مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جان کیری : د احمدولي کرزي په اړه شواهد نه لرو

پای

کیری وایی چی داسی اسناد نسته چی د کرزي ورور د مخدره موادو کاروباری وښیًی

امریکایی سناتور جان ایف کیری ویلی چی د دې ادعاګانو سره سره چی ویل کیږی د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي کشر ورور احمد ولی کرزﺉ یعنی په کندهار کی د جنوبی افغانستان استاځی د مخدره موادو مشهور کاروباری دی ، خو ما ته د امریکا د استخباراتو او هم د قانونی تعقیب د څانګی لخوا کوم مؤثق ثبوت نه دی راښکاره سوی ، تر څو دغه ادعاګاني صحیح ثابتی کړی . په دوشنبه د هغی مباحثې پر مهال چی د افغانستان څخه د کیری تر راستنېدو وروسته د بهرنیو اړیکو په جرګه ګۍ کی وسوه ، د کیری څخه وپوښتل سوه چی پر ولسمشر کرزي به څنګه اعتماد وسی چی د آوازو له مخی د ده ورور د هېواد د لویو مخدره ییز کاروباریانو څخه دی ، هغه په دې احتیاط ډوله خبر داري سره ورته وویل چی « زه ستاسو څخه د دې بیان په ویلو سره هیڅ اعتماد نه سپموم ، خو  فکر کوم چی دا مهمه ده چی دغه موضوع ایسته وغورځوو . »
 
کیری وویل چی د حامد کرزي سره زما د کتنی پر مهال « موږ په دې باره کی مستقیمأ سره وږغېدو . په حقیقت کی هغه زما څخه په دې هکله وپوښتل . . . هغه پخپله دا مسأله راپورته کړه . دا ډیره په زړه پوری ده ، او موږ د ده د ورور د آګاهیو په اړه خبري وکړې . »
سناتور کیری وویل چی « اجازه راکړﺉ د دې شي په باره کی داسی ځواب درکړم چی ما په دې هکله د استخباراتی منابعو او قانونی تعقیب د ځواکونو څخه شواهد او مدارک وغوښتل ، یعنی را ویې ښیاست چی دغه سړﺉ په دې کار کی څونه لاس لری . خو زه به تاسو ته ځای پر ځای په زغرده ووایم چی هیچا هم او بیا هم هیچا کوم ثبوت نه درلود تر څو راته ویلی یې وای چی دغه دي اړونده مدارک ، یا راته ویلی یې وای چی موږ د ده په باره کی دا یا هغه څه اورېدلي دي او یا هم دا چی هغه مو هلته یا دلته راګیر کړی دی او یا هم ګواکی دا د ده د لاس لرلو شواهد دي . نو ځکه دا څرخنده خبري دي او تاسی پوهیږﺉ چی هلته ډول ډول بیانونه شته دي لکه دغه څرخنده خبري چی دي . » ده زیاته کړه چی « زه نه سم کولای چی ټولی هغه خبري اتري همدا اوس درته بیان کړم چی د ولسمشر ( کرزي ) سره می کړي دي . زما په فکر ځینی شیان سته چی احمد ولی کرزي کړي او مرستندویه نه دي ثابت سوي ، مګر یو لړ داسی کارونه یې هم کړي چی زموږ لپاره ډیر ګټور تمام سوي دي . »
 ځکه نو کیری استدلال وکړ چی « موږ باید هغه انډول ته ښه متوجه اوسو تر څو د هغه له مخی کندهار او هماغه ځانګړې سیمه په ښه توګه اداره کړو . زه ډاډمن یم چی دا هغه خبري اتري وې چی ډیر ژر به  ولسمشر ( کرزﺉ ) په هغه متعهد سی .
خو موږ د دې سره ډیر حساس یو ، همدا اوس موږ د کوکنارو تر څنګ روان یو . موږ ځکه هغه له منځه نه دي وړي چی په دې خبر سوي یو چی تر څو پر ځای یې کومه بله عوضی تولیدی ماده ور نه کړو هغه نسو محوه کولای . او ځکه نو موږ اوس تر پخوا متوجه او پوه سوي یو . »
 کیری وویل چی « که تاسو د هغوی ټوله روزی پر ودروﺉ او پر ځای یې هیڅ شی هم ورنکړﺉ نو معنا یې دا ده چی طالبان تولیدوﺉ . ځکه نو زما په فکر موږ اوس یو څه هوښیار سوي یو . »
کیری وویل چی زه په دې عقیده یم چی کرزی « په دې ضرورت پوهیږی چی باید یو لړ بدلونونه راسی . د ده په حکومت کی ځینی فوق العاده وزیران شتون لری . موږ د هغوی سره له نږدې کار کوو او موږ پر ځینو دغو وزیرانو ډیر مهم اعتماد لرو . »

ده ومنل چی « په ځینو وزارتونو کی دلته هلته ډیر مشکلات هم سته چی سم خدمتونه نه کیږی او وزیر هم په هغه ښه خبر وی . »
کیری وویل « لکه په هرو انتخاباتو کی چی هر ځای کیږی ، د هیڅ کوم هېواد ولسمشر هم نه غواړی چی تر څو انتخابات ختم سوی نه وی ،  ووایی چی څوک به له صحنې ووزی . » خو ده په تکرار سره وویل چی « زه په دې ډاډه یم چی ځینی بدلونونه به راځی او موږ ځکه باید لاس ورکړو چی د دې اوښتلو مرکز دوی پخپله دي . »

http://news.rediff.com/report/2009/oct/27/kerry-denies-allegations-against-karzais-brother.htm

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery