مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

م.م- افغاني تریاک چې د طالبانو بغاوت تمویلوي ډېر وژونکي دي

ژباړه: عبدالحمید ستانکزی


لیکوال: ټام لسېټر – مکلاچي McClatchy  ورځپاڼه
مسکو- د ځمکې پر مخ افغاني تریاک د نورو هغو پر پرتله هر کال ډېر انسانان وژني، د ملګرو ملتونو د یوه راپور پر بنسټ چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ادعا کېږي چې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان هر کال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
که څه هم چې امریکایي چارواکو د دوو وروستیو کلونو په ترڅ کې په اافغانستان کې د تریاکو لږ تولید ته اشاره کړې، خو اوس هم دغه هېواد د نړۍ ۹۰٪ تریاک چې د راپور له مخې اوس د سویلي آسیا په لویه برخه کې د لویې ورانۍ زړی کري، تولیدوي.
د راجسټر شوو وګړو کتاب چې د افغاني تریاکو له امله له منځته تللي لړزونکی دی. انتونیو ماریا کوستا د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر اجرایه مدیره د یوه یاددښت په ترڅ د راپور په لڼډیز کې لیکي چې، موږ اړ یو چې یوه پېړۍ شاته په چین هېواد کې د تریاکو دراماټیک اعتیاد ته ولاړ شو څو، مقایسوي احصایې ومومو.
له مخدره توکو سره د مړینو د تړاو سربېره، د افغاني هېرویینو او تراکو عواید د وسلو د پېرلو لپاره چې امریکایي ضد بغاوت کوونکي امریکایي سرتېري پرې ووژني لګېږي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې طالب بغاوت کوونکو د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ز کلونو په منځ کې، په ګاوڼډ هېواد پاکستان کې پرته له هغو پیسو چې د مخدره توکو د پروسس له کارخانو او د مخدره توکو اړوند کاروبار څخه لاسته راځي، په منځنۍ توګه د څه د پاسه ۱۲۵ ملیون ډالرو کلني عواید له تریاکو تر لاسه کړي.
د افغاني تریاکو درمندونه چې د هېرویینو د تولید لپاره کارول کېږي په ۲۰۰۸ز کال کې له ۷.۷۰۰ مټرېک ټن څخه سږ کال ۶.۹۰۰ ته راکښته شوي دي، خو د زیات تولید له وجهې هلته ۱.۲۰۰ مټریک ټن څخه زیات تریاک په ګودامونو کې شته، چې له دوو کلونو زیات د نړۍ د تریاکو تقاضا پوره کوي. ملګري ملتونه وایي چې مجرمین او بغاوت کوونکي ښایي دغه زېرمې پخپل واک کې ولري.
د ملګرو ملتونو موندنې، د سویلي آسیا د تریاکو د قاچاق د لارو په هکله چې د افغانستان او روسیې تر منځ د هېرویینو د لېږد یو ریښتوني کمربند (تر ټولو بد پرمختګ) ته بدل شوئ دی، یو پیاوړی خبرداری دی.
د تریاکو، جرمونو او بغاوت دغه لوی توپان چې له کلونو راهېسي د افغانستان او پاکستان تر پولو راڅرخي سویلي آسیا ته یې مخه کړې، کوستا وویل: که چېرې د مخنیوي چټک ګامونه پورته نشي، د یوروشیا یوه لویه برخه به له  لاسه ووځي.
مکلاچي د روان کال په لومړیو کې د لیکنو یوه ټولګه خپره کړه چې، روسیې ته د مرکزي آسیا عمده معبر په توګه د تاجکستان له لارې له افغانستانه د تریاکو لېږد څاره.
دغو لیکنو وموندل چې په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکې په مشرۍ په افغانستان د یرغل را وروسته کلونو کې د لوېدیځ لټي، افغاني تریاکو په افغانستان د فساد پارولوته لاره پرانیسته، تاجکستان یې د پولو په اوږدو کې د مخدره توکو هېواد ته بدل کړ او په روسیې کې یې په زرګونو کسان په مخدره توکو روږدي کړل.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې روسیه اوس په نړۍ کې د هېرویینو لوی مصرف کوونکی دی. راپور کاږي چې پروسږ، لږ تر لږه د افغاني هېرویینو ۷۰ ټنه په روسیه کې مصرف شول، تر ړومبنیو اټکلونو لوړ چې په امریکې او کاناډا کې مصرف شوي و درې برابره اوچت دي.
روسیې کې په روستیو لسیزو کې د روږدو کسانو شمېره لس برابره زیاته شوې ده او د روسیې د حکومت د ارقامو له مخې چې په راپور کې راغلي، هر کال د مخدره توکو اړوند مړینې د ۳۰.۰۰۰ او ۴۰.۰۰۰ تر منځ پېښېږي. د روسیې رسمي خبري آژانس ویلي دي چې پدغو کې ۳۰.۰۰۰ مړینې د افغاني هېرویینو له کبله پېښېږي.
روسي مشرانو د افغاني تریاکو په وړاندې د لوېدیځوالو په بې غورۍ خپله غصه څرګنده کړې ده چې سږ کال هم د دغې موضوع په سر له مسکو څخه د بارک اوباما او بهرنیو چارو وزیرې آغلې کلېنټن د لیدنو پر مهال خبرې اترې وشوې.
په می کې د روسیې د مخدره توکو د کنټرول فدرالې څانګې مشر وېکټور اېوانوف وویل چې د مخدره توکو ۱۸۰ افغان کاروباریان روسیې ته هېرویین قاچاقوي. اېوانوف زیاته کړه چې د مخدره توکو د دغو ۱۸۰ کاروباریانو ډېری یې د امریکې او ناټو د مسوولیت په سیمه کې میشت دي.

لېنک: http://news.yahoo.com/s/mcclatchy/20091021/wl_mcclatchy/3338284

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery