شپیګل: ناټو ژر له افغانستانه نه وزي
سرچینه: د آلمان شپیګل ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن له شپیګل ورځپاڼی سره په خپله وروستۍ مرکه کې یو ځل بیا افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې دغه تړون به یې په نیمه لار کې پرینږدي او تر هغه به ناټو له افغانانو سره وي تر څو چې دوي په خپله دخپلو چارو د پر مخ بیولو جوګه نه وي شوي.
د ناټو سرمنشي تیره شپه کابل ته را ورسید.
شپیګل له اندرس فوغ راس موسن څخه په حواله کاږي، نړیوال ځواکونه به تر هغه له افغانستان څخه ونه وزي چې افغانستان په خپله د ټولو چارو جوګه نه شي.
موسن ویلي مونږ یوازي هغه وخت له افغانستان څخه تللای شو چې د هیواد حالات او شرایط برابر شي او زمونږ دنده به د حالاتو د برابریدو په صورت کې پای ته رسیږي نه اوس او نه هم صبا.
د ناټو عمومي منشي به په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي او د ناټو او امریکایي ځواکونو له قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال سره وګوري او مک کریستال به له هغه څخه وغواړي چې په افغانستان کې د سرتیرو ظرورتونو ته جدي پام ونیسي او دغه هیواد ته د سرتیرو په استولو کې هم کندي ونکړي.
شپیګل کاږي چې د ناټو عمومي منشي ویلي چې د دغه پیمان غړو هیوادونو منلي چې ۷۳۰۰ تازه دمي سرتیري به افغانستان واستوي.
ورځپاڼه لیکي چې د ناټو تړون به په لندن کې د افغانستان په اړه په جوړیدونکي کنفرانس کې یو ځل بیا افغانستان ته د نورو اضافي عسکرو د لیږلو اعلام وکړي.
د ناټو سرمنشي وویل چې د ناټو غړو هیوادونو منلي چې ۷۳۰۰ سرتیري به واستوي او د لندن په کنفرانس کې به د نورو سرتیرو ژمنه وکړي.
دغه کنفرانس د جنورۍ په اته ویشتمه جوړیږي او افغانستان سره به د پوځي ماموریت په اړه پکې خبري وشي.
د شپګیل په نکل چې ښاغلی موسن په دې باوري دي چې په هغو راتلونکو اتلسو میاشتو کې چې اوبهاما یې له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو د لړۍ پیل بولي، په افغانستان کې کورنیو ځواکونو ته د امنیت د انتقال چاري ګړندۍ شي او له دې سره به جوخت له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو لړۍ هم پيل شي.
موسن وایې چې اوبهاما له افغانستان څخه د یومخیزه وتلو وړاندیز ندی کړی بلکه دغه خبره دا مفهوم رسوي چې افغانان باید په خپله د خپل امنیت چاري په لاس کې واخلي او له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو لړۍ یوه تدریجي پروسه ده .