مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-25   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

انډین هرلډ: من موهن سنګ په نیویارک کې


انډین هرلډ: من موهن سنګ په نیویارک کې
منبع: انډین هرلډ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د انډین هرلډ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې واشنګټن ته د هند د لومړي وزیر من موهن سنګ د سفر او له بارک اوبهاما سره د هغه د لیدو کتو او خبرو اترو په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.

ښاغلی سنګ د دوشنبې په شپه امریکې ته ورسید او ټاکل شوي چې د د چهار شنبې په شپه له اوبهاما سره په سپینه ماڼۍ کې په هغه ماښامنۍ کې د شخصي میلمه په توګه برخه واخلي چې د بارک اوبهاما له خوا ترتیب شوي ده.

دا په سپینه ماڼۍ کې د لومړي عالي رتبه بهرني چارواکو او اوبهاما ناسته ده چې د امریکې د ولسمشرۍ مقام ته د اوبهاما له رسیدو وروسته تر سره کیږي.

د ورځپاڼي په لیکنه، د هند او پاکستان، هند او افغانستان، هند او چین مناسبات او همدا راز نړیواله ترهګري به هغه مسلې وي چې بارک اوبهاما به یې له ښاغلي سنګ سره په اړه خبري وکړي.

انډین هرلډ لیکي چې امریکا دمګړۍ د افغانستان لانجه او همدا راز په سیمه کې د ایران مخ پر زیاتیدونکی نفوذ او  د دغه هیواد اتمي لانجه هغه څه بولي چې د ده په بهرني سیاست کې مخکښ ځای لري خو هند دا تمه لري چې واشنګټن باید نوی ډهلی د خپلې بهرنۍ ستراتیژي په سر کې ځای کړي  تر څو په سیمه کې خپل دغه نږدې متحد قوي له ځان سره ولري.

د ورځپاڼي په باور چې ښایې نوی ډهلۍ د پاکستان او امریکا له وروستۍ نږدیوالي او مالي  قرادادونو څخه ویره لري او ښاغلی سنګ به په خپل  دغه قرار داد کې په امریکا ټینګار کوي چې نوی ډهلی په آسیا کې د  امریکې نږدې او کارنده ملګری هیواد دی او که چیرته  هند له امریکا سره خپلې اړیکي کمزوري کړي نو ښایې امریکا له سترو لانجو سره لاس او ګریوان شي.

خو ورځپاڼه له بل لوري د هند هغي نیمګړتیا ته هم اشاره کوي چې د امریکا له مرستې پرته یې نه شي پوره کولای او هغه نوي دهلي ته د امریکا د پرمختللو جګړیزو وسایلو په خاصه توګه جنګي اف شپاړس ډوله الوتکو سپارل دي.


انډین هرلډ کاږي چې هند دمګړۍ د امریکا اف شپاړس ډوله هغو الوتکو ته شدیده اړتیا لري چې څوکاله دمخه یې واشنګټن د ورکړي ژمنه ورسره کړي خو تراوسه دغه کار عملي بڼه نده خپله کړي.

امریکا هغه مهال هند ته د دغو پرمختللو جنګي الوتکو په ورکولو کې ځنډ راوست چې پاکستان هند ته د دغو الوتکو د سپارلو په اړه انګلستان او امریکې ته شکایت وکړ چې ګوندي دغه الوتکې د پاکستان پر ضد وکارول شي .

انډین هرلډ لیکي چې د هند لومړی وزیر به له بارک اوبهاما سره د افغانستان او هند په اړیکو هم خبري وکړي او اوبهاما  به افغانستان ته د هند د پوځي پرسونل د استولو طرحه هم له سنګ سره شریکه کړي.

هند وړاندیز کړی چې غواړي د نړیوال تروریزم د مبارزې لپاره افغانستان ته خپل سرتیري هم واستوي خو د کابل حکومت دغه مسله حساسه بولي دا ځکه چې پاکستان په افغانستان کې د هند پوځي حضور د پاکستان لپاره خطر بولي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery