دخپریدو نیټه : 2009-11-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د بريټآنیایي سرتېرو وژنه د افغان پولیسو په هکله پوښتنې راپورته کړي
ژباړه: عبدالحمید ستانکزی
اسوشیتډ پرس
لیکوالان: الېنا بېکاتوروس او دېب ريچمن
کابل- د یوه لډر افغان پولیس لخوا د بریتانیایي سرتېرو وژنه د افغان پولیس د ځواکونو د روزنې او دسپلین او د دوی په لیکو کې د یاغیانو د احتمالي نفوذ په هکله چې امریکه فکر کوي یوه ورځ به یې له افغانستانه د وتلو ټکټ شي، اندېښنې راپورته کړي.
دغه برید په بریتانیا کې چېرې چې، د جګړې لپاره عامه ملاتړ رنګ بایلي وېره او اندېښنه خوره کړې. د امریکې له متحده ایالاتو وروسته په افغانستان کې بریتانیه د ناټو د ځواکونو لوی مرسته کوونکی هېواد دی او په افغانستان کې یې دوامداره شتون، د ولسمشر اوباما د ستراتېژۍ لپاره پدې چې دی د لسګونو زرو نورو امیکایي سرتېرو په لېږلو غور کوي اصلي ټکی دی.
پنځو وژل شوو سرتېرو چې افغان پولیسو ته یې روزنیزې لارښوونې کولې د سه شنبې په ورځ په یوه پوسته کې چېرې چې دوی په سویلي بې ثباته هلمند کې ژوند کاوه په ډزو ووژل شول. د چارواکو په وینا، شپږ تنه نور بریتانیایي سرتېري او دوه افغان پولیس د سرتېرو په ځوابیه اور کې ژوبل شوه.
ټوپک وال (بریدګر پولیس) له سیمې په تېښته بریالی شو او د برید انګېزه مالومه نده.
دغې پېښې پروسږنې دوه پېښې چې امریکایي سرتېري پکې د پولیسو لخوا تر برید لاندې راغلل رایادوی، پدې اړه یې پوښتنې راپورته کړي چې آیا نړیوال ځواکونه هڅوي کوي چې افغان پولیس ډېر ژر په کار وګماري او روزنه ورکړي که څنګه.
د پولیسو تر ګمارنې مخکې د دوی د سابقې په هکله ډېرې پوښتنې ګروېږنې نه کېږي. پیتر ګالبرېت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت پخواني چاوراکي د بي بي سي څلورم چینل ته دا خبره وکړه.
په سپتمبر کې، سن کارل لېوین ډي-مېچ دغه هېواد ته د جګړې لپاره د نورو لسګونو زرو امریکایانو د لېږلو پر ځای، د روان پلان شوي بهیر څخه په لا چټکه توګه د افغان ملي اردو او پولیسو د شمېر د زیاتوالي غږ وکړ.
په واشنګټن کې، جیوف مورېل د دفاع وزارت د رسنیو منشي، د افغان ځواکونو او د دوی په روزنه کې د نړیوالو هڅو چې د جګړې لپاره د امریکې د ستراتېژۍ اصلي برخه ده دفاع وکړه.
هر څومره چې دغه عمل یو جنایت او خواشینوونکی دی، خو نېکمرغي دا ده چې دا یوه نادره پېښه ده. د ناټو ځواکونه د افغان ملي امنیتي ځواکونو سره شراکت ته دوام ورکوي چې د دوی ظرفیت جوړ کاندي او په پای کې له خپل ملک څخه د دفاع جوګه شي.
د ۲۰۰۸ز په اکتوبر کې، یوه پولیس د امریکایي سرتېرو په پلي ګزمې لاسي بم واچاوه او اور یې وکړ چې یو سرتېری یې وواژه. تېره میاشت، یوه بل پولیس د پولیسو په حوزې ډزې پيل کړې چې یو سرتېری یې وواژه او درې نور یې مخکې لدې چې په بې رحمي سره ووژل شي ژوبل کړل.
د افغان پولیسو او سرتېرو روزنه او دوی سره ګډ عملیات لکه څرنګه چې د سه شنبې پر ورځ بریتانیایي سرتېرو همدا کار کاوه، د طالبانو د مخ په پراخېدونکي بغاوت سره د چلن چې وروسته بیا نړیوال ځواکونه دغه هېواد څخه ووځي د ناټو د ستراتېژۍ مهمه برخه ده.
خو، په دغه بهیر کې د ملي اردو په پرتله له پولیس سره ډېر خڼډونه پراته دي.
په سپتمبر کې، د امریکې د دفاع وزارت د یوه څارونکي جنرال راپور څرګنده کړه چې افغان پولیس په جدي فساد لړلي دي او عام افغانان ډېر ترې په تنګ دي. د پولیسو لوړپوړي چارواکي د خپلو سرتېرو په کنټرول کې پاتې راځي او په منظمه توګه د دوی د کړو وړو څارنه نکېږي.
خو، افغان ملي اردو چې په افغان حکومت کې یو پتمن ارګان دی داسې نده. عامه افکار انګېري چې د افغان ملي پولیسو ډېر عناصر فاسد او په سیاست او د واک تږیو ته ډېر نږدې دي. دغه ټکی تېره میاشت انتونیو کورډسمن د پنټاګون پخواني شنونکي لیکلئ و.
کوردسمن زیاته کړه، د نوو واحدونو د جوړولو ریښتوني هڅې د دوی اغېزمنې رهبرۍ ته دوام ورکوي، له نارسمي تاوتریخوالي او د پرسونل د ساتنې له ستونزو سره چلن کوي او د فساد له کبله د فشارونو برلاسي کېدو کې مرسته کوي.
افغان ولسمشر حامد کرزي هڅه وکړه چې پدغې وژنې کې د افغان پولیس رول بربڼډ نکړي. ده په لومړي بیان کې برید وغانده او زیاته یې کړه چې د بریتانیوي سرتېرو وژنه د افغان ملي پولیسو د یوه غړي لخوا تر سره شوه، خو ساعت وروسته، په یوه تصحیح شوي بیان کې د پولیسو نوم هېڅ اخیستل شوی نه و.
همایون حمیدزاده د ولسمشر ویاند دغه پېښه یې یو بابېزه عمل او نادره پېښه په ګوته کړه. ښاغلي حمیدزاده اسوشیتډ پرس ته وویل چې په امریکا کې خلګ په نورو باندې په بازارونو او هټیو کې ډزې کوي او لېوني خلګ هر چېرې شته.
په هر حال، د کرزي اصلي سیال د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکتر عبدالله وایي چې دغې ترخې پېښې دا وښوده چې د کرزي اداره د نړیوالو ځواکونو له اته کلنې مرستې سره سره د ملک په ثبات کې پاتې راغلې ده. عبدالله خبریالانو ته وویل چې، د یوه معتبر او اعتماد وړ شریک په نه شتون کې د جګړې لپاره چې نهم کال ته غځېږي نورو سرتېرو او نورو زېرمو ته اړتیا ده.
ګورډن براون په لندن کې چې هڅه یې کوله په افغانستان کې د جګړې ننګه وکړي د دغې یوې پېښې په سر په ټولو افغان پولیسو باندې په قضاوت کولو یې خبرداری ورکړ. د دغو پنځو سرتېرو وژنه د بریتانیوي سرتېرو د مړو شمېره ۲۲۹ تنو ته رسوي.
د بریتانیوي سرتېرو د وژنې تر اعلان ساعتونه مخکې، د کارګر د ګوند لوړپوړي غړي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کېم هاوېلس له براون سره شخړه وکړه او په پړاوونو کې یې د بریتانیوي سرتېرو د رایستلو غږ وکړ او استدلال یې کاوه چې ښه به دا وي چې هغه پیسې د بریتانیا د پولو په ساتلو کې ولګېږي. وروسته بیا هاوېلس وویل چې دا به امریکایي او بریتانیوي سرتېرو ته څومره سخته وي چې افغان ملي اردو او پولیس پدې قانع کړي چې د دوی خپل امنیت وساتي.
هاوېلس دا یوه ریښتونې ضربه ده پدې چې دغه برید د پالېسۍ په زړه باندې شوئ دی.
تېره میاشت براون افغانستان کې د ۹ زرو سرتېرو سربېره د نورو ۵۰۰ سرتېرو د لېږلو د پلان اعلان وکړ خو، لکه څرنګه چې مرګ ژوبله لوړېږي هومره له جګړې څخه عامه ملاتړ هم راټیټېږي. دغه وضعیت بریتانوي پوځي افسرانو ته چې په نورماله توګه ترې منکر دي یادونه کوي چې په عامه له براون څخه وغواړي چې حتا نور پوځیان هم راوغواړي.
براون ولسي جرګې ته وویل که څه هم چې څېړنې روانې دي خو طالبانو د پېښې پړه په غاړه اخیستې. په هر حال، د ده دفتر د طالبانو لخوا د کوم ځانګړي خپاره شوي بیان د شواهدو په وړاندې کولو کې پاتې راغئ.
ډګرمن دېوید واکفیلد په هلمند کې د بریتانیوي پوځونو ویاند وویل چې احتمالاْ بریدګر د ډزو پر مهال له یوه بل سره په ګډه همکارۍ کې عمل کاوه چې دا پېښه په نادعلي کې راپېښه شوه.
په هلمند کې د پولیسو یوه چارواکي وویل چې چارواکو کرۍ شپه او د چهارشنبې ورځ په بریدګر پسې وګرځېدل او دی د پولیسو له یوې سیمه ییزو اکاډیمۍ څخه فارغ شوئ و. دغه چارواکي چې د خپل نوم له ویلو ډده وکړه وویل چې د پېښې انګېزه مالومه نده.
http://news.yahoo.com/s/ap/20091105/ap_on_re_as/as_afghan_british_troops