مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-24   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د امریکې متحده ایالاتو له طالبانو سره خبرې اترې کړي

ژباړه: عبدالحمید ستانکزی


آیرېش سن (Irish Sun)- سه شنبې د ۲۰۰۹ز کال د نومبر ۲۴مه

د امریکې متحده ایالاتو له افغاني طالبانو سره د داسې هېوادونو په منځګړیتوب لکه سعودي عربستان، پاکستان او بریتانیه د منځګړیو د رول په لرلو سره په خبرو اترو بوخته ده.
د ډلې ټایمز په راپور کې راغلي چې د طالبانو مشر ملا عمر، آغا معتصم یې د خپل بهرنیو چارو د خیالي وزیر په توګه له امریکې سره د دغو خبرو اترو د تر سره کولو لپاره ټاکلئ دی.
راپورونه کاږي چې فضل الرحمن خلیل د حرکت المجاهدین مشر له عبدالله انس سره چې د اسامه بن لادن د القاعدې د ډلې د مشر مرشد دی، دغو خبرو اترو کې د ګډون لپاره هم وربلل شوي دي.
داسې ښکاري چې دغه سرنوشت جوړونکې خبرې اترې به د طالبانو د مشرانو او د امریکې د متحده ایالاتو تر منځ په افغانستان کې د لوی اختر څخه یو څه وروسته تر سره شي.
په ورته وخت کې، ریچارډ اولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې خاص استازی هم د دې خبرې پخلۍ کړئ دی چې د اوباما اداره له طالبانو سره اړیکې نیولي خو مخامخ په خبرو کې سره ښکېل ندي.  
ده وویل چې واشنګټن به له افغان دولت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي خو زیاته کړه چې امریکه له طالبانو سره نېغ په نېغه په خبرو کې ښکېله نده.
د اوباما ادارې ډېره زیاته هڅه کړې ده چې د طالبانو په ماتولو کې له پاتې راتلو وروسته، اته کلنې افغان جګړې ته د پای ټکۍ کېږدي.

لېنک: http://story.irishsun.com/index.php/ct/9/cid/2411cd3571b4f088/id/569087/cs/1/

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery