مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-03   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نشنل پوسټ: کندهار کې د جګړې بریا کړکیچنه ده


نشنل پوسټ: کندهار کې د جګړې بریا کړکیچنه ده

سرچینه: نشنل پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

Wednesday, December 02, 2009د خپریدو نیټه  :

 

په افغانستان کې د بریالي توب کیلي د کندهار ولایت دی، دا مسله په هغه رپوټ کې راغلي چې په دې ورستیو کې د افغانستان د جنوب د نا امنۍ د عواملو له څیړلو وروسته خپور شوی دی.

د نشنل پوسټ کاناډایۍ ورځپاڼي په حواله هغه رپوټ چې د کندهار لپاره د طالبانو د جګړې په نامه په دې ورستیو کې خپور شوی کاږي چې ډیر سرتیري باید کندهار ولایت ته واستول شي تر څو طالبانو ته ماتې ورکړل شي او هغوي د هغې جګړې بایلونکي شي چې دمګړۍ یې د کندهار ښار د تصرف لپاره پیل کړي ده .

د دغه ۷۲ مخیزه رپوټ لیکونکی کارل فیرس بورګ دی او نوموړی په خپل رپوټ کې وایې چې طالبانو اوس د کندهار ښار د تصرف لپاره داسي یوه جګړه په لاره اچولي چې په ښار کې یې د حکومتي او با نفوذه اشخاصو د ترورولو لړۍ چټکه کړي ده او په ورته وخت کې یې په خپلو دغو کړنو سره په ټول کندهار کې د ویرې فضا حاکمه کړي ده .

رپوټ کاږي چې د طالبانو دغه تکتیک د لګښت له پلوه لږ لښکتی دی او موثریت یې هم له بهرنیو او افغان ځواکونو سره تر مخامخ جګړې څو چنده ډیر دی.

نشنل پوست د رپوټ له ناشر ښاغلی فرس بورګ څخه په حواله لیکي، هغه  څه چې په قندهار کې واقع کیږي په ټول افغانستان اغیزي لري.
 
قندهار د ډیری طالبانو د زوکړې او همدا راز د حامد کرزي او د هغه د کورنۍ د غړو د زوکړې ځای دی او یو مهال د طالبانو د امارت مرکز بلل کیده.

د افغانستان د جنوب د حالاتو په اړه د دغه ۷۲ مخیزه رپوټ چمتوکونکی کاږي: (( د حامد کرزي د حکومت واکمني د کندهار له کنټرول سره تړلي ده، که چیرته کندهار د طالبانو لاس ته ولویږي دا به د  حامد کرزي د حکومت د انفجار په معنی وي او اغیزې به یې حکومت او نړیوالي ټولني ته د نه تصور وړ وي)).


ښاغلی فوس برګ وایې که چیرته تاسو د کندهار ۲۰۰ کلن تاریخ ته وګوري نو تل دغه ولایت د افغانستان عمده سیمه وه او د افغان سیاست محور هم وو او که چیرته  تاسو د حامد کرزي او د طالبانو قومي ریښو ته وګورۍ نو د کرزي او ډیرو کندهاري طالبانو تر منځ نږدې قومې اړیکي هم شتون لري.


کندهار هغه ولایت دی چې کاناډايي ځواکونه پکې ماموریت پر مخ بیایې.
ډیری کاناډايي ځواکونه په پنجوایې او ډنډ ولسوالۍ  کې ځای پر ځای  دي او په ورته وخت کې یو شمیر هغه امریکايي سرتیري هم په ژیړۍ ولسوالۍ کې د کاناډا تر مشرۍ لاندي ماموریت پر مخ بیایي چې تیر دوبی افغانستان ته راغلي دي.
نشنل پوسټ ورځپاڼه لیکي چې تیره ورځ یوځل بیا کاناډايي ځواکونو د شمالي ارغنداب ولسوالۍ امنیت له امریکايي سرتیرو پر غاړه واخیست په داسي حال کې چې د دغې ولسوالۍ امنیت دری میاشتي دمخه امریکايي سرتیرو ته سپارل شوی وو.
که څه هم لږ شمیر کاناډايي سرتیري به ارغنداب ته واستول شي خو له امریکایي سرتیرو څخه کاناډا ته د زیاتو مسولیتونو سپارل هغه څه دي چې د افغانستان لپاره د بارک اوبهاما د ستراتیژۍ برخه بلل کیږي.
په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو یو قوماندان تورن جنرال دانیل منرد وایې چې د ارغنداب د قوماندې تر نیولو وروسته به د کندهار ۸۵ سلنه سیمي د کاناډايي ځواکونو تر قوماندې لاندي وي.


نشنل پوسټ د جګړې د مطالعاتو د انستیتیوت په حواله کاږي چې کندهار د طالبانو د کویټې د شورا د غړو د زوکړې ځای دی هغه کسان چې اوس له هیواد څخه لري د پاکستان په کوټه کې ژوند کوي او تبعیدي حکومت یې تشکیل کړی او طالبان کنټرولوي.


نشنل پوست لیکي چې د کویټې شورا غړو د طالبانو د  اسلامي تحریک په نامه یو حکومت جوړ کړی او موخه یې دا ده چې یوځل بیا هغه مقام تر لاسه کړي چې له ۲۰۰۱ کال دمخه یې په افغانستان کې درلود.
د ۷۲ مخیز رپوټ لیکوال د کندهار اوبیا د ټول افغانستان د کنترول لپاره دغه ولایت ته د زیاتو سرتیرو د استولو غوښتنه کوي.
.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery