه ګډون عکس العمل وښیي نو د ټاکنو پایلې بدلولای شي. همدغه چارواکي زیاته کړه چې امریکه د ښاغلي کرزي په دغې اندېښنې که شریکه ده. خو، آغلې کلېنټن د وروستیو ورځو په ترڅ کې د ټېلفونونو په ترڅ کې کرزي څخه وغوښتل چې یو (سیاستوال) واوسي او پایلې ومني.
دغې پرېکړې د اوباما اداره له څو لارو چارو سره چې یوه یې هم د افغان ټاکنو د اوږده بهیر په ترڅ کې مطلوبه نده ثابته شوې مخ کړې ده. د اوباما د ادارې او د هغې د ځینو غربي متحدینو په منځ کې له ښاغلي کرزي او عبدالله څخه د دویم ځل ټاکنو پر ځای د یوه ګډ حکومت او د واک د وېش غوښتنې باندې بحث مخ په زیاتېدو دی. خو، دغه هیله هم له هغه ځایه چې دوی دواړه په ټاکنیزو مڼډوترړو او تر هغه راورسته پایلو کې یو د بل کلک سیالان و، له ناندریو څخه ډکه ده.
د اوباما د ادارې یو بل لوړ رتبه چارواکي وویل چې ځینو امریکایي ډیپلوماتانو او متحدینو یې په یوې حل لارې د خبرو اترو الزام کاوه خو، له ډېرې ښکېلتیا څخه یې له دې ډاره ډډه کوله چې د دوی لخوا د لاسوهنې انګېرنه رامنځته نشي.
دغه چارواکي زیاته کړه، (که تاسو فشار راوړئ، دا به هېڅ مشروعیت ونلري او نور به هم تاسو د دې تر شا یاست). نو د دې پر ځاي، د اوباما اداره داسې شرایط منځته راوړي چې افغانان پخپله خوښه د یوې معاملې پر سر خبرې او هوکړه وکړي. که چېرې دوی ټاکنې غواړي نو ټاکنې به وشي.
د کارپوهانو یوه هیات چې د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل شوئ و د لومړي ځل لپاره خپلې موندنې د دوشنبې په ورځ خپرې کړې څرګندول یې چې په ټاکنو کې درغلۍ دومره پراخ و چې ان د ټولو رایو څلورمه برخه وایستل شوه او د نیو یورک ټایمز د ورځپانې د یوې ارزونې پر بنسټ، کرزی د اګسټ د ۲۰مې د ټاکنو بشپړ ګټونکی نه و.
د ټاکنو د ارزونې د هیات موندنې کرزي ته یوه ځانګړې شېبه ده چې د ټولو رایو ۵۴٪ یې تر لاسه کړي و او پدې باور و چې د ټاکنو ریښتونی ګټونکی دی. د یوه چارواکي په حواله، په لومړي سر کې کرزي څرګنده کړې وه چې ښایي دی به د ټاکنو د ارزونې موندنې و نه مني.
اروپایي چارواکو وویل چې، د ښاغلي کېري او جنرال اېکنبري تر څنګ، په یوه ټېلفوني تماس کې کرزی د لومړي وزیر ګورډن براون تر فشار لاندې هم راغلئ و.
د اوباما د ادارې چارواکو هڅه کړې ده چې افغانستان لپاره د اوباما په ستراتېژۍ باندې لازمه بیاکتنه په ښاغلي کرزي باندې، افغان سیالانو ته د دې خبرو په ویلو چې ښاغلی اوباما به په هېواد کې د ۶۸ زرو سرتېرو په زیاتوالي کې پرېکړه ونکړي تر څو کرزي د ټاکنو پایلې نه وي منلي، د فشار د وسیلې په حیث کارولۍ دی.
د اوباما اداري رییس د یکشنبې په ورځ په ټلویزیوني مرکه کې وویل چې د اوباما اداره لومړۍ باید ډاډ تر لاسه کړي چې د نورو سرتېرو د لېږلو تر پرېکړې مخکې دغه هېواد په افغان حکومت کې باوري سیال لري. یوه امریکایي چارواکي وویل چې دغه پیغام د افغان مشرتابه لوړو کچو ته رسول شوئ دی.
له قانوني پلوه ښاغلی کرزی څو لارې په مخکې لري، د افغانستان اساسي قانون د دوو انیو په ترڅ کې د دویم ځل په  ټاکنو امر کوي. خو، کرزی کولای شي د دولتي سازمانونو، سترې محکمې او هغه کمیسیون په وړاندې خپل پراخ نفوذ د پایلو د نه منلو د یوې چارې په حیث وکاروي چې باید د دغو پایلو تصدیق وکړي. پدې چې همدا کمیسیون و چې دی یې په لومړي سر کې ګټونکی اعلان کړئ و.
پداسې حال کې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو په ټېلفون کې دغو پوښتنو ته له ځواب ویلو څخه ډډه کوي، د ټاکنو په بهیر کې ښکېل بهرني چارواکو وویل چې، دا خو یوه عامه پوښتنه ده چې داسې یو کمیسیون به څه پرېکړه وکړي. یوه چاروکي زیاته کړه چې په دغه بهیر کې د سترې محکمې ښکېلېدل تل څرګنده ده.
په کابل کې د امریکې سفارت د یوه ویاند په حواله، د اوباما ادارې خپلې اندېښنې څرګندې کړې. له پاکستانه ښاغلي کېري د دوشنبې په ماښام په کابل کې تم شو او له ولسمشر کرزي سره یې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې ولیدل چې خپلو سلامشورو او خبرو اترو ته به دوام ورکړي. 
وحید عمر د ښاغلي کرزي د ټاکنیزو کمپاین یوه ویاند، د کرزي لخوا د پایلو د منلو څخه ډډه کول یې رد کړه او زیاته یې کړه چې ولسمشر د کمیسیون لخوا د پایلو تصدیق ته تم و. خو، معین مرستیال د کرزي د ټاکنیز کمپاین یوه غړي د ارزونې په بهیر باندې یې خپلې نیوکې تکرار او د دغه هیات کاري مټود یې تر پوښتنې لاندې راوړ. معین مرستیال په یوه ټېلفوني مرکه کې وویل چې د ارزونې کمیسیون څو ځله خپل کاري فورمول بدل کړ.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چې مشرې یې د بهرنیو لخوا کېږي او د ټاکنیزو درغلیو ارزونه یې کړې، یوه چارواکي وویل چې دوی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له چارواکو سره د یکشنبې په ورځ د ارزونې د متود د څرګندولو په هکله لیدنه کړې او دوی هېڅ اعتراض پکې نه درلود.
د کرزي د اصلي سیال عبدالله د ټاکنیز کمپاین مرستیال وویل چې دوی ښاغلی کرزی له نږدې څاري او دوی د دویم ځل ټاکنو چمتوالی هم نیسي. ده زیاته کړه چې که چېرې کرزی دا نه مني پدې مانا ده چې له  قانون څخه سترګې پټوي او افغانستان به د مشروعیت له کړکېچ سره مخ شي.
http://www.nytimes.com/2009/10/20/world/asia/20afghan.html?_r=1&ref=global-home
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery