مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-09   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ABC: له افغانستان نه ګام په ګام خروج


ABC: له افغانستان نه ګام په ګام خروج


سرچینه: اې بي سي امریکایی  ټلویزیون

ژباړه او ترتیب : میرویس جلالزی

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس د بارک اوبهاما له هغو څرګندونو انکار وکړ چې وایې د ۲۰۱۱ کال په جولاۍ کې به له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي خو ګیټس وویل چې سرتیري به په تدریجي توګه ګام په ګام د افغان ځواکونو حالت ته په کتو سره له افغانستان څخه وزي نه په یوه ورځ او یوه اونۍ یا یوه میاشت کې.

د اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې ګیټس وویل چې د امریکا دولت د افغانستان د یوازي پریښودو تکل نلري  او د اوبهاما له وروستیوڅرګندونو هم باید غلط مفهوم وانخیستل شي دا ځکه چې امریکا به له افغانستان سره ملګري وي او له هغه حکومت سره به مرسته کوي چې له امریکایې ځواکونو څخه د هرې ورځي په تیریدو امنیتي قومانده خپل لاس ته اړوي.

ګیټس وویل: (( د ۲۰۱۱ له جولاۍ څخه به د انتقال پروسه پیل شي، مونږ له افغانستان څخه د ژر وتلو په اړه خبري ندي کړي، مونږ د هغه څه په اړه خبري کړي چې وخت ته اړتیا لري)).


له  ښاغلي ګیټس سره په دغه مرکه کې د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلینټون او د ملي امنیت سلاکار جیمز جونس هم تر څنګ ناست ول او له هغوي څخه هم ورته پوښتني کیدي.

په ټوله کې له دغو دریو لوړ پوړو امریکایې  چارواکو په افغانستان کې د امریکې په نوي ستراتیژۍ پوښتنې مطرح کیدې.

بارک اوبهاما تیره اونۍ اعلام وکړ چې ۳۰۰۰ نور سرتیري به هم افغانستان ته واستوي او له دې سره به په دغه ملک کې د امریکایې سرتیرو شمیره ۱۰۰۰۰۰ ته ورسیږي او د دغو سل زرو سرتیرو د وتلو لړۍ به د ۲۰۱۱ کال په جولاۍ میاشت کې پیلیږي.

اوس یوازي افغانستان نه بلکه  پاکستان او هندوستان هم له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرو د وتلو په اړه ویره لري هغوي وایې چې که چیرته امریکا له افغانستان څخه پښې سپکې  کړي دغه ګام به ترهګرو ته غلط پیغام ورکړي او هغوي به مورال  واخلي .

ګیټس وویل چې امریکایې سرتیري به د خپل خروج په لومړیو میاشتو کې د افغانستان له هغو سیمو ووزي چې امنیت یې  ښه دی لکه د افغانستان له شمالي سیمو .
. رابرت ګیټس زیاته کړه چې زمونږ جګړیز قوماندانان ځکه په اتلسو راتلونکو میاشتو کې له افغانستان څخه د وتلو له پلان سره همغږي دي چې هغوي دمګړۍ د افغانستان په حالاتو کې د مثبتو بدلونونو لپاره خوشبینه دي، د بیلګې په توګه د هلمند په نوزارد ولسوالۍ کې چې د کوبرا د قهر په نامه عملیات پیل شوي ډیر موفقانه پر مخ ځي.

د ان بې سي ټلویزیون په رپوټ، دفاع وزیر رابرت ګیټس ځکه د افغانستان په حالاتو کې د مثبت بدلون راتلو ته خوشبینه دی چې نوموړی په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې سل زره سرتیري لرلای شي او کیدای شي چې دغه سرتیري تر ډیره بریده د طالبانو بغاوتونه مات کړي.

رابرت ګیټس په خپله دغه مرکه کې د امریکایانو له هغو قربانیو هم ستاینه وکړه چې د افغانستان د ثبات لپاره یې ورکړي ډي.

د امریکا دفاع وزیر دې  ټکې  ته هم اشاره وکړه چې  ښایې د سرتیرو د زیاتیدو په صورت کې به  د امریکایانو تلفات هم ډیر شي خو په اخر کې به دغه تلفات بیرته را لږ شي او حالات به تر پوره کنټرول لاندي راشي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery