مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-10   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

افغانان دکرزي دګډودې ادارې په نسبت دطالبانو پریکنده واکمنې ته ترجیح ورکوي

شاهد غزنیوال


واشنګتن پوست ورځپاڼې  د2009/12/8   نیټې  دسه شنبې ورځې په  ګڼه کې دافغانستان په زیاتره سیمو  دطالبانو دنفوذ په اړه  تر دې عنوان لاندې (Many Afghans prefer decisive rule to disarray of Karzai government)  یوتفصیلي رپوټ  خپورکړی.

دورځپاڼې درپوټ  په حواله ویل شوي چې افغانان اوس دکرزي ترحکومت  دطالبانو واکمنې  ته ډیره ترجیح ورکوي.

دواشنګټن پوست  ورځپاڼې  لیکوال Grief Witt  په هغه  رپوټ کې  چې د لغمان ولایت په  هکله  یې لیکلی  وایې  چې دلغمان ولایت  هم  دافغانستان د نورو ولایتونوپه څیر دوه والیان لري چې یویې حامد کرزي اوبل یې هم د طالبانو مشر ملا محمد عمر مقرر کړی  دی.

دحامد کرزي لخوا تاکل شوی والي  چې دزرګونو امریکایې پوځیانو له خوایې ملاتړکیږي یواځې دورځې له مخې په دغه غرني  ولایت  واکمنې لري او زیاتره وخت یې  دنویو جوړشویو ودانیو اوپروژو دپرانیستونکې پټیو په پریکولو تیریږي ،او د هغه دځینو نیږدې ملګرو په وینا چې نوموړی  والي د هغو نغدي مرستو  ډیره  پیسې ځانته وهي کومې چې دلغمان ولایت دبیا رغونې لپاره ده ته ورکول کیږي.

خو کوم  والي چې د طالبانو دمشر  له لوري ټاکل شوی هغه بیا دزرګونوبهرنیو ځواکونوله لوري ترتعقیب لاندې دی اودشپې مهال سیمې ته راځي اوهالته د(اسلامي امارت ) په رسمي ورقو خلګوته احکام صادروي، دبهرنیوعسکرو په خلاف د پوځي بریدونو لپاره پروګرامونه جوړوي  اوهغه طالب چارواکي کوم چې له خلګوسره په بدې رویې تورن وی له دندو ګوښه کوی.

واشنګټن پوست وایې په داسې حال کې چې دامریکا حکومت غواړی افغانستان ته  دکرزي دحکومت دملاتړ لپاره نور ۳۰ زره اضافي سر تیری واستوي طالبان لګیادي  په ډیره بیغمي سره په افغانستان باندې دخپلې  دوباره واکمنې لپاره پروګرامونه جوړه وي ؛ ځکه هغوﺉ په دې باوردي چې دهغوﺉ واکمنې به خامخا بیا په افغانستان راځي.

دوباره واکمنې:

دورځپاڼې په حوله طالبان همدا اوس دخپلې دوباره واکمنې لپاره یواداري تشکیل لري  چې دټولو ولایتونولپاره یې والیان،ولسوالان اوقاضیان پکې تعین کړي اوپه خلګو باندې دکرزی دحکومت ترچارواکو ددوﺉ دهمدغه اداري تشکیل تاثیر ډیر زیات دي.

امریکایی چارواکي  په راتلونکو اتلسومیاشتوکې د طالبانو د دغې واکمنې  له منځه وړل اودهغه په ځای  دکرزي د ادارې   مسلط کول دامریکا په نویې استراتیژۍ  کې ترټولو مشکل  کارګني ،خود دې  کارمشکل والی هغه وخت لازیاتیږي چې عام افغانان د افغانستان په اکثرو سیموکې د کرزي دبي کفایته ادارې دواکمني په ځای دطالبانو دفساد په له منځه وړلو کې قاطعې اوپریکنده واکمنې ته ترجیح ورکوی.

ولس په طالبانو اعتماد لري:

واشنګټن  پوست  لیکې :  سره له دې چې په کال  ۲۰۰۱ کې یوشمیرافغانانو دطالبانو دحکومت په نسکوریدلو خوښې څرګنده کړه ځکه چې هغوﺉ دښځو په وړاندې یوسخت ګیره موقف درلود او اوس هم داسې نښې نښانې نه ترسترګوکیږي چې ګواکې هغوﺉ دې په خپل دریځ کې نرمښت راوستی وي خوبیاهم له قندوزه ترقندهار ه افغان حکومتي چارواکي په دې خبرې اعتراف کوي چې د دوﺉ حکومت دولس په منځ کې خپل باور له لاسه ورکړی  او ولسي خلک دخپلو حقوقي اوقضایي چارو دحل لپاره طالبانوته مراجعه کوي.

دمثال په توګه په ولسي جرګې کې دقندهار ولایت استازی خالد (پشتون) چې دکرزي له مقربینو څخه  هم ګڼل کیږي په ولس کې دطالبانو درول په هکله داسې وایې:

له کندهارولایت څخه زما دوروستۍ لیدنې په مهال ما له ډیروداسې خلګوسره  ولیدل چې هغوﺉ دطالبانو له قاضیانوڅخه ډیره خوښې څرګندوله ؛ځکه هغوﺉ ویل چې  دطالبانو قاضیان داسلامي شریعت  داصولو له مخې  هره قضیه  په ډیره ښه توګه بي له کوم   ځنډه سمدستي  فیصله کوي  .

خوکه چیرې عین  هماغه  قضیه  دولتي محاکموته وړاندې کړل  شي   نوهالته به  پري   کم ترکمه  یو یادوه کاله وخت  لګیږي   اویابه هیڅ نه حل کیږي ، حال داچې  دطالبانو قاضیان   هغه  په یوساعت کې  فیصله کوي.

طالبان په ولس کې خپله واکمني پراخوي.

واشنګټن پوست  د رپوټ  په وروستۍ برخه کې  لیکي  چې  که څوک وغواړي که ونه غواړي  اوس دافغانستان په ډیری  برخه  په تیره  بیا په کلیوالو سیمو  باندې  دطالبانو واکمنې  چلیږي ، اود دغوسیمو دحکومتي او ولسي چارواکو له قوله  چې  دطالبانو دحکومت   ټاکل شوي اداري چارواکي   له هغوﺉ څخه مالیه ،عشر اونور  دولتي عواید ټولوي.

په ولسي جرګه کې دکندوز ولایت استازي  فاطمة عزيز وایي : طالبان نن په سیمه  کنټرول لري  که د خلګوښه ایسي اوکه یې بد ایسي  مجبوره  دي چې له هغوﺉ سره مرسته وکړي ؛ ځکه هغوﺉ هم  دسیمې دکنټرول لپاره سم اداري تشکیلات لري  چې په هغو کې پولیس،  اداري منسوبین اوقاضیان  شامل دي.

دحکومتي پرلمان دغه  وکیله  وایي فقط دطالبانو او حکومتي چارواکوترمنځ  دا توپیر دی  چې  دطالبانو دغه اداري  چارواکې له سهاره تر  ماسپښین پوري دخلګو شکایتونه اوري اوهغه  فیصله کوي  اوله ماسپښین نه  وروسته  بیا همدغه  کسان  د اشغالګرو ځواکونوپه ضد جنګیږي ؛ چې دطالبانو دغه ډول واکمنې دهغوﺉ په استراتیژي کې اساسي رول لوبوي ؛ ځکه  هغوﺉ غواړي  افغانانوته داثابته کړي چې  هغوﺉ دکرزي اودهغه دایتلافیانودحکومت  برعکس د دې توانایي لري چې  د خپل ولس  لپاره د یوه مثالي حکومت  نمونه وړاندې کړي.

http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/content/article/2009/12/07/AR2009120704127.html

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery