دبرلین له ورځپاڼي څخه
لیکوال : ویلي ګرموند
یو ستر پښتون دمهاتما ګاندي په خوا کې د عدم تشدد لاره غوره کړه
پا کستان د ده له فکرونو، عقیدې او ایدیا سره جوړ نه راځي
پېښور : محمد دین په خپل ژوند کې ډیر څه ليدلې دي . هغه له ۹۰ کالو څخه پورته دی او سم نه پوهیږي،په هر حال دومره پوهیږي کله چې د ده زوکړه وه، هغه مهال په اروپا کې د نړۍ لومړنې جګړه روانه وه . محمد دین یوه غوټه سترګې پر سترګو لري چې ډبله شیشه یې داسي مالومیږي لکه د زره بین سوځنده شیشه . په لړځیدونکې کین لاس ځان پر لاسي لکړه باندې تموي . خوریه یې یو جګ ځوان دی او له ده سره مرسته کوي ، کله چې دی په پښو پر اړه کیو باندې یو لوی صالون ته چې ټینګه امنیتي ساتنه یې کیږي ورجګیږي . دغه ځاې د پاکستان په جګړه ځپلې صوبه پېښور کې د پښتونخوا حکومت دمشرانو استوګنځی دی .
محمد دین په چارسده کې د خپل کور په المارې کې لا تر اوسه د سرخ پوښانو لباس یا سورنګې اونیفورم او سره پګړ ۍ ساتلي ده .
د ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۴۶ کالونو پورې دا رنګ د خدای خدمتګارانو یا د ولس خدمتګارانو نښان ګڼل کیده . اټکل ۱۰۰۰۰۰ ښځي او سړي په دغه پښتني غورځنګ کې ګدون درلود . دوی هغه مهال نه په توپکو یا وسلو بلکې د عدم تشدد په توکو باندې د انګریز کولونیال ځواک پر وړاندې مبارزه کوله . دا په داسي یو وخت کې چې د خېبر درې په شاوخوا کې د د انګیزانو پر وړاندې د وسلوال جهاد غږ پورته شوي وو .
د ترهګرې اصلې مرکز
نن یو ځل بیا د سپېڅلې جهاد غږ د پښتنو کمربند په کږو وګو درو کې خپور شوي دی . دغه سیمه د پاکستان شمال لودیځ ته او دافغانستان پولو ته څیرمه نن د ترهګرې اصلي مرکز جوړه وي . د اسلامي بنسټپالو جنګیالیو ډزي ان په پېښور کې اوریدل کیږي . دغه ښار د خېبردرې په پای کې موقعیت لري . انګریزي سرتیرو د خېبر دره د دوزخ دروازه یا ده ړه نومولې وه . په داسي یو ناامنه او په مسلسل ډول ناکرار وخت کې پښتون محمد دین د حکومت مشري ځای ته راځي ، تر څو چې د،، سرحد ګاندې ،، درناوي پرځاې کړي .
دغه فلم د تیرې مک لوهان په نوم یوې کاناډایي فلم جوړوونکي د باچا خان پر ژوند جوړکړی دی . د فلم نوم دسرحد ګاندي په نامه نومول شو ي .
په ۱۹۸۸ کال کې دغه سوله پال او د خدايي خدمتګارانو بنسټ ایښودوونکې ومړ . دغه فلم اوس د پېښور په حکومتي استوګنځۍ کې وښودل شو . محمد دین د خدایي خدمتګار د تحریک یو غړې کله چې ده دغه فلم لیدلو له سترګو یې اوښکې تویدي . د فلم په پاۍ کې ده وویل ، بلاخره یو چا زموږ تاریخ په فلم کې ثبت کړو .
لیکوال لیکې ،دا یو تاریخ دی چې نږدې و له یاده ووځي . دا تاریخ له هغه څه خبرې کوي کوم چې یو ننګیالې ، توریالې او غیرتمند د غرونو په شان کلک پښتون ولس ته دعدم تشدد خطاب کوي .
باچا خان په ۱۸۹۰ کال زېږېدلې دې . په ۱۹۲۹کال د پارسدې جګ ، پوخ ،د پراخه اوږو او ټټر خاوند باچا خان له یوې خوا دیو ازاد ښوونځی بنسټ کیښود چې جنکیو هم په زده کړه کوله او له بلې خوایې خوارو وارو په تربګنیو کې اخته پښتانه یي د انګریزانو کولونیال ځواک پر وړاندې یوالي ته د عدم تشدد مبارزې له لارې مقاومت ته راوبلل . د پخوانیو تجربو پر بنسټ د خېبردرې په شاوخوا کې د هر څه انتظار کیدو، خو په سرو کالېو کې ،، سرخ پوښان ،، د سوله پالو نتظار نه کیدو . دغو سړیو خپل سره کمیسونه پر خپل ټتر څیرې کولو ، د انګیزانو ماشینګنو او توپو نو ته به یي ځانونه ورغورځول . دې ډول هود، ارادې او مبارزي ته دلندن امپراتورۍ په جنګې تکتیکې پلان کې فکر نه وه شوي .
ډیرو کالونو باچا خان لکه د هند د خپلواکې اتل مامها ګاندي په څیر خلکو ته له یو بل سره د سولیزه ژوند او د مذهبونو سولیزه ژوند لپاره واعظ ، نصیحت او خطاب کاوه .
خان یو ځل د کنګرس غورځنګ مشرتابه ته هم ورسیدو ، چې بیا د هند او پاکستان ویش پیل شو . خان د خپلو عقیدې ملګرو له خوا دده سره د خیانت احساس وکړو،ځکه باچا خان د هند د تقسیم مخالف و او خپل هیواد ته بیر ته راستون شو . دی بیا د هندوس سېند د پورې غاړي دنویو واکدارنو له قهر اوناوړه چلندسره مخامخ شو . باچا خان د یو خپلواک مستقل پښتونستان هیله په زړه کې درلوده .
هغه مهال دی نه پوهیدو چې اکثریت یو پاکستانې دولت غوښتلو،د پېښور څخه خبریال رحیم اله یوسفزۍ په ګمان .
د نوې هیواد حکومت هڅه کوله چې باچا خان په هره بیه او په هر راز توکو باندې په خپل کنټرول کې راولي . باچا خان ټول ۱۸ کاله یي د پاکستان په زندانونو کې تیر کړل .
په ۱۹۵۰ کالونو کې دی لیکې ،زه د انګریزانو په جیلخانو کې کلونه کلونه ناست وم ، څه چې پرما د پاکستان په زندانونوکې وشول ، هغه د ټولو شکنجو او ظلمو څخه تیرې کوي .
په ۱۹۸۸ کال کې باچا خان په پېښور کې په خپل کور کې نظربند ومړ . نوموړي د هغه له وصیعت سره سم دی د افغانستان د جلال اباد په ښار کې خاور وسپارل شو .
یرغلګر پخواني شوروي اتحاد ده ته په درناوي د یو موقت اوربند موافقه وکړه تر څو چې سلګونو زره خلک د باچا خان سره ورستې دیدن وکړي اوخپل غم وژړ وي . له دې هرڅه سره سخت دریځو د باچا خان د مړیني په مراسمو کې د تشدد ویر ګد کړو. یوه بم په لسګونه ویرجن خلک یې څیري او دمرګ خولې ته ورکړو .
که نن د افغانستان اوپاکستان د غرنو په منځ کې د سپېڅلې جهاد داورپکې کماندوځاې په ځاې شوي ده او دوی په توله نړۍ کې د یو اسلامي خلافت لیوالتیا لري او توله سیمه په تشدد کې سوځي ، نو له بلي خواد پښتونخوا صوبې په پلازمېنه پېښور کې بیا د باچا خان ایدیا او فلسفه د رنیسانس په څیر راژوندې کیږي .
هلته له ۲۰۰۸ کال څخه د عوامي نېشنل ګوند حکومت کوي . دغه منځلارې کین اړخه ګوند په خپله تګلاره کې د پاکستان څخه د شمال ختیزي برخه استقلال غواړي . همدا اوس موږ د باچا خان ارادې میراث ته سخته اړه لرو . د بشر د حقوقو پخوانې فعال افراسیاب خټک وایې . اوس دی د صوبایې حکومت د سولې او پخلایني چارو مشر ټاکل شوي دی . دی نشي کولی خپل پلانونه پلې کړي . دوه ځلې ترهګرو پر هغه ځان مرګې بریدونه تر سره کړي دي . له همدې امله دی اوس د حکومت استوګنځۍ په یو کور کې چې شدید محافظ یې کیږي ژوند کوي دی خپل کور ته د تلو زړه نشي کولي او بهر وتلي هم نشي . موږ د محاصري په حالت کې ژوند کوو ،خټک وایې .
د ۹۰۰۰۰۰ څخه ډیر خلک د قبايلې سیمو څخه کدوال شوي دي .کله چې د پاکستان پوڅ په سرحدې سیمو کې له شپږو میاشتو راهېسه د بنسټپالو پر وړاندې ستر عملیات پیل کړي دي . موږ هېڅ ډول اړینې پیسې نه لرو چې دغه کدوالو او بې ځایه شویو سره مرسته وکړو . دومره پېسې نشته چې سیمیزه پولیسو ته مناسب تجهیزات برابر کړو . خټک ویل او شکایت یې کاوه.
ښایې دغه حالت دعوامي نېشنل ګوند صوبه پښتونخوا سیاستوالو پورې اړه ولري . له دوی سره په اسلام اباد کې حکومت د زړه اخلاصه سم چلند نه کیږي . په پڼدې کې د پوځ اصلې او مرکزي اده د دوی سره نورهم په ډیر واضع ډول په واټن کې ده . د ټاکنو څخه ورسته د صوبې پښتونخوا حکومت درسمې ډندې لومړنې کال دی پوځیان دوی ته عمدأ پام نه کوي او کمزوره کول یې موخه ده .
دپښتونخوا صوبې حکومتي استوګنځې نوم تر اوسه د سرحد کور نومیده، اوس دغه ځاې د پښتو کور په نوم واړل شو.
د ملا فکر ګډوډ او هک پک شو
دعوامي نېشنل ګوند پریکړې د پښتنو په خپله سیمه کې لاتراوسه نوي ملګري نه دي رامات کړي او د صوبې په نور سیمو کې حالا ت نوره کړکیجن دي . سرحدې ښار پېښور ورورو د یو ټاپو حالت ځان ته نېسې . په باجوړ اود مومندو په سیموکې د پوځ عملیات پیل شوي دي . د سوات په دره کې له یو کال څخه جګړه روانه ده . د اورکز یو سیمه به بشپړ ډول د بنسټپالو طالبانو تر والکې لاندې ده . په وزیررستان کې چیرته چې د القاعدې مشر بن لادن پټ دی، نسبتأ ارامه بریښي . دغه امن بیا کله کله د امریکایې توغوندیو بریدونو له امله ماتیږي . د عوامي نېشنل ګوند یو غړي د فلم ښودلو په صالون کې ناست دي وایې ، زه داسي انګیرم چې د دغې کال ترنیمایې پوري به موږ د حکومتي چارو څخه لیري کړل شو. اسلام اباد به دغه عمل ته یو بهانه ومومي تر څو موږ د حکومتي چارو څخه لیري کړي . دلته لکه څنګه چې تمه کیده په دغه صالون کې هېڅ کوم پاکستانې پوځي افسر نه برښودو . د کتونکو په منځه کې یواځې یو ملا ناست و . د دغې ملا فکر د فلم په کتو سره ګډوډ شو د باچاخان دعدم تشدد ایدیا دی وارخط کړي و . کله چې چراغونه بیرته بل شول هغه د خپل څنګه ناست سړې څخه یې وپوښتل ،څه شي دي دغه دعدم تشدد لار ؟ . په دی مانا چې داسي اسانه هم نه ده چې خلک د باچا خان ارادې میراث باندې سم وپوهول شي .
لمنلیک :
قبایلې ټولنه
پښتانه یوقام دی چې په افغانستان او پاکستان کې اوسیږي ، دوی له ډیرو قبایلو او نیمه قبایلو څخه جوړ شوي دي . اکثریت طالبان پښتانه دي .
ددوی د عزت کودکس پښتونوالي ده چې د قومونو کړه وړه، را کړه ورکړي سره تنظیموي . هر پښتون مجبور دی چې ننواتي وکړي ، هر چا سره باید مرسته کوي او هر څوک چې ورته راشي پناه ورکوي . هر یومجبور دی چې بدل واخلې ، د بدل معیاد نه پوره کیږي تر څو چې خپل پور یې نه وي اخیستي .
پاۍ