مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-25   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نیویارک ټایمز: افغانستان ته نور عسکر

نیویارک ټایمز: افغانستان ته نور عسکر


سرچینه: نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې افغانستان ته د نویو امریکایې سرتیرو د استولو په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

ورځپاڼه کاږي چې د امریکې جمهور ریس  بارک اوبهاما له خپلو مشاورینو سره په تیرو دوو میاشتو کې د نهم ځل لپاره غونډه وکړه او په دې باب یې ورسره سلا مشورو ته دوام ورکړ چې آیا افغانستان ته د سرتیرو استول پر ځای اقدام دې او که څنګه؟

دوهمه هغه پوښتنه چې اوبهاما له خپلو  مشاورینو سره پرې بحث وکړ هغه دا وه چې څومره سرتیري به افغانستان ته کافي وي ایا څلویښت زره چې  جنرال سټنلي مک کریستال غوښتي او که تر دې شمیرې لږ؟

نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیره او د دفاع وزیر رابرت ګیټس افغانستان ته د دیرشو زرو سرتیرو استول اړین بولي خو د اوبهاما مرستیال جوبایدن بیا له لسو څخه نیولي تر پينځلسو زرو پوري سرتیري افغانستان ته استوي.

که چیرته دیرش زره سرتیري افغانستان ته واستول شي د هغوي کلنۍ لګښت به له ۲۵ څخه  تر ۳۰ ملیاردو امریکایې ډالرو پوري وي خو که د سرتیرو شمیره کمه وي لګښت به یې هم لږ وي.


په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال افغانستان ته د نورو څلویښتو زرو سرتیرو د استولو غوښتنه کړي خو تر اوسه پوري امریکا او د ناټو تړون نورو غړو افغانستان ته د سرتیرو د استولو په اړه پریکنده پریکړه نده کړي.

د امریکې د دفاع وزارت پریکړه کړي چې که چیرته افغانستان ته نور سرتیري واستول شي نو باید هغوي د لویو او ګڼ میشتو ښارونو امنیت وساتي.

په دغو ښارونو کې د کندهار، بلخ، هرات، جلال آباد او کندز نومونه اخیستل کیږي.

نیویارک ټایمز د امریکې د دفاع وزارت له چارواکو په حواله لیکي چې که اوبهاما افغانستان ته د ۴۰ زرو سرتیرو د استولو پلان توصیب کړي نو د دغو سرتیرو څخه به یوازي ۱۰ زره جنوبي ولایت کندهار ته واستول شي.

کندهار هغه ولایت دی چې دمګړۍ پکې شاوخوا ۳۲۰ زره سرتیري ځای پر ځای دي خو امنیت یې د نورو جنوبي ولایتونو په پرتله کړکیچن دی.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery