مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اوباما د افغانستان په هلکه خپله ستراتېزۍ بشپړوي

ژباړه: عبدالحمید ستانکزی


لیکوال: آدم اېنتوس- رویټرز
واشنکټن- ولسمشر اوباما افغانستان ته خپلې ستراتېژۍ باندې د غور او کتنې وروستي پړاوونه وهي او د پنټاګون وروستی غوراوی چې دغه هېواد ته د ۳۰.۰۰۰ نورو سرتېرو لېږلو کې شاملېلېږي څېړي.
د دغې اندازې سرتېرو لېږل به تر څلوېښت زرو چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي پوځونو پولندوی جنرال سټېن لي مکرېسټال یې سپارښتنه کړې وه لږ وي، خو تر هغه څه چې د اوباما ډیموکرات متحدین یې ملاتړ کوي زیات دی.
د جګړې له امله مرګ ژوبلې په امریکې کې له جګړې څخه عامه ملاتړ راټیټ کړئ دی او ښایي چې د سرتېرو زیاتوالی ولسمشر اوباما ته په راتلونکي کال کې د امریکې د کانګرېس د ټاکنو مخکې د سیاسي اعتبار وسیله شي.
دمګړی په افغانستان کې ۶۷.۰۰۰ امریکایي او ۴۰.۰۰۰ د نورو هېوادونو ایتلافي ځواکونو سرتېري میشت دي.
د پنټاګون د وروستي غوراوي په ترڅ کې چې سپينې ماڼۍ ته وړاندې شوی و، د اضافي سرتېرو درې جګړه ییزې قطعې او د فرقې یوه قوماندانۍ به کندهار کې چې د طالبانو د واک مرکز و د ۳۰.۰۰۰ سرتېرو د یوې برخې په توګه ځای پر ځای شي.
امریکایي چارواکو چې د موضوع د حساسیت له امله یې د خپلو نومو له ښودلو ډډه کوله وویل چې اوباما د سرتېرو د زیاتوالي موضوع حل کړه خو، لا یې د سرتېرو په اندازې پرېکړه نده کړې.
په ټولیزه توګه د سرتېرو قطعې د ۳.۵۰۰ او ۴.۰۰۰ تر منځ وي پداسې حال کې چې که د نورو پوځي واحدونو د ضمیمه کېدو اړتیا پېښه شي نو یې شمېره تر ۵.۰۰۰ لوړېدای شي. د سمندري ځواکونو قطعې تر دې هم لویې وي.
له اوباما څخه چې آسیا ته د نومبر له ۱۲مې تر ۱۹مې سفر کوې تمه کېږي چې په راتلونکو څو اونیو کې خپله پرېکړه به احتمالا د حامد کرزي د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته اعلان کړي. کرزی له درغلیو ډکو جنجالي ټاکنو کې د ولسمشری د یوې بلې پنځه کلنې مودې لپاره بیا وټاکل شو.
دا به په وخت پورې اړه ولري څو کرزی د یوې ژمنې په ترڅ کې د امریکا او ارويا غوښتنو ته چې د فساد په وړاندې د مبارزې ټینګ ګامونه پورته کړي او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په ګډون لا ښه حکومت وړاندې کړي غاړه کېږدي. 
واشنګټن پدې باور دی چې د طالبانو د بغاوت په وړاندې یوه بریالۍ ستراتېژۍ په پراخه توګه د کابل له حکومت څخه د عامو خلګو د ملاتړ په راګټلو پورې اړه ولري.
مایک کولن د امریکا د دفاع وزارت لوی درستیز وړاندې تر دې د اونۍ په سر کې ویلي و چې د بیا ټاکل شوي ولسمشر مشروعیت په افغانانو کې چې  ده ته خوش بین دي تر پوښتنې لاندې دی او چې بد بین دي نو هېڅ نشته.

http://news.yahoo.com/s/nm/20091108/ts_nm/us_afghanistan_usa

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery