مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-22   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

مرموز قتل د کرزي پخوانۍ کورنۍ دښمني بربنډه کړه

 

مرموز قتل د کرزي پخوانۍ کورنۍ دښمني بربنډه کړه

سرچینه:نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه

لیکوال: جیمز رایسون

ژباړه: نتکۍ

Published: December 19, 2009

واشنګټن:

د روان عیسوي کال د اکتوبر میاشتي په شپاړسمه نیټه څلور تیزرفتاره قیمتي موټر په کندهار کې د افغان ولسمشر حامد کرزي پلرني ټاټوبي کرز ته را ورسیدل او سمدستي ترینه یو شمیر کسان را ښکته شول او د حامد کرزي د کاکا د زوی یارمحمد کرزي کور ته ورننوتل.
 
 د وسله والو محافظینو یوې ډلي هغه واټ وتړل چې مخامخ یوه جومات ته ورغلی وو، په سیمه کې یې د جومات  مخي ته له ولاړو کسانو څخه  موبایلونه ټول کړل وروسته یې د کور دروازه له ټک  ټک پرته په زور سره خلاصه کړه.

د کرزي د کاکا د زوی د کورنۍ د غړو او د هغو کسانو د وینا له مخې چې د جومات مخي ته ولاړ ول، یو سړی چې سیمیز سپین اوږده کالي یې پر تن وو او د دوو  کلاشینکوف لرونکو ساتونکو له خوا یې بدرګه کیده له موټر څخه را ښکته شو،  د یارمحمد کرزي کور ته ورننوت او د هغه دوه ماشومان هر یو اتلس کلن وحید او د هغه ۱۲ کلنه خور سونا چې د خوب په کوټه کې یې د خپل ښونځي په کارخانګیو بوخت ول را ونیول .

سونا وایې چې دا یې ښه په یاد دي چې د سپینو جامو دغه سړي تومانچه له بغل څخه را وایستله او زما پر ورور وحید کرزي باندي یې دری فیره وکړل، ما چیغي ووهلي چې زما ورور مه وژنۍ، زما ورور مه وژنۍ:

کله چې دغه قاتل سړی له برید وروسته له خپلو ملګرو سره یو ځای له کور څخه وتښتید، نو په هغه وخت کې چې هغه ډزونه کړي ول  آواز یې ۲۵ کلن زلال کرزی چې د کور په بله کوټه کې وو  وارخطا کړ او په بیړه بیړه یې ځان د قتل سیمې ته را ورساوه.

کله چې زلال کرزی  د کور له بلې کوټې د  پیښې ځای  ته را ورسید نو خپل ورو وحید کرزی په داسي حال کې ویني چې په سرو وینو کې لت پت پروت دی .

زلال کرزی وایې: چې د وحید او سونا کوټې ته را ورسیدم وحید مې په ډیر بدل حالت کې ولید ما ورته وویل چې په تا څه شوي، په تا څه شوي.

زلال کرزي څو ځله له خپل نیم جانه ورور څخه همدا پوښتنه تکراروي.


" حشمت وویشتم "
دا د وحید کرزي غږ وو چې زلال د هغه له خولي څخه د وروستي ځل لپاره واورید.


د وحید کرزي  خپلوان  وایې دوه ورځي مخکي له هغه چې وحید په کندهار کې د امریکایانو په نظامي  روغتون کې  سا ورکړي  (  د قتل الزام یې هم  حشمت کرزي ته کیږي هغه کس چې د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ مالک دی او د امریکا له دفاع وزارت سره د ملیونونو ډالرو نظامي قراردادونه لري)   د خپلي کورنۍ نورو غړو ته  هم د ځان په څير اکونټونه خلاص کړي ول.
د کرز په سیمه کې دغه شوی قتل، د قاتل  پیژندګلوي او  د قتل څرنګوالی هغه لویه حادثه ده  چې د افغانستان د یوې برجسته او مهمي کورنۍ په دننه کې د نفاق یوه ډراماتیکه قضیه څرګندوي، داسي قضیه چې تر اوسه یې په اړه هیچا رپوټ نه وو ورکړی.
دغه قتل چې د چارواکو له خوا یې د پټ ساتلو دستور ورکړل شوی، ورته د خیشاوندۍ مرموز قتل هم ویلای شو او    د هغې کورنۍ په مینځ کې د یوه تریخ بیلتون څرګندويي کوي چې نیمایې غړي یې په امریکې او نیمایي نور یې په افغانستان کې اوسیږي.
د کرزیانو ځيني خپلوان وایې دوي فکر کوي چې دا قتل د وحید کرزي د پلار یار محمد کرزي له لوري  د حشمت کرزي د پلار خلیل الله کرزي د وژلو د بدلې  د اخیستلو لپاره په انتقام جویانه توګه تر سره شوی دی.
د حشمت کرزي پلار د وحید کرزي د پلار له خوا څه باندي دیرش کاله دمخه د یوې ناموسي موضوع پر سر د جنجال تر را پورته کیدو وروسته  وژل شوی وو.
تر هغه ځایه چې حشمت کرزی په دغه قتل کې خپل لاس درلودل په کله ردوي وایې چې دغه قتل د مخدره توکو د هغو قاچاقچیانو له خوا تر سره شوی دی چې غوښتل یې په خپل دغه عمل سره نورو کسانو ته تاوان ورسوي.
حشمت کرزی له دوبۍ څخه چیرته چې له خپلي کورنۍ سره یو ځای اوسیږي د ټلیفون په کرښه نیویارک ټایمز ته ویلي : (( قاتلینو کور غلط کړی وو او په تیروتنه یې وحید کرزی وژلی دی ، زه له دې سره هیڅ کار نه لرم)).
د وحید کرزي د مرموز قتل په اړه تر اوسه د افغان حکومت له لوري هیڅ راز تحقیق ندی تر سره شوی او نه هم د دې خبر تر خپریدو پوري په رسنیو کې په دې  باب څه راغلي ول.
حشمت کرزی وایې چې تیره میاشت د امریکې اف بي ای ادارې له ده څخه په دغه باب تحقیق کړی خو د نیویارک ټایمز خبریال کاږي چې تر  اوسه نده معلومه چې اف بي ای ولي دغه تحقیق او د کومې علاقې له مخې تر سره کړی دی.
د اف بې ای ادارې ویاند په دې باب وضاحت ورنه کړ.
د کرزي د کورنۍ ځيني غړي وایې چې د دغه تحقیق پر وړاندي د حامد کرزي
 حکومت خنډونه جوړ کړي خو دغه غړي په دغه خنډ جوړولو کې د حامد کرزي مستقیم دخالت نه شي منلای.
خو د کرزیانو ځیني خپلوان په دغه قتل کې د حامد کرزي د وروڼو لاس درلودل نه ردوي او په خاصه توګه د کندهار د سیاسي پاچا احمد ولي کرزي نوم اخلي، هغه کس چې د کرزيانو د خپلوانو پر وینا هڅه کوي دغه قتل پټ وساتل شي او د رسمي تحقیقاتو مخه ډب کړي او ښایې حامد کرزي هم همدغه  مشوره ورکړي وي.
د مقتول پلار ۶۲ کلن  یارمحمد کرزی وایې: (( د تحقیقاتو په برخه کې ټکی کار هم ندی شوی، ما د کندهار ولایت چارواکي ته وویل چې زه له تاسو سره څه وکم، آیا د اوبهاما دروازه ور وټکوم؟)).
۴۰ کلن نور کرزی چې د امریکا په میرلنډ ایالت کې اوسیږي په دغه قتل یې خپل خفګان او مایوسي څرګنده کړه.
نور کرزی وایې: (( هغوي د حشمت کرزي ملاتړ کوي، هغه په کابل کې ناست دی له امریکا څخه پیسې اخلي او هیڅ څوک ورسره تماس نه شي نیولای، مونږ امریکایانو د خپل ټکس په ملیاردونو ډالره  افغانستان ته استولي او وګورۍ چې افغان دولت څرنګه عمل کوي)).
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ولسمشر کرزي له ویاند څخه په حواله کاږي چې دا یوه جنایي مسله ده او په هغه کې یې د حامد کرزي له دخالت څخه انکار وکړ.
نیویارک ټایمز لیکي چې د دغه رپوټ تر خپریدو یوه ورځ دمخه یعني د شنبې په ورځ ېې په کابل کې د امریکې د سفارت له چارواکو او په خپله له احمد ولي کرزي سره په ټلیفون اړیکه نیولي خو هغوي له ډیر څه ویلو ډډه کړي.
په داسي حال کې چې د دغه قتل په برخه کې د حکومت له پلوه سستي او بي علاقه  ګي لیدل کیږي خو د یار محمد کرزي، سونا کرزۍ او زلال کرزي په ګډون د کرزیانو د کورنۍ په لسګونو غړي له رسنیو سره مرکې ته چمتو دي.
د مقتول ورور زلال کرزی او د هغه وړوکي خور سونا کرزۍ هغه دوه کسان دي چې د قتل د صحنې عیني شاهدان دي او د قتل په اړه ځیني مستند ثبوتونه هم په لاس کې لري.
د مقتول پلار یار محمد کرزي د خپل زوی وحید کرزي د  قتل په اړه چاپي اسناد چې پکې د روغتون هغه سند هم شامل دی چې د وحید کرزي پر بدن د دریو مرمیو د نښو ثبوت پرې شوی، د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ  د پولیسو ماموریت ته سپارل شوی دی.
یار محمد کرزي په دغه سند کې حشمت کرزی د خپل زوی د قتل په تور تورن کړی دی.
د کرزي د کورنۍ یو شمیر نور غړي د مجازاتو له ډاره په دې شرط چې هویت یې مشخص نه شي دې ته حاضر شوي چې د قتل په اړه شاهدي ورکړي.

د پیښې پر مهال د کرز په جومات کې موجود دری کسان هم د دې پیښې شاهدان دي چې وحیدکرزی د مرمیو په دریو ډزونو وژل شوی دی او یوه عیني شاهد خو دا هم ویلي هغه کس چې سپینې جامې یې پر تن وي او قتل یې کړی حشمت کرزی وو.

د کرزي د کورنۍ غړي د دغې  دښمنۍ ریښي دیرش کاله مخي ته بیایې.

هغوي وایې چې  د وحید کرزي ( مقتل) پلار یار محمد کرزي د حشمت کرزي پلار خلیل الله کرزی د یوې ناموسي مسلې پر سر تر لانجې وروسته وژلی وو.

هغه مسله داسي وه چې د حامد  کرزي مشرو کاکاګانو د خلیل الله کرزي خور په کوچني توب کې یار محمد کرزي ته ور په نامه کړي وه خو کله چې دغه نجلۍ پیغله شوه د کندهار په یوه ښونځي کې معلمه شوه او له بل چا سره یې واده وکړ  او وروسته بیا له خپل نوي  میړه سره امریکې ته لاړه او دغه کار د هغې نامزد یارمحمد کرزی ډیر په غصه کړ او یارمحمد کرزي هم د دغه کار په بدل کې د نجلۍ ورور خلیل الله کرزی ووژل، د یار محمد کرزي استدلال دا وو چې د خلیل الله کرزي خور ده ته ور په نامه شوي وه او پرته له دې چې دی طلاق کړي له بل چا سره یې واده وکړ او ده ته یې لوی شرم ور واړاوه.

خلیل الله کرزی د ۱۹۸۲ او ۱۹۸۳ کلونو تر منځ د پاکستان په کوټه ښار کې د یار محمد کرزي له لوري ووژل شو.

یار محمد کرزي په خپل اوسني اقرار کې دا هم ویلي چې کله ما د حشمت کرزي پلار خلیل کرزی په کوټه کې ووژل نو هیچا زه په دغه وژنه مجرم و نه پیژندلم  خو په ۱۹۹۷ کال کې حشمت کرزي د طالبانو د حکومت  په همکارۍ زه په کندهار کې بندي کړم خو ډیر ژر له زنددان څخه ځکه آزاد شوم چې د طالبانو حکومت ته معلومه شوه چې ما دغه قتل په کوټه کې کړی نه په افغانستان کې.


حشمت کرزی  او حکمت کرزی د خلیل الله کرزي زامن دي چې د خپل پلار تر مرګ وروسته له کویټې څخه امریکې ته ولاړل.

حشمت کرزی د نوي حکومت په جوړیدو سره کابل ته راغی او د آسیا سیکیورټي ګروپ په نامه یوه امنیتي خصوصصي کمپنۍ یې جوړه کړه.

دغه کمپنۍ د امریکې له دفاع وزارت سره لوی قرار داودونه لري اوپه دې ورستیو کې یې د امریکې له دولت څخه د ۱۶  اعشاریه ۳ ملیونه امریکایې  ډالرو په ارزښت دری نور قراردادونه هم تر لاسه کړل.

آسیا سیکیورټي ګروپ دمګړۍ له ۵۰۰ څخه  تر ۶۰۰ پوري سرتیري لري چې د امریکا له نورو امنیتي کمپنیو  سره لکه ډاین کورپس په افغانستان کې همکاري کوي.

د حشمت کرزي بل ورو چې اوس ۳۶ کلن دی یو مهال د امریکې په واشنګټن کې په افغان سفارت کې د سیاسي کارکونکي په توګه دنده لرله خو وروسته بیا افغانستان  ته راغی او د یوې تحقیقاتي ډلي مشري یې پر غاړه واخیسته او اوس خلک وایې چې نوموړی د حامد کرزي د سیاسي مشاور په توګه دنده تر سره کوي.


یادونه: هغه چاپي، تصویر او غږیزي رسنۍ چې دغه راپور خپروي نو د قانون او مهربانۍ له مخي دي د ژباړې او  ترتیب په برخه کې د بینوا ویب پاڼي یادونه وکړي که نه نو هر راز مطبوعاتي اصول به یې تر پښو لاندي کړي وي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery