نیویارک ټایمز: افغانستان کې داوبهاما ستونزمنه دنده
سرچینه: نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپانه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې (( په افغانستان کې د اوبهاما ستونزمنه دنده)) تر نامه لاندې یو مطلب خپور کړی دی.
نیویارک ټایمز کاږي چې په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر بارک اوبهاما د ستراتیژۍ لر لید تک تور ښکاري.
د ورځپاڼي په لیکنه چې که چیرته اوبهاما د افغانستان په اړه د امریکې د پخواني ولسمشر تیروتني تکرار کړي نو دا مسله به د افغانستان د لانجې هوارۍ ډیر ستونزمن کړي.
د امریکې دفاعي چارواکي په دې باور دي چې افغانستان ته به د اضافي سرتیرو استول د جګړې د هواریدو سره مرسته و نکړي بلکه دا کار به روان اخ او ډب نور هم تود کړي او حتی دا چې د سرتیرو ډیر تلفات او مالي ضایعات به د افغانستان غربي متحدین دې ته اړ باسي چې له دغه هیواد څخه پښې سپکي کړي.
د نیویارک ټایمز په باور چې که چیرته بارک اوبهاما او د هغه پوځي سلاکارن په ډیره چټکۍ سره افغانستان ته د نور سرتیرو استول تصویب کړي خو په افغانستان کې به بریالي توب ډیر وخت ته اړتیا ولري او ښایې بریالي توب ممکن هم نه وي.
ورځپاڼه کاږي چې که څه هم ډیری افغانان د اوسني فاسد حکومت له کړنو تر ستونې دي او د طالبانو عدالت غوره بولي خو بیا هم ښونځيو ته د خپلو زرګونو نجونو په استولو سره دا په ډاګه کوي چې د طالبانو له استبداد څخه هم په تنګ دي او د یوې روښانې راتلونکي هیله لري.
نیویارک ټایمز لیکي چې اقتصادي ستونزي خلک له طالبانو سره یو ځای کولو ته اړ باسي او په دې مسلې اوس واشنګټن او نور غربي متحدین هم ښه پوهیدلي او تر ډیره بریده کوشش کوي چې د افغانانو اقتصادي پرمختګ چټک کړي.
نیویارک ټایمز په پای کې کاږي چې که چیرته په افغانستان کې د واشنګټن یو با اعتباره او غښتلی شریک حکومت واکمن نه وي د طالبانو پر وړاندي به د امریکا بریا هم ناممکنه وي.