مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-31   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ټایمز: د ملي اردو بي تجربه روزونکي


ټایمز: د ملي اردو بي تجربه روزونکي


سرچینه: د لندن تایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د انګلستان چاپ،  ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د ملي اردو په اړه  یوه مقاله خپره کړي او په یوه برخه کې یې راغلي چې امریکا او غرب په اوسني حال کې  په دې  لټه کې ده چې هر څومره چټک چې کیدای شي باید د افغان ملي اردو شمیره لوړه شي تر څو له بهرنیو سرتیرو څخه ډیر مسولیتونه واخلي.

امریکا او غرب په خپل دغه کار سره غواړي چې د افغانستان په جګړه کې د خپلو انساني تلفاتو شمیره چې په دې ورستیو کې لوړه شوي ده را  ټیته کړي.

ورځپاڼه کاږي چې افغان ملي اردو نه په سمه توګه روزنه تر لاسه کوي اونه هم ورته کافي تجهیزات په واک کې ورکول کیږي تر  څو په اغیزمنه توګه د القاعدې او طالبانو پر وړاندي وجنګیږي.

ټایمز ورځپاڼه د کابل په ختیځ کې د پخواني شوروي د وخت په پوځي  روزنیز مرکز کې هغو په زرګونو تنو سرتیرو ته اشاره کوي چې د بهرنیو روزونکو له خوا ورته پوځي زدکړه ورکول کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې بهرني روزونکي په ډیره بیړه سره له افغان روزونکو سره یو ځای تازه دمو سرتیرو ته زدکړه ورکوي په داسي حال کې چې د زدکړې  اغیزمنتوب د بیړې په حالت کې خورا کم دی.

ورځپاڼه یوه بله نیمګړتیا هم را اخلي او وایې چې د ملي اردو په دغه روزنیز مرکز کې چې د کابل د نظامي زدکړو د مرکز په نامه نومول شوی، هغه افغان روزونکي سرتیرو ته زدکړې ورکوي چې په پخواني شوروي کې یې  زدکړي کړي او له  القاعدې او طالبانو سره دجګړې د تکتیکونو څخه بي خبره دي او په اوسنی جګړه کې د شوروي د وخت پوځي مهارتونه چندان اغیزمنتوب نه لري.


پتیل شوي چې تر ۲۰۱۴ کال پوري د افغانستان د ملي پوځ د سرتیرو شمیره ۲۴۰ زرو ته ورسول شي او په دغه برخه کې د امریکې متحده ایالتونو د مالي سرچینو د برابرولو ژمنه کړي.

 


اشیا ټایمز: القاعده تر طالبانو مفلسه ده

سرچینه: اشیا ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب:  میرویس جلالزی


د آشیا ټایمز ورځپاڼي له یو شمیر نورو غربي معتبرو ورځپاڼو په نکل د امریکې د خزانې د مرستیال وزیر ورستۍ څرګندوني په یوه مقاله کې را اخیستي چې ویلي یې وو د القاعدې ډله د مالي سرچینو له کمښت سره مخ شوي ده خو طالبان په ښه مالي وضیعت کې قرار لري.

ورځپاڼه لیکي  چې په روان حالت کې د طالبانو مالي وضع د القاعدې ډلي په پرتله ښه ده او د اسامه بن لاډن په مشرۍ د القاعدې ډله د نن په څیر هیڅ کله هم نه وه بي پیسو شوي.

اشیا ټایمز لیکي چې د القاعدې ډلي مشرانو هم په تیرو څو میاشتو کې په وار وار په دغه مسله اعتراف کړی چې د پیسو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي او له همدې امله یې نفوظ ورځ تر ورځي کمزوری کیږي.

یو شمیر اسلامي بانکونه، خیریه ټولني او بډایه اسلامي ملکونه هغه سرچینې وي  چې د  القاعدې ډلي ته به یې پیسې برابرولي خو په تیرو دوو کلونو کې د امریکې او سعودي عربستان په ګډون یو شمیر هیوادونو  د  ګڼو هغو اسلامي بانکونو او خیریه ټولنو حسابونه کنګل کړل چې دوي پرې له القاعدې ډلي سره د مالې ارتباط شک کاوه.

اشیا ټایمز لیکي چې د القاعدې شبکې  بر عکس د طالبانو ډله دمګړۍ په ښه مالي حالت  کې قرار لري او له نورو سرچینو پرته،  کوکنار یوه بله هغه منبع ده چې طالبان ترینه ډیري پیسې تر لاسه کوي .

ویل کیږي چې دمګړۍ د طالبانو د نفوذ لاندي سیمو کې په غټه پیمانه کوکنار کرل کیږي او د کوکنارو په دغه کرکیله کې بزګران، دمخدره توکو قاچاقبر او طالبان شراکت لري.

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery