مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-25   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ډیلي تیلګراف: په افغان پوځ کې د مخدره توکو استعمال

ډیلي تیلګراف: په افغان پوځ کې د مخدره توکو استعمال


منبع: ډیلي تیلګراف ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


ډیلي تیلګراف ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې په افغان اردو کې د مخدره توکو د اعتیاد او د پوځ له لیکو  څخه د هغوي د فرار په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

ورځپاڼه کاږي چې د افغان پوځ شاوخوا ۱۵ سلنه سرتیري په مخدره توکو اخته دي چې دغه مسله غربي چارواکو او په خپله افغان دولت ته د شدیدي اندیښنې وړ ده .

ډیلي تیلګراف لیکي چې غربي چارواکي او پوځ روزونکي په روان حال کې د افغان اردو او پولیسو تقویې ته د شک په سترګه ګوري .

ورځپاڼه له یوه جرمني جنرال څخه چې په افغانستان کې ماموریت پر مخ بیایې په حواله کاږي چې دمګړۍ د هغو افغان ځوانانو د سواد کچه په هیڅ شمیر ده چې په اردو کې  دي او یا هم د اردو له لیکو سره یو ځای کیږي او دا ستونزمنه ده چې سم ځوانان جذب کړای شي.

ورځپاڼه د ملي دفاع وزارت  له ویاند جنرال ظاهر عظیمي څخه په نکل کاږي چې دمګړۍ د افغان اردو شمیر ۱۰۰ زرو ته رسیږي او ټاکل شوي چې دغه شمیره ۲۴۰ زرو ته لوړه شي.

د کورنیو چارو وزارت نطاق زمري بشري هم ویلي چې د پولیسو ۹۷ زره اوسنۍ شمیره به ۱۶۰ زرو ته وچته کړای شي .

د ډیلي ټیلګراف په لیکنه چې د افغان ځواکونو په هغو مشرانو کې چې پخواني دي د مشرۍ (رهبرۍ)کچه  ډیره ټیټه ده او په ځوانو عسکرانو او افسرانو کې بیا د سواد کچه په نیست شمیر ده .

په افغانستان کې یوه غربي  پوځي اتشه ورځپاڼی ته ویلي چې د افغان دولت ارقامو ته په کتو سره باید هره میاشت دری زره سرتیري وروزل شي چې دغه کار به د اردو کیفیت ډیر ټیټ کړي دا ځکه چې وړ کسان په اسانۍ نه موندل کیږي  او اوسني ډوله سرتیري اغیزمنه روزنه نه شي اخیستلای.

دغه اتشه ویلي چې د افغان حکومت ارقام سیاسي اړخ لري ځکه چې امریکا په کابل فشار راوستی چې د ملک ډیری مسولیتونه باید کورني ځواکونه په لاس کې  واخلي .

جرمني جنرال ښاغلي ټامس ورځپاڼي ته ویلي چې په افغان ځواکونو کې له لیکو څخه د سرتیرو تیښته او د مخدره توکو اعتیاد ډیره خطرناکه مسله ده او دمګړۍ په زرګونو تنه سرتیري له روزني وروسته د پوځ له لیکو تښتیدلي دي.

دغه جنرال په پای کې د پوځیانو او پولیسو په لیکو کې د یو شمیر بي بندوباره سرتیرو شتون ته هم اشاره کړي او د هغو پینځو بریټانوي سرتیرو د مړیني انګیزه یې هم د همدې سرتیرو د کړنې زیږنده بللي چې د پولیسو او پوځ په لیکو کې ځای پرځای شوي دي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery