مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-22   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

والسټریټ ژورنال: د اوبهاما د خروج ستراتیژي


والسټریټ ژورنال: د اوبهاما د خروج ستراتیژي

سرچینه: والسټریټ ژورنال ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د والسټریټ ژورنال ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان څخه د امریکې د ولسمشر بارک اوبهاما د سرتیرو د خروج د ستراتیژۍ په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

ورځپانه کاږي چې دمګړۍ د امریکې ولسمشر د بریټانیې له صدراعظم ګورډن براون سره  په دې خبري کوي چې څرنګه   په موثره توګه امریکایې سرتیري د یوې منظمې ستراتیژۍ له مخې
له افغانستان څخه وباسي تر څو له یوه لوري طالبان مورال تر لاسه نکړي او له بل لوري افغان حکومت په دې  وتوانیږي چې خپل کورني ځواکونه پیاوړي کړي او د چارو ټول مسولیت په خپله غاړه واخلي.

والسټریټ ژورنال کاږي چې دمګړۍ د سیاسي او پوځي چارو یو شمیر متخصصین په دې باور دي چې د خروج د ستراتیژۍ په اړه خبري کول طالبان ته یو نامناسب پیغام استوي او هغوي زړور کوي.

په مطلب کې راغلي چې که چیرته امریکا او بریټانیا له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو مهال ویش اعلام کړي نو دا کار به د خلکو په منځ کې ویره خپره کړي تر څو سر له اوسه له طالبانو سره همکاري پیل کړي چې مبدادا د بهرنیو سرتیرو د وتلو په صورت کې به یو ځل بیا طالبان په افغانستان مسلط شي.

ورځپاڼه وړاندي لیکي چې که چیرته له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو کومه مشخصه ستراتیژي نه وي موجوده، نو افغان کورني ځواکونه به هیڅ کله هم  په ځان د متکي کیدو په باب فکر و نه کړي او دا کار به کورني افغان ځواکونه همداسي  په بهرنیو سرتیرو متکي پریږدي.

د افغانستان د جګړې یو شمیر متخصصین بیا په دې باور دي چې که چیرته اوبهاما او براون له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو ستراتیژي مشخصه کړي دا کار به د کابل حکومت په دې اړ باسي چې  ډیرو مسولیتونو ته غاړه  کیږدي  او د مسولیت پزیرۍ اصل ومني.

یوه امریکایې چارواکي والسټریټ ژورنال ورځپاڼي ته ویلي چې که اوبهاما دغه ستراتیژي مشخصه کړي نو  دا کار به په حامد کرزي فشار راولي تر څو خپل کورني ځواکونه  په ځان بسیا کړي او د خپل هیواد د ډیرو واګو د تر لاسه کولو لپاره غاړه کیږدي.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery