په کندهار کې د بندیانو شکنجه
سرچینه: کن ویسټ
رپوټ: متیو فیشر
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
کندهار – افغانستان: د کندهار په سرپوزه زندان کې بندیان شکنجه شوي وو، خو په هغه تعداد نه چې تیره اونۍ یې شمیر یوه کاناډایې ديپلوات ویلی وو، دغه خبر د کندهار د محبس ریس څرګند کړ.
د کندهار د محبس ریس ډګرمن عبدالله باور کنویسټ ورځپاڼي ته ویلي :(( هو، بندیان شکنجه شوي وو، یو شمیر یې سخت وهل شوي وو، په ځنځیرانو او د بریښنا په مزو د بندیانو لاسونه اوپښې تړل شوي وې، یو شمیر خو تر دې حد پوري وهل شوي وو چې لاسونه او پښې یې مات کړای شوي وو)).
دا نده څرګنده چې د کندهار د محبس د بندیانو شکنجه څه وخت پای ته رسیدلي ده او که ایا اوس هم روانه ده؟
ورځپاڼه له ښاغلي باور څخه په حواله کاږي چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د سرپوزې په زندان کې د بندي شاوخوا ۱۱۰۰ تنو څخه نږدې ۱۰۰ تنه یې په فزیکي ډول په ډیره بي رحمۍ سره شکنجه شوي وو.
د کنویست ورځپاڼي هغه خبریال چې د سرپوزې د زندان له ریس سره یې په کندهار کې د همدې محبس په دننه کې مرکه تر سره کړي کاږي چې دا ناممکنه ده چې څومره هغه بندیان به شکنجه شوي وي چې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو له خوا افغان دولت ته سپارل شوي دي.
ښايي دغه شمیره سلګونو تنو ته وسيږي.
کاناډايي دیپلومات ریچارد کولفین چې په دې ورستیو کې له کندهار څخه لیدنه کړي ده، کاناډا ته په ستندیو سره د پارلمان دفاعي کميټې ته دوینا پر مهال وویل چې ده داسي شواهد اواسناد تر لاسه کړي چې په سلګونو هغه بندیان د کندهاري چارواکو له خوا د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ شکنجه شوي چې د کاناډآيي سرتیرو له خوا له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي ول او وروسته بیا کندهاریوچارواکو ته سپارل شوي ول.
د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د اسدالله خالد په نامه د یوه کس له خوا کندهار اداره کیده او نوموړی به خامخا د دغو شکنجو په اړه یا د کور دننه او یاهم نړیوالو محاکموته را کاږل شي.
د کندهار د زندان ریس د ښاغلي کولفین له هغوڅرګندونو سره هم مخالف دی چې وایې ټول طالب بندیان شکنجه شوي دي.
ښاغلي باور وویل چې ډیری شکنجه شوي بندیان هغه کسان دي چې د کاناډايي ځواکونو له خوا افغان دولت ته نه دي سپارل شوي بلکه هغه بندیان دي چې د زندان بل اړخ ته له عمده سیاسي طالب بندیانو لري ساتل کیږي.
د کندهار د سرپوزې زندان دغه صادق لفظه زندان مشر ښایې د ښاغلي کولفین د هغو څرګندونو څخه پوره خبر نه وي چې په کاناډا کې یې غوغا رامنځ ته کړي ده او ښایې د سرپوزې په زندان کې د زندانیانو شکنجه کاناډا ته لویه نړیواله ستونزه رامنځ ته کړي.
ډګرمن باور له ۲۰۰۵ کال را پدې خوا تر هغه مهاله پوري د کندهار په زندان کې د یوه ټیټ پوړي مامور په توګه کار کاوه چې د کندهار پر زندان د طالبانو له خوا برید وشو او وروسته بیا د زندان مشر عبدالقادر پوپل د حکومت له خوا له دندې ګوښه کړای شو او پر ځای یې ډګرمن باور د زندان مشر په توګه وټاکل شو.
د سرپوزې د زندان اوسنی مشر ښاغلی باور وایې: (( د زندان پخواني مشر ښاغلي پوپل له کاناډايي سرتیرو سره راشه درشه لرله،تل به مو لیدل چې کاناډآيي سرتیري د هغه دفتر ته ځي راځي خو د هغوي د خبرو په جزیاتو نه یم خبر)).
ښاغلي باور دا مشخصه نکړه چې د سرپوزې د زندان د کومي کټګورۍ زندانیان په څه شمیر شکنجه شوي دي خو نوموړي وویل چې ډیر خلګ په دې پوهیږي چې هغه بندیان ډیر شکنجه شوي چې د افغان چارواکو له خوا نیول شوي دي نه د کاناډایانو له خوا او په شکنجه شویو بندیانو کې طالبان یعني سیاسي بندیان او هغه هم لوړ پوړي طالبان هم شامل ول.
ښاغلی باور د کاناډايي دیپلومات له هغو څرګندونو سره ورته څرګندوني لري چې وایې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د کاناډايي ځواکونو له خوا نیول شوي ډیری هغه بندیان چې افغان حکومت ته په کندهار کې سپارل شوي ول بي ګناه او عادي افغانان ول.
د کندهار د زندان د اوسني ریس پر وینا چې دوي څو څو ځله د پوپل د ماموریت پر مهال هغه ته ویلي وو چې زندان ساتونکي له زندانیانو سره سم سلوک نه کوي، هغوي وهي، ډبوي، او نار یې ساتي خو هغه په دغو خبرو باندي سر نه وو ګرځولی.
د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کې د کندهار پر زندان د برید پر مهال د زندان له دننه څخه د سلګونو تنو زندانیانو د تيښتي پر مهال ښاغلي باور خپل یو زوی او یو خوریې هم له برید کونکو سره د جګړې پر مهال له لاسه ورکړل خو نوموړی په ډیر قهر سره د بندیانو شکنجه غندي.