مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نیویاک ټایمز:بیا ځل ټاکنو سره، راتلونکې لاره نامالومه ده

ژباړه: عبدالحمید ستانکزی


لیکوالان: سبرینا ټېورنایس، مارک لندلر او هېلن کوپر
کابل- د حامد کرزي لخوا په افغانستان کې د بیا ځل ټاکنو د اړتیا تصدیق، د ده هېواد یې له کرخت حالت څخه راویست، خو د ګواښونو او تردید یو نوی افق یې منځته راوړئ دی.
یوه امریکایي چارواکي چې د خپل نوم له یادولو یې د موضوع د حساسیت له کبله ډډه وکړه وویل، چې د یوه با اعتباره افغان حکومت جوړولو په لور د ښاغلي کرزي انعطاف، یو اړین ګام و چې د پټو ګواښونو په ګډون چې ګنې د ده کړنې به دغه هېواد کې د سرتېرو د کچې پرېکړې باندې اغېزه وکړي د اروپایي او امریکایي چارواکو لخوا د درنو فشارونو له امله منځته راغئ.
خو وار له واره، ډیپلوماتانو پوښتنې رابرسېره کړې چې آیا بیا ځل ټاکنې د روان زېږدیز کال د نومبر له ۷مې څخه مخکې چمتو کېدای شي او آیا دغه ټاکنې به د لومړي ځل ټاکنو په پرتله چې له څلورو څخه یوه برخه رایې پکې د نړیوالو مفتشینو لخوا ایسته وغورځول شول د ښه امنیت او لږو درغلیو څخه برخمن وی. یوه لوېدیز چارواکي وویل چې، د بیا ځل ټاکنو په وړاندې ډېر لوی خڼډونه پراته دي او کېدای شي داسې یوه پایله راووځي چې د لومړي ځل هغې چې موږ لرله سره توپیر ولري؟
د بې باورۍ پراخ حالت دې ته زمینه برابره کړه چې امریکایي چارواکي او د هغوی متحدین تمه وکړي چې دا به د دریو اونیو ځیږې خبرې اترې وي چې کرزي او د هغه مهم سیال عبدالله د بیا ځل ټاکنو د مخنیوي لپاره چې دواړو ته به لوی سیاسي ګواښونه او متحده ایالاتو او متحدینو ته یي ستراتېژیک هغه رامنځته کړي جوړجاړی وکولای شي.
ډیپلوماتان وایي چې اوس به هغه هڅې چې دغه دواړه خپل ځواکونه سره ګډ کړي شدت ومومي. ښاغلي عبدالله څرګنده کړې ده چې دی خبرو اترو ته تیار دی خو د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غوڼډه کې ښاغلی کرزی داسې مالومېده چې ډډه به ترې ورکړي.
ایتلاف هېڅ مشروعیت نلري او شونی نده! کرزي سناتور جان کېري د مساچوسېټ ډیموکرات او د مشرانو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس ته چې تر څنګ ولاړ و او د پنځو ورځو په ترڅ کې څه د پاسه شل ساعته له کرزي سره د پایلو د منلو په هکله خبرې اترې وکړې، وویل.
چاواکي وایي چې که داسې یوه معامله شوې وای ښايي عبالله د یوه لوی رول په بدل کې په کرزي د افغانستان په اساسي قانون کې د ترمیم په منلو د ولسمشر واک راټیټ کړئ وای. 
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سه شنبې په ورځ په رسمي توګه د پایلو تصدیق وکړ او د  کرزي رایې یې ۴۹.۷٪ چې د شکایتونو د کمیسیون د هیات د موندنې ځخه لوړ ښودل شوي و خو بیا هم تر ۵۰٪ راټیټ و په ډاګه کړل.
ښاغلي کرزی د بې اعتباره رایو په ویلو درغلۍ یادې نکړې. پړه باید په رای ورکوونکو واچول نشي، ولې د دوی رایو ته درناوی ونشو، دغه موضوع باید په بشپړه توګه وڅېړل شي، خو اوس پدې باندې د خبرو اترو وخت ندی.
پداسې حال کې چې د ځینو په اند، د کرزي او عبدالله تر منځ جوړجاړی د پراخ ملاتړ په لرلو سره په افغانستان کې د یوه با اعتباره حکومت د جوړېدو یوه چاره بولي خو، د اوباما په اداره کې ځینې د دوی دواړو تر منخ د ترګېنت په شتون اندېښنه څرګندوي چې دا به یوازې د افغانستان پرمختګ لا ګډوډ کړي.
وروسته له هغه چې ښاغلي کرزي د بهرنیو لاسوهنو څخه سر وټکاوه د امریکا حکومت پرېکړه وکړه چې موضوع ګانو کې له رالوېدلو څخه ډډه وکړي.
د ولسمشر اوباما د بهرنیو پالېسیو له سلاکارانو څخه یوه تن چې د خپل نوم له یادولو څخه یې ډډه وکړه وویل چې، موږ د دې په هکله د پیاوړتیا احساس کوو. موږ له دې څخه په ډاډ اخیستلو کې چې موږ مشروع ټاکنې لرلې غټه وڼډه درلوده خو، دا په افغانانو پورې اړه لري.
څرګنده شوه چې نړیوالو مفتشینو د بیا ځل ټاکنو لپاره د ښاغلي کرزي د رایو په بې اعتباره کولو په ده فشار راوړ، د امریکې هڅې چې ولسمشر باوري کړي چې ده په بشپړه توګه ټاکنې نه وې ګټلې د پام وړ و.
نور پاتې شوه له ښاغلي کېري او آغلې کلنټن سره چې په ټاکنو کې یې د ستومانتیا او عاجزي تجربه کوله نو، له کرزي سره په چلن کې یې خپل زړونه یخ کړل.
د کابل د ولسمشرۍ د ماڼۍ په بڼ کې د ماښامنۍ د خوړلو او ګرځېدا په اوږدو ساعتونو کې چې نرۍ باران اورېده او تر ماڼۍ ځواکمن امنیتي کمربند راتاو شوئ و، سناتور کېري د ۲۰۰۴ز کال ولسمشریزو ټاکنو خپله تجربه په اوهیو کې د رای اچونې په هکله د هغو دوامدارو پوښتنو په ګډون چې د ده په خلاف یې د ټاکنو په پایله کې مرسته وکړه یاد کړل.
د سه شنبې په ورځ په یوه مرکه کې جان کېري وویل چې ما ده ته (کرزی) وویل چې ځینې وختونه هر څیز ډېر ځیږه وي.
د امریکا یوه لوړ پوړي چارواکي په کرزي باندې نړیوال فشارونه د یوه هراړخیز دفاعي دریځ په توګه څرګند کړل چې د ټېلفون په کرښه جنرال عبدالرحیم وردک د کرزي د دفاع وزیر ته ګواښونه چې ډېر لږ احساسېدل هم پکې شامل و.
د امریکې یوه جګپوړي چارواکي وویل چې، جنرال جېمز جونز د ملي امنیت سلاکار او رابرټ ګېټس د دفاع وزیر دواړو جنرال عبدالرحیم وردک باندې د ټېلفون په کرښه فشار راوړ چې کرزی باوري کړي چې دی بریالی شوئ نه و. دغه چارواکي زیاته کړه چې جنرال وردک نور امریکایي سرتېري غواړي. دغه چارواکي د خپل نوم له ښودلو ډډه وکړه پدې چې ده په یوه شخصي بڼډار کې خبرې کولې. دواړو وردک ته وویل چې دغه امر به دغه هېواد ته د سرتېرو د لېږلو د بهیر په پرېکړې اغېزه وکړي.
په هغه وخت کې د امریکا چارواکو د ښاغلي کرزي د نه منلو په هکله له ده سره د چلن په سر اختلاف درلود. د یکشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ اداري رییس وویل: تر څو چې د افغانستان بې باوره سیاسي وضعیت لېرې شوئ نه وي اوباما به دغه هېواد سرتېري و نه لېږي. خو، د سه شنبې په ورځ رابرټ ګېټس وویل چې امریکه تر هغه پورې تم کېدای نشي.
تېره اونۍ په کابل کې داسې احساس کېده چې ګنې دغه ښار د ښاغلي کېري د سفر پر مهال کړکېچن کېږي، آغلې کلېنټن ریچارد هولبروګ د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا خاص استازی د سناتور جورج ټون کور ته ولېږه څو د وضعیت په هکله هغه ته نوي مالومات ورکړي او مرسته ترې وغواړي.
د جمعې په ورځ هغه مهال چې ښاغلی کېري په کابل کې له امریکایي سرتېرو سره د ماښام ډوډۍ خوړله، د امریکا سفیر جنرال اېکن بېري، کېري ته خبر ورکړ چې ښاغلي کرزی ګواښ کاوه چې د ټاکنو ارزونې به وغندي.
د خبرداري په ورکولو چې افغانستان به په یوه کرخت حالت کې ډوب شي، جنرال اېکن بېري له ښاغلي کېري څخه وغوښتل چې همهغه شپه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ شي. د ښاغلي کېري له نکله، څه چې پېښ شول په راتلونکو څلورو ورځو کې د ناستو ولاړو یوه ټولګه وه.
واشنګټن ته په لاره له دوبۍ څخه ښاغلي کېري د ټېلفون په کرښه وویل چې، د ګواښونو سره سره موږ کار وکړ. دی آرام ښکارېده او پوښتنو ته یې ځوابونه میندل.
همدا شان د جمعې په ورځ آغلې کلېنټن له کرزي سره د څلوېښتو دقیقو لپاره خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې ده شکایت وکړ چې دی به هېڅکه یو مشورع مشر نه وي که چېرې د ده د ۱.۳ میلیونو پښتنو ملاتړو رایې بې اعتباره کړای شي. آغلې کلېنټن چې په ټاکنو کې له دغو ترخو خواشینوونکو شېبو سره بلده وه، ده ته وویل چې دا ورسره پدې ترخه شېبه کې شریکه ده.
خو، آغلې کلېنټن استدلال وکړ چې که چېرې ښاغلی کرزی بیا ځل ټاکنې په لاره واچوي او ویې ګټي چې د دې او ځینو نورو چارواکو په باور دی به یې ګټي، نو دا به د مشروعیت تر ټولو ډاډه لاره وي چې ادعا یې وکړي.
اروپایي ډیپلوماتانو وویل چې لومړی وزیر ګورډن براون درې ځله د ټېلفون په کرښه له کرزي سره خبرې وکړې او په کرزي یې د فشارونو تول دروند کړ. د یوه ډیپلومات په حواله چې، ښاغلي براون روښانه کړه چې کرزی یوازې مجبور و د نړیوال ټاکنیز کمیسیون پایلې ومني یا به دی نور د لوېدیځې نړۍ شریک او همکار نه وی. 

د سبرینا تېورنایس راپور له کابل څخه او مارک لندلر او هېلن کوپر له واشنګټن څخه، ټام شنکر له جاپان څخه او عبدالوحید وفا له له کابل څخه په دغه راپور کې مرسته کړې وه.

http://www.nytimes.com/2009/10/21/world/asia/21afghan.html?_r=1&ref=global-home

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery