مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-26   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

شپیګل سره د هالبروک اختصاصي مرکه


شپیګل سره د هالبروک اختصاصي مرکه

سرچینه: شپیګل ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

11/24/2009 08:26 AM

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې له خاص استازي ریچارد هالبروک سره مرکه

هالبروک: (( مونږ افغانستان ته د دې لپاره نه یو راغلي چې یوه واقعي دیموکراسي ټینګه کړو))

شپیګل: تاسو د ولسمشر جانسون د ویتنام د جګړې د ټیم غړيتوب درلود، تاسو که څه هم د ویتنام د جګړې په اړه د دفاع وزارت په رپوټ کې ځیني مهم ټکې لیکلي، ایا تاسو د ویتنام له تجربو څه زده کړي؟  او آیا تاسو د ویتنام د جنګ تجربې په خپلې اوسنۍ دندې کې په پام کې نیسي که څنګه؟

هالبروک: زه د ۱۹۶۳  او ۱۹۶۹ کلونو تر منځ چې کله د ویتنام جګړه روانه وه ځوان سړی وم.
ما په ساحه کې کار کاوه او همدا راز د ولسمشرجانسون په سپینه ماڼۍ کې، او  په ورته وخت کې مې په پاریس کې د مذاکرو د شورا غړي توب هم لرل.
ما د خپل ماموریت پر مهال داسي کسان ولیدل چې ډیر پیاوړي تصامیم یې نیول،  او له نږدې یې د پریکړو شاهد وم،  زه فکر کوم ما دا زده کړل چې څرنګه په ډیرو سختو شرایطو کې له ستونزو سره مقابله وکړم او څرنګه حالات تحلیل کړم.

شپیګل:  ستاسو په کوپړۍ کې پخوانیو تجربو ته په کتو سره، ایا امریکا دا توان لري چې په نا امنه سیمو کې بریا ته ورسیږي چې ځيني دغه سیمې د امپراتوریو د هدیرې په توګه پیژني؟

ځواب: هو، په افغانستان کې جګړه ډیره سخته ده، خو د یولسم سپټمبر په خاطر  دا جګړه مهمه ده او په همدې  خاطر د ویتنام او افغانستان د جګړې تر منځ ستر توپير موجود دی.
مونږ افغانستان ته د دې لپاره نیو راغلی چې یوه کامله او واقعي ولسواکي راولو خو مونږ باید مخکی لاړ شوتر څو افغانان په دې وتوانیږي چې خپله وړتیا وچته کړي.
مونږ د افغانستان د اشغال لپاره نه یو راغلي، مونږ په افغانستان کې د دې لپاره شتون لرو چې افغانان  زمونږ له وړتیا خپله وړتیا لوړه کړي، خپل ځواکونه غښتلي کړي چې په یوه مناسبه موده کې له نړیوالو ځواکونو څخه د خپل هیواد مسولیتونه تر لاسه کړي.

شپیګل: ستاسو له خبرو داسي ښکاري چې یو وخت به امریکایې ځواکونه د  ځواکونو په څير له افغانستان څخه وزي،  آیا له افغانستان څخه به  د امریکایې ځواکونو او شوروي ځواکونو وتل یوازي د وتلو د نوم بڼه فرق ولري؟

هالبروک: نه، ما په افغانستان کې د روسیې له پخواني سفیر ظمیرکابلوف سره خبري کړي کوم چې ډیر  عالي نوم لري ظمیر کابلوف، نوموړی اوس په مسکو کې زما ملګری دی. د یوه ځوان روسي ديپلومات په توګه نوموړي په ټوله ډرامه کې برخه لرله او هغه ټوله لیدلي هم ده .

 

شپیګل: هغه څه چې تاسو له ښاغلي کابلوف سره له خبرو اترو زدکړل څه ول؟
هالبروک: ښه، هغه څه مه کوﺉ چې شوروي وکړل، هغوي په خپلو بریدونو کې ګڼ کسان ووژل، زمونږ سرتیرو او په افغانستان کې زمونږ متحدینو دا کارونه نه دي کړي، په افغانستان کې  جنرال ستنلي مک کریسټال زمونږ سرتیرو ته یو واضح طرز العمل جوړ کړی دی او د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلي مسله هغسي نده چې پخوا روانه وه، پخواني شوروي څخه افغانانو نفرت درلود خو له ناټو څخه نه.
شپیګل: حالات څومره جدي دي؟ مک کریسټال افغانستان ته د څلویښتو زورو نورو سرتیرو غوښتنه کړي، او ګواښ یې کړی چې که دغه کار ونشي نو بیا باید په کابل کې د امریکې سفارت ته هلیکوپټري واستول شي چې زمونږ کارکونکي له افغانستان څخه وباسي، کټ مټ د ویتنام په څير؟
هالبروک: زه نه غواړم د امریکې په دغو کورنیو بحثونو  خپل نظر ورکړم خو د افغانستان د حالاتو  څخه زما او د جنرال کرسټال ارزونه یو شان ده .
شپیګل:  له څو اونیو را پدې خوا د ولسمشر اوبهاما امنیتي ټیم د  افغانستان په اړه په نوي ستراتیژۍ بحثونه کوي ولي تر اوسه پوري د افغانستان  په اړه یوې غوڅي پریکړې ته نه دي رسیدلي؟
هالبروک: زه خوشبخته یم چې د دغو بحثونوپه ډیرو غونډو کې مې برخه درلوده، دا ډیره حساسه مسله ده او داسي یوې حساسي پریکړي ته رسیدل ما تر اوسه پوري نه دي لیدلي.
شپیګل: آيا د افغانستان د جګړې د پرمخ بیولو لپاره کومه داسي لاره لیدل کیږي چې  جګړې  ته سم لوری ورکړي؟ ډیری کارپوهان د افغانستان جګړه د هغوجګړو په کټګورۍ کې داخلوي چې د نه ګټلو وړ ده.
هالبروک: مونږ باید خپلې موخې مشخصي کړو.
مونږ په دې لټه کې  نه یوچې ټول  هغه کسان ووژنو چې له طالبانوسره مرسته کوي، دا زمونږ واقعي موخه نده،  زمونږ موخه دا ده چې دالقاعدې ترهګره ډله له مینځه یوسو کومي چې په امریکې بریدونه وکړل، په لندن، مادرید، ممبۍ اواسلام آباد یې بریدونه  وکړل او د نورو ډلو په مرسته په افغانستان کې بریدونه تر سره کوي.
شپیګل : ښا،ستاسوخبري په دې  معنی دي چې امریکا  د تندلارو طالبانو او  منځ لارو ترمنځ پریکړه کوي؟
هالبروک:  د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلینتون په جولاۍ میاشت کې په واضح ډول وویل چې د طالبانواکثریت د ملا  عمر له تندلارو مفکورو پلوي نه کوي او د دغوطالبانو لپاره ځای شته چې په افغانستان کې  ټولنیزاو سیاسي ژوند وکړي  په دې شرط چې له القاعدې څخه بیل شي اودا زمونږ د پالیسیو یوه لویه برخه ده .
شپیګل: تر اوسه د اضافي سرتیرو  پوښتنه پر ځای پاتې ده .   دملي امنیت سلاکار جنرال جیمز جونس ویلي چې که افغانستان ته ۲ لکه سرتیري هم واستول شي، حالات به یې زم کړي او هغه په دې باور دی چې د افغانستان لانجه د پوځي لاري نه حل کیږي، تاسو په دې اړه څه نظر لرﺉ؟
هالبروک:   زه له  جنرال جونز سره موافق یم.
ما هم همدا خبره کړي ده . زمونږ موخه دا ده چې په یوه مناسب وخت کې  افغانانو ته دا زمینه برابره کړو چې خپلو امنیتي  مسولیتونو ته اوږه ورکړي او دا زمونږ د ستراتیژۍ شیره ده .
شپیګل: مناسب وخت یعني څه؟
هالبروک: زه نه غواړم تاسو ته یو مشخص مهال ویش روښانه کړم.
شپیګل: ایا اوس له افغانستان څخه د امریکا د تيښتې وخت ندی را رسیدلی؟
هالبروک: زه ستاسو په پوښتنه پوه نه شوم،  زمونږ ادارې سږ کال افغانستان ته ۲۱ زره سرتیري واستول او د نورو سرتیرو د استولو پلان هم تر کار لاندي دی، ولسمشر په واضح ډول وویل چې مونږ له افغانستان څخه نه په شا کیږو، زمونږ متحدین د آلمان په شمول، ستره بریټانیا، فرانسه او نور ملګري له افغانستان سره خپلي ژمني ډیروي.
جاپان په دې ورستیو کې افغانستان سره د پینځه ملیارده ډالرو مرستې اعلام وکړ، نو ولي به خلک دا فکر کوي چې مونږ له افغانستان څه وزو، په حقیقت کې مونږ له افغانانو سره خپلي مرستي ډیروو، القاعده ځپو، او طالبان له القاعدې بیلوو او دا په افغان دولت پوري اړه لري چې اوس خپله دنده څرنګه سر ته رسوي.
یادونه: دا لیکنه د بینوا ویب پاڼي د سرچینې په توګه د ذکرولو په صورت کې بیا خپرولای شي.
میرویس جلالزی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery