مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چاودنې د ایران د انقلاب د ساتونکو د لښکر پنځه مشران ووژل

ژباړه: عبدالحمید ستانکزی

لیکوالان: علي اکبر داریني او برېن مورفي-اسوشیتد پرس
تهران- په یوې ځان وژونکې چاودنې کې، د انقلاب د ساتونکو د ځواکمن لښکر پنځه لوړپوړي پولندویان او ۳۷ نور کسان د یکشنبې په ورځ، د پاکستان پولو ته نږدې د مخ په زیاتېدونکې سني بغاوت په زړه کې مړه شول.
د دغه برید په ترڅ کې چې په لسګونو نور پکې ټپیان شول، د وسله والو توکمیزو ډلو، د مخدره توکو قاچاق وړونکو او د جندالله (د خدای سرتېري) په نامه د سني یاغیانو په غیر علاقه سیمه کې د امنیتي ځواکو پر ضد تر ټولو لوی برید و.
محمود احمدي نژاد د ایران ولسمشر د سخت انتقام هوډ وکړ خو د ایراني چارواکو لخوا د پراخو عملیاتو تر سره کول ناشونی ښکاري.
ایراني چارواکي، د سهیل-ختیځ په دغې سرحدي سیمه کې د پراخ پوځي برید تر سره کولو ته زړه نازړه دي، پدې چې دوی وېره لري چې سیمه به له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او افغانستان څخه د القاعده او سني جنګیالیو په راکاږلو د فرقه یي تاوتریخوالي په مرکز بدل شي.
د اېسنا نیمه-رسمي خبري آژآنس په سیمه کې د محمد مرضیح د څارنوالۍ د مشر په حواله کاږي چې جندالله د پاکستان پولې ته نږدې د پېشین په ولسوالۍ کې د چاودنې مسوولیت په غاړه واخیست.
خو له دغې ډلې څخه چې په وروستیو کلونو کې یې د انقلاب د ساتونکو لښکر په موخه کولو بر سېره، ځای ځای سړي تښتونې او بریدونه تر سره کړي دي چې شیعه حکومت او چارواکو ته د رنځ او زحمت په جوړولو تر فشار لاندې راولي، کومه ویناپاڼه نده خپره کوې.
د می په میاشت کې، جندالله اعلان وکړ چې په سهیل-ختیځ زاهدان ښار کې یې د شیعه ګانو یوه جومات ته یو ځان وژونکی استولئ و چې پکې ۲۵ کسان ووژل شول.
دغه وروستی برید چې د دغې ډلې تر ټولو د لوی برید و، پوښتنې راپورته کوي چې څرنګه یې د انقلاب د ساتونکو لښکر چې د هېواد پیاوړی پوځي ځواک دی او په نېغه د آیت الله علي خامنه تر مشرۍ لاندې روحانیونو سره اړیکه لري، د لوړرتبه هیات امنیتي کړیو په ماتولو کې نفوذ وکړ.
د اسلامي انقلاب رسمي خبري آژانس وویل چې، په مړو کې د ساتونکو د لښکر د ځمکني ځواک د پولندوی مرستیال جنرال نور علي شوشتري او د دغه ځواک ولایتي پولندوی رجب علي محمدزاده هم شامل و. نور پاتې وژل شوي کسان د ساتونکو د لښکر غړي یا قومي مشران و.
دغه خبري آژانس د عباس امیان د عدلي طب د ولایتي مدیر له خولې لیکي چې ۴۲ مړي د ده څانګې ته سپارل شوي و.
دولتي راډیو خبر ورکړ چې په لسګونو نور کسان ژوبل شوي و.
د اېرنا په حواله، دغه پولندویان د سپورتې لوبو د ودانیو یوې ټولګې ته د ننوتو په حال کې و چې له قومي مشرانو سره د شیعه او سني تر منځ د همکاریو په سر خبرې اترې وکړي چې برید کوونکي پخپل کمربند کې ځای پر ځای شوی بمب وچاوه.
احمدي نژاد چې د انقلاب د ساتونکو لښکر په ملاتړ باندې حساب کوي د انتقام ژمنه کړې. مجرمین به ډېر ژر د خپل غیر انساني عمل ځواب تر لاسه کړي، اېرنا د احمدي نژاد له خولې لیکلي دي.
خو، د سهیلي پولو په اوږدو کې پرته دغه وچه سیمه او وچې غوڼډۍ چې کنټرول یې د اېران له وسه وتلئ دی دغه  هېواد ته یوه لویه ننګونه ده.
د مخدره توکو قاچاق وړونکي تریاک او نور مخدره توکي پدې شاړه سیمه کې پر پولې اړوي- چې دا کار طالبانو ته په افغانستان کې او د جندالله په ګډون بلوچ توکمونو ته چې سیمه یې د افغانستان، پاکستان او اېران تر منځ پرته ده، د عایداتو مهمه سرچینه ده. اېران د مخدره توکو او بدمعاشانو د ډلو د بندولو لپاره له نړیوالې ټولنې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
همدا شان، ایران جندالله تورنوي چې له القاعده او طالبانو څخه په افغانستان کې مرستې تر لاسه کوي، که څه هم چې ځینې شنونکي چې د دغې ډلې په هکله یې څېړنې کړي د داسې یوې اړیکې په هکله شکمن دي.
په دوبۍ کې د ګلف د امنیت او تروریزم څېړندویه مرکز رییس مصطفی الني وایي چې هېڅ داسې نښې نښانې چې وښیي جندالله دې د جنګیالیو له پراخو شبکو څخه مرسته تر لاسه کړي نشته. دا په کور کې دننه زېږېدلې ډله ده چې له خپل بلوڅو هم توکمو سره د پولې په اوږدو فعالیت کوي او د پولې کنټرول ډېر ستونزمن کار دی.
د اپرېل په میاشت کې، ایران په یوه هڅه کې د سیسان-بلوچستان ولایت کنټرول یې په سیمه کې د امنیت د ښه والي په منظور د انقلاب ساتونکو لښکر ته وسپاره.
همدا شان، د ساتونکو لښکر ۱۲۰ زره پوځونه د ایران د میزایلو پروګرام کنټرولوي، اټومي تاسیساتو ساتنه کوي او خپل ځمکني، سمندري او هوایي ځواک واحدونه لري.
د ساتونکو لښکر په جون کې د احمدی نژاد له تاوتریخوالي ډکو ټاکنو کې د مخالفینو په وړاندې د ځپلو پراخو عملیاتو مشري په غاړه لرله، خو داسې ښکاري چې د یکشنبې د ورځې برید له سیاسي کشالې سره تړاو ونلري.
د ایران دولتي ټلویزیون بریټانیا یې د شواهدو په نلرلو د جندالله په ملاتړ تورنه کړه.
د انقلاب ساتونکی لښکر، نړیوال استکبار یې چې مطلب یې له امریکې څخه ده، د دغه برید په تر سره کولو ملامت کړ. 
یان کېلي د امریکې د حکومت ویاند وايي چې امریکا دغه عمل چې یو تروریستي عمل و غندلئ دی او وایي چې پدغې پېښې کې د امریکې لاس لرل په بشپړه توګه ناسم دي.
علی لاریجاني د ایران د پارلمان رییس قانون جوړونکو ته وویل چې د چاودنې موخه له افغانستان او پاکستان سره د پولو په اوږدو کې د حالاتو لا خړپړول دي.
لاریجاني په پوره باور وویل چې د ترهګرو موخه د سیستان-بلوچستان په ایالت کې د امنیت خرابول و.
اېرنا راپور ورکوي چې ایراني چارواکو د پاکستان د سفارت شارژدي افېرز په تهران کې د هغو تورو په هکله چې ګواکې ترهګر د خپلو بریدونو د تر سره کولو لپاره په پاکستان کې خپل مرکزونه کاروي څرګندونې وړاندې کړي.
د پاکستان په کویټه کې، اکبر سنجراني د پولیسو چارواکي وایې چې ایران لږ تر لږه په پوله کې د تګ راتګ هغه یو ځای تړلئ دی. دغه چارواکی وایې چې ایران د دغې لارې د تړلو هېڅ دلیل هم ندی وړاندې کړئ، خو سنجراني داسې انګېري چې ښایي دا به د وروستۍ چاودنۍ په تړاو وي.
عدالباسط د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران هغه تورونه بې بنسټه وبلل کوم چې وایې د جندالله مشر په پاکستان کې دی.
باسط د جیو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې دوی غواړي د ترهګری ګواښ له بېخه وباسي.
دغې ډلې همدا شان د ۲۰۰۷ په فبروري کې د هغې چاودنې پړه په غاړه واخیسته کوم کې چې د انقلاب د ساتونکي لښکر ۱۱ غړي زاهدان ته څېرمه مړه شو.
د ایران لخوا د جندالله او القاعدې تر منخ د اړیکو د تورونو سره سره، کریس زمبېلي په واشنګټن کې د ګواښ د مدیریت مشاور چې جندالله په هکله یې څېړنې تر سره کړي په یوې لیکنې کې ویلي چې هېڅ داسې نښې نښانې نشته چې له دغې ډلې سره د القاعدې مرستې په ګوته کړي. هغه یادونه وکړه چې که څه هم دغې ډلې د داسې بریدونو په کارولو پیل کړی دی چې د نړیوالو ترهګریزو شبکو سره اړخ لګوي.
زمبېلي د وېسټ پاینټ سي ټي سي د جولای د میاشتې په ګڼه کې لیکلي دي چې تر ډېره د جندالله او طالبانو تر منځ اړیکې د ناقانونه راکړې ورکړې او قاچاق پر بنسټ ده نه د ایډیولوژي پر بنسټ.
http://news.yahoo.com/s/ap/20091019/ap_on_re_mi_ea/ml_iran_bombing
عبدالستار د اسوشیتد پرس لیکوال د پاکستان په کویټه کې د دغه راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery